تازه شوی نیټه په 26.11.2022

په بلغاریا کې بیلابیل غیر دولتي سازمانونه شتون لري چې کولی شي تاسو ته وړیا قانوني مرستې چمتو کړي. که ستاسو وکیل ستاسو کار په سمه توګه ونکړی، تاسو حق لرئ چې خپل وکیل ګوښه کړئ او یو بل وکیل وټاکئ. د دې کار کولو لپاره  محکمې ته لیکلي خبرتیا د وکیل په هکله ورکړئ.

دلته د حقوقي مرستې سازمان ومومئ:

حقوقي خدمتونه

د لومړني حقوقي مرستې لپاره د بلغاریا ملي تماس لاین

هره اونۍ د سهار له 8:30 بجو څخه د ماسپښین تر 18:30 بجو پورې د ملي حقوقي مرستې بیورو لخوا فعالیت کیږي.

تلیفون شمیره : 0035970018250

وړیا معلومات

که تاسو د قانوني مرستې د موندلو په اړه وړیا معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د دې تلیفون شمیرو له لاری د حقونو ته د لاسرسي بنسټ – FAR د تماس لاین ته نګ ووهئ: دا شمیره 00359882873238 د (انګلیسی، بلغاریوی، روسی او اوکراینی) ژبی لپاره ده او دا شمیره 00359884334283 د (بلغاریوی، روسی او اوکراینی) ژبی لپاره ده.

د تماس لاین د سهار له 09:00 څخه تر 18:00 بجو، دوشنبه څخه تر جمعې پورې خلاص وي.

خدمات وړیا دی، مګر تاسو لاهم اړتیا لرئ د تلیفون کولو لپاره پیسې ورکړئ.

د مرستې غوښتنه