Bulgaria_Harmanli Recept Center_DSC_0386_0.jpg

د استوګنې اجازه د بیړني حالت په جریان کې

تازه شوی نیټه په: 20/05/2022

وړیا استوګنځی

د پناه غوښتونکي په توګه، تاسو د کډوالو لپاره د دولتي ادارې د استوګنې په مرکزونو کې د وړیا استوګنې حق لرئ.

تاسو حق لرئ چې د استوګنې په مرکز کې تر هغه وخته پاتې شئ چې د نړیوال خوندیتوب لپاره ستاسو د غوښتنلیک په اړه وروستۍ پریکړه وشي. دا پدې مانا ده چې تاسو کولی شئ تر هفه هم په مرکز کې پاتې شئ پداسې حال کې چې تاسو د منفي پریکړې په وړاندې استناف غوښتنه یا اپیل کوئ.

د استوګنې په مرکزونو کې د پاتې کیدو لپاره، تاسو باید د شب ګردی یا کرفیو ساعتونو، مقرراتو او د ماښام نظارت یا چکونو ته درناوی وکړئ.

د قبلولو مرکزونه

ادرسونه

ظرفیت (د اشخاصو شمیر)

صوفیا:

 
  • د اوفچه کوپل د نوم لیکنې او استوګنې مرکز (پته: 1618 صوفیا؛ د اوفچه کوپل استوګنې ولسوالۍ، 21-A مونتیویدیو سټ.)

860

  • ورژدیبنا د استوګني مرکز (پته: 1839 صوفیا؛ 270 بوتیفګرادسکو شوسي بلوارد.)

370

  • ووینا رامپا د استوګني مرکز (پته: 1220 صوفیا؛ 11 لوکوموتیف سړک.

800

مرکزي بلغاریا:

 
  • د بانیا د نوم لیکنې او استوګنې مرکز (8914 بنیا کلي، نووا زګورا ښاروالۍ، 17 منرالني بني سیمه)

70

سویل-ختیځ بلغاریا:

 
  • د پاسټروګور ترانزیت مرکز (6519 پاسروګور کلي، سویلینګراد ښاروالۍ)

 

320

  • د هرمنلي د ثبت او راجسټریشن مرکز (6450 هرمنلي، 23 "دروژبه" سړک.) 

2710

په مرکزونو کې مشترک ملیتونه

ستاسو د استوګنې مرکز به د کډوالو دولتی اداری لخوا ټاکل کیږي. اوس مهال، په صوفیا کې د ورژدیبنا د استوګنې مرکز اکثره د سوریې او عراق څخه کوردی پناه غوښتونکي لري، په داسې حال کې چې په صوفیا کې د ووینارامپا د استوګنې مرکز کی د افغانستان او ایران څخه د پناه غوښتونکو کوربه دی.

په هرصورت، نور مرکزونه لکه د اوفچه کوپل (صوفیا) او هرمنلي کې، د مختلفو ملیتونو څخه د پناه غوښتونکو کوربه توب کوي. په ډیری مرکزونو کې کورنۍ او بې سرپرسته کوچنيان په جلا پوړونو کې ځای په ځای شوي دي.

د استوګنې په مرکزونو کې خدمتونه

تاسو د درې وخته خواړه (سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ) حق لرئ. تاسو به 20 لیوا (شاوخوا 9 یورو) میاشتنۍ جیب پیسې هم ترلاسه کړئ.

دلته ورځني تعلیمي او تفریحي فعالیتونه او همدارنګه د ماشومانو لپاره د ژبې روزنه شتون لري. دا خدمتونه د بلغاریی د سره صلیب او کاریتاس صوفیا لخوا چمتو کیږي، چې د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 9 بجو څخه تر 5 بجو پورې شتون لري. په اوفچه کوپل (صوفیا)، ورژدیبنا (صوفیا)، ووینارامپا (صوفیا) او هرمنلي کی. معمولا، په صوفیا کې په ټولو دریو مرکزونو کې د لویانو لپاره د ژبې ټولګي هم شتون لري.

د استوګنې بدیل

تاسو ته اجازه درکول کیږي چې د استوګنې له مرکز څخه بهر د استوګنې ځای وپلټئ، مګر تاسو باید پخپله پیسې ورکړئ. تاسو باید د SAR څخه د استوګنې د مرکزونو څخه بهر د پاتې کیدو لپاره د اجازې غوښتنه وکړئ.