IMG_4522.jpeg

تازه شوی نیټه: 29.04.2022

د بلغاریی اسعار یا (BGN) د بلغاریی لیوه یا د جمع ډول یی لیوا دی. په بلغاریه کې، تاسو کولی شئ دا د لنډیز په شکل چی "ل وی" "лв" ده و پیژنی. یوه لیوه په 100 "ستوټینکي" یا سینټ ویشل شوی. بلغاریوی لیوی(پیسې) په عمده توګه د بانکنوټونو(پیسې) او سټوټینکي په توګه شتون لري - یوازې د سکې په توګه.

بلغاریا د یورو زون(منطقه) کی برخه نلری او په بلغاریا کې د یورو سره تادیه کول رایج ندي.

بانکنوټونه(پیسې) او سکې

د بلغاریا بانک نوټونه(پیسې) د 5، 10، 20، 50 و 100 لیوا په ارزښت کې شتون لري. سکې د 1، 2، 5، 10، 20، 50 سینټ(سټوټینکی) او همدارنګه د 1 او 2 لیوا په ارزښت کې شتون لري. په یاد ولرئ چې 100 سټوټینکي د 1 لیو سره مساوي دي.

د بلغاریا د ملي بانک ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو چی د بلغاریا بانکنوټونو(پیسي) او سکې مثالونه وګورئ.

د اسعارو تبادله

د بلغاریوی لیو(Lev) د تبادلې نرخونه:

هرکله چې تاسو پیسې له یو اسعارو څخه بلې اسعارو ته تبادله کړئ په تاسو به فیس ولګیګئ. که تاسو د بلغاریا ATM له لاری څخه بهرنۍ پیسې وباسئ، ستاسو بانک به تاسونه د اسعارو د تبادلې فیس اخلي.

خوندیتوب(ایمنی)

د خپل شاوخوا څخه باخبر اوسئ کله چې تاسو د تبادلې دفتر(بیورو)، ATM یا بانک پریږدئ. هغه خلک چې ناوړه ارادې لري یا مهارت لرونکي غله ممکن نږدې وي. که امکان ولري، د ورځی لخورا د دې ځایونو څخه لیدنه وکړئ. کله چې په ATM کې خپل PIN کوډ داخل کړئ، د خپل لاس سره کیپډ پوښ کړئ ترڅو ستاسو معلومات خوندي کړي.