CANVA PRO free image

تازه شوی نیټه: 21.12.2022

انټرنیټ اړین دی که تاسو غواړئ د نړۍ له خبرونو څخه خبر اوسئ، تعلیم یا دندې فرصتونه ومومئ یا له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیسئ.

د کډوالو دولتي ادارو د استوګنې په مرکزونو کې وړیا انټرنیټ (Wi-Fi ) ته لاسرسي شتون لري.

تاسو کولی شئ انټرنیټ ولرئ که تاسو:

  • یو دمخه (پری پیډ) سیم کارت واخلئ چې وړیا ډیټا ولري یا پکې شامل وي.
  • په عامه ځایونو کی لکه پارکونو، کافې شاپ، فاسټ فوډ رستورانتونو او میټرو سټیشنونو کې وړیا وای فای ځایونه ومومئ. نور معلومات دلته ومومئ.
  • اکثریت کافې شاپونو او رستورانتونو کي وړیا انټرنیټ شتون لري. تاسو اړتیا لرئ یوازې د کارمندانو څخه د وای فای رمز یا پاسورد غوښتنه وکړئ. د انټرنیټ کارولو لپاره، دوی ممکن تاسو څخه غوښتنه وکړي چې د څښاک یا خوړلو لپاره یو څه امر وکړئ.