که تاسو یوازې په بلغاریا کې راجستر(ثبت) شوي پناه غوښتونکي یاست، تاسو کولی شئ ستاسو د استوګنې له مرکز څخه ډیر لرې سفر کولو لپاره توقیف شئ.

دا په دی خاطر چی په 2017 په سپتمبر میاشت کې، بلغاریا د راجستر شوي پناه غوښتونکو د حرکتونو آزادي محدوده کړه.

بلغاریا وویل چې دا نوی مقررات د دې لپاره رامینځته کړي چې راجستر شوي پناه غوښتونکي له نږدې څاري او له اجازې پرته یې له هیواد څخه د وتلو مخه ونیسي.

څنګه کار کوي

د نوي قانون له مخې، هر پناه غوښتونکی له څلورو جغرافیوي زونونو څخه یوه ته ګمارل کیږي.

تاسو نشئ کولی چې د کډوالو دولتي ادارې -SAR  له رسمي اجازې پرته خپل ټاکل شوی زون پریږدئ.

ایا کوم استثناوې شتون لري؟ هو: تاسو د خپل زون څخه د وتلو اجازې ته اړتیا نلرئ که تاسو محکمې یا اداري چارواکو ته د حاضریدو لپاره سفر کوئ یا کله چې تاسو ځانګړي طبي پاملرنې ته اړتیا لرئ.

جزا( جریمه)

که تاسو دوه ځله پرته له اجازې خپل زون پریږدئ، چارواکي به تاسو د استوګنې په یو تړل شوي مرکز کې ځای په ځای کړي او بیا تاسو نشئ کولی تر هغه وخته لاړ یا آزاد شئ چې ستاسو د پناه غوښتنې د غوښتنلیک پروسه پای ته ورسیږي.

څلور زونونه

ستاسو زون د استوګنې د مرکز له موقعیت سره تړلی دی چیرې چې تاسو ځای په ځای شوي یاست.

صوفیه (Sofia)

که تاسو پناه غوښتونکي یاست او په وویننا رامپا، ورژدیبنا یا آفچه کوپل کې د راجسټریشن او استوګنې په مرکز کې ځای پرځای شوي یاست، تاسو کولی شئ یوازې د صوفیه ښار په ساحه کې تګ او راتګ وکړئ.

انځور

په یاد ولرئ چې خړ ساحه هغه ساحه ده چیرې چې تاسو په آزاده توګه حرکت کولی شئ، او سپینه ساحه هغه ساحه ده چیرې چې تاسو د اجازې پرته د تګ اجازه نه لرئ.

هرمنلي (Harmanli) 

که تاسو پناه غوښتونکي یاست او په هرمنلي کې د راجسټریشن او استوګنې په مرکز کې ځای په ځای شوی یاست او ژوند کوی، تاسو کولی شئ یوازې د هاسکوو ولسوالۍ په ساحه کې تګ او راتګ وکړئ، پرته له سرحدي سیمې څخه.

انځور

په یاد ولرئ چې خړ ساحه هغه ساحه ده چیرې چې تاسو په آزاده توګه پکی  تګ او راتګ کولی شئ، او سپینه سیمه هغه سیمه ده چیرې چې تاسو د اجازې پرته د تګ اجازه نه لرئ.

پاستروګور (Pastrogor)

که تاسو پناه غوښتونکي یاست او د پاستروګور د ترانزیت په مرکز کې ځای پر ځای شوي یاست، تاسو کولی شئ یوازې د هاسکوو ولسوالۍ په ساحه او د پاسترګور کلي کې تګ او راتګ کولی شي یا وکړئ مګر د سرحدي سیمې بلې برخې ته د تګ اجازه نلري یا نشي کولي.

بانیا (Banya) 

که تاسو پناه غوښتونکي یاست او د بانیا د ثبت او استوګنې په مرکز کې ځای پر ځای شوي یاست، تاسو کولی شئ یوازې د سلیوین Sliven ولسوالۍ په ساحه کې تګ او راتګ وکړئ.

انځور

په یاد ولرئ چې خړ ساحه هغه ساحه  ده چیرې چې تاسو په آزاده توګه تګ او راتګ کولی شئ، او سپینه سیمه هغه سیمه ده چیرې چې تاسو د اجازې پرته د تګ اجازه نه لرئ.