CANVA PRO FREE IMAGE

وروستی تازه شوی  28/10/2022

که تاسو په بیړني حالت کې  پولیسو او یا د اور وژنې اطفائیه ، یا د آمبولانس مرستې ته اړتیا لرئ، 112 ډایل کړئ. تاسو د 112 ډایل کولو لپاره اضافي کوډ ته اړتیا نلرئ.

د 112 خدمت په وړیا توګه څلریشت ساعته په اوني کی 24/7  د لاسرسي وړ دی.

قانوني مرسته

که تاسو  مرستې ته اړتیا لرئ:

  • تاسو کولی شی چی د FAR د دې تلیفون شمیره 00359884334283 (BG, RU,UKR)/003592873238)(BG,RU,UKR,ENG  په ډایل کولو سره  - حقونو ته د لاسرسي بنسټ تماس لاین ته زنګ اووهئ.

د تماس لاین د سهار له 09:00 څخه تر 18:00 بجو، دوشنبه څخه تر جمعې پورې خلاص وي.

ني خدمت وړیا دی، مګر تاسو لاهم اړتیا لرئ د تلیفونی تماس نیولو لپاره پیسې ورکړئ.

  • د ابتدايي حقوقي مرستو لپاره د بلغاریا ملي تماس لاین/خط (هره ورځ د سهار له 9 بجو څخه د ماسپښین 5 بجو پورې) په 0035970018250 کې تماس ونیسئ.

قانوني خدمت وړیا دی، مګر تاسو لاهم باید د تلیفون کال زنګ وهلو لپاره پیسې ورکړئ.

د 18 کالو لاندې کسان:

که تاسو د 18 کلونو څخه کم یاست او تاسو معلوماتو، مشورې، ملاتړ یا مرستې ته اړتیا لرئ:

  • د ماشومانو لپاره ملي تماس لاین (د ماشومانو د ساتنې لپاره د دولتي ادارې او بنسټ "Animus ټولنې" لخوا پرمخ وړل کیږي) ته په 116111 زنګ ووهئ.

دا خدمات 24/7 د لاسرسي وړ دی او وړیا دی.

د تاوتریخوالي/انساني قاچاق تجربه کول

 که تاسو محافظت ته اړتیا لرئ او/یا تاوتریخوالی تجربه کوئ:

  • د تاوتریخوالی د قربانیانو لپاره د ملي تماس لاین ته زنګ ووهئ (د "Animus ټولنې" بنسټ لخوا پرمخ وړل کیږي) په 0035980018676/0035929817686

که تاسو د انساني قاچاق قرباني یاست:

  • د انساني قاچاق ملي سرچینې لاین (د A21 بلغاریا لخوا پرمخ وړل کیږي) تاسو دی دی شمیری ته 0035980020100 زنګ اووهئ. د نورو معلوماتو موندلو او د قاچاق راپور ورکولو لپاره د دوی ویب پاڼه اوګورئ.