دا معلومات په 13 د جون د 2025 کال کی تازه شوی دی
په آنلاین توګه
ځینې خورا مشهور ویب پاڼې چې هره ورځ د دندې خالي پوستونه پوسټ کوي په لاندې ډول دي:
د حقونو ته د لاسرسي لپاره بنسټ - FAR د کارګرانو لپاره یو ثبت شوی منځګړی دی. که تاسو د دندې په لټه کې یاست، آنلاین فورمه په هغه ژبه ډکه کړئ چې ستاسو لپاره مناسبه وي او موږ به له تاسو سره اړیکه ونیسو ترڅو تاسو یو مناسب کار ګمارونکی ته راجع کړو او ستاسو د غوښتنلیک سره مرسته وکړو.
بشپړ کړئ که تاسو د دندې په لټه کې یاست
NGO Portal -نادولتي موسسو سره د کار موندلو لپاره یو ښه ځای یا آدرس
د کار نندارتون:
د کارموندنې ملي اداره په کال کې څو ځله د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د کار میلې تنظیموي چې په کې کډوال او د بشري وضعیت لرونکي، پناه غوښتونکي او لنډمهاله محافظت لرونکي ګډون کولی شي.
د کار سیمه ایز یا محلۍ دفترونه
که تاسو کډوال یا بشردوستانه وضعیت لرونکی، لنډمهاله محافظت لرئ یا تاسو د پناه غوښتونکي یاست، تاسو حق لرئ چې د کار په سیمه ایز دفتر کي خپل ځان ثبت کړئ، کوم چې د کار ملي ادارې یوه برخه ده.
تاسو کولی شئ دلته د کار بیرو (خونه ) او پته او د اړیکو معلومات ومومئ.
که تاسو نوم لیکنه وکړئ:
دفتر به تاسو ته د شته/مناسب پوستونو په اړه خبر درکړي
تاسو کولی شئ د کډوالو د کارموندنې او روزنې ملي پروګرام یا نورو شته پروګرامونو د یوې برخې په توګه حرفوي زده کړې او د بلغاریا ژبې روزنه ترلاسه کړئ.
والدین د کارموندنې په پروګرام کې
د کار اداره اوس مهال د کارموندنې په برخه کې د والدینو پروګرام لري چې د 0 څخه تر 12 کلونو پورې د ماشومانو والدین پوښي. دا برنامه یو ماشوم ساتونکی چمتو کوي چې ستاسو د ماشوم/ماشومانو پاملرنه وکړي پداسې حال کې چې تاسو په کار کې یاست یا د کار په لټه کې یاست.
ماشوم پالنه/بیبی سیټر کولی شي وزګار خلک وي چې تقاعد نه ترلاسه کوي، او تاسو کولی شئ د خپلو خپلوانو او ملګرو څخه یو ماشوم وټاکئ. دوی باید د دې برنامې لپاره غوښتنه وکړي او د کار ادارې سره ثبت شي. د کارموندنې اداره به دوی په کار ګماري او معاش به ورکوي.
تاسو کولی شئ د دې پروګرام څخه د اعظمي 18 میاشتو یا تر هغه وخته پورې ګټه پورته کړئ چې ستاسو ماشوم/ماشومان 4 یا 12 کلنۍ ته ورسیږي.
تاسو کولی شئ درخواست وکړئ که تاسو:
د 0 څخه تر 4 کلونو پورې د ماشومانو والدین او
که ستاسو ماشومان په نرسري/ وړکتون کې نه شاملیږي
که تاسو په کار ګمارل شوي یاست یا په خپله ځان ګمارل شوي یاست/ځان بیمه شوي یاست خو تاسو اوس مهال د خپلو ماشومانو پاملرنه کوئ او کار ته راستانه شوي نه یاست.
که تاسو وزګار یاست، مګر تاسو د کار په اداره کې ثبت شوي یاست.
په دې حالت کې، ماشوم د 8 ساعته کاري ورځ په توګه ګمارل کیدی شي او پیسې ورکول کیږي:
د 1 ماشوم لپاره 1077 لیوا
1615.50 لیوا تر 4 کلونو پورې د 2 یا ډیرو ماشومانو پاملرنې لپاره
د ورته ماشوم/ماشومانو لپاره تاسو کولی شئ یوازې یو ځل په برنامه کې برخه واخلئ.
یا تاسو یاست
د 0 څخه تر 12 کلونو پورې د 3 یا ډیرو ماشومانو والدین او:
تاسو بیرته کار ته راستانه شوي یاست؛
تاسو بې روزګاره یاست، خو د کار په اداره کې ثبت شوي یاست.
ستاسو ماشومان نرسري/مخکیني ښوونځي یا ښوونځي ته ځي.
په داسی حالت کې، ماشوم ساتونکی به د 4 ساعتونو کاري ورځې لپاره ګمارل کیږي او د 1 ماشوم پاملرنې لپاره به 538,50 لیوا او په کورنۍ کې که د 2 یا ډیرو ماشومانو پاملرنې لپاره 807,75 لیوا به معاش ترلاسه کوي.
د دې شرایطو لاندې، تاسو کولی شئ په برنامه کې بیا برخه واخلئ که تاسو د 0 څخه تر 5 کلونو پورې د ماشوم پاملرنې لپاره د 8 ساعتونو لپاره ګمارل شوي ماشوم خدمتګار څخه کار اخیستی وي او اوس تاسو غواړئ په برنامه کې شامل شئ او هره ورځ تر 4 ساعتونو پورې د "بیبی سیټر" خدمت وکاروئ.
مهم! د وزګار کس په توګه او که تاسو د کاري دفتر سره ثبت شوی یاست، نو تاسو باید تر څلور میاشتو پورې د کاري منځګړتوب په فعالیتونو کې شامل شئ، چې وروسته له هغې باید په کار (په ګډون د ملاتړ شوي کار) کې شامل شئ. که دواړه مور او پلار بې دندې وي، نو هغوی باید د کاري منځګړتوب په فعالیتونو کې برخه واخلي څو دندې ته لاسرسی ومومي. په دې موده کې ستاسو ماشوم/ماشومان د پروژې له مخې د ماشوم ساتونکي (بېبې سېټر) له خوا ساتنه کیږي.
د 4 میاشتو د مودې له پای رسېدو وروسته، که تاسو په کار کې شامل نشئ، نو ستاسو د ماشوم/ماشومانو ساتنه پای ته رسېږي. که د 4 میاشتو د مودې له پای ته رسېدو وروسته تاسو په کار وګمارل شئ، نو ستاسو د ماشوم/ماشومانو ساتنه تر 14 میاشتو پورې دوام کوي، خو په ټولیز ډول دا موده له 18 میاشتو څخه زیاته کېدای نشي، چې پکې د کاري منځګړتوب موده هم شامله ده، يا تر هغه پورې چې مالي سرچینه ختمه شي.
تاسو کولی شئ د دې پروګرام لپاره یوازې په آنلاین ډول غوښتنه وکړئ پدې لینک کې.
ستاسو غوښتنلیک به په 14 کاري ورځو کې پروسس شي مګر ممکن ډیر وخت ونیسي.
که تاسو دمخه دنده لرئ، تاسو کولی شئ د بیبی سیټر د ګمارلو وروسته بیا کار پیل کړئ، یا په لومړي سر کې د یو لیک ترلاسه کولو وروسته چې تاسو د کارموندنې ادارې څخه د پروګرام لپاره منظور شوي یاست، مګر مخکې نه.
د پروګرام په اړه نور معلومات په دې لینک کې موندلی شئ یا د خپل محلي کار دفتر څخه پوښتنه وکړئ.
د استخدام ادارې یا دفترونه:
په بلغاریا کې د استخدام ځینې ادارې لکه :
هغه سازمانونه چې کولی شي مرسته وکړي
د بلغاریا سره صلیب د معلوماتو او ادغام مرکز د کار موندلو کې مرسته کولي شي
کاریتاس صوفیا د کډوالو او مهاجرینو د ادغام لپاره د سینټ انا مرکز(St. Anna Center): د کار موندلو لپاره مشورې او ملاتړکوی
هغه شرکتونه او سازمانونه چې کډوال او پناه غوښتونکي استخداموي
ځینې نادولتي سازمانونه په منظمه توګه پناه غوښتونکي او د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکي د ژباړونکو، ټولنیز منځګړیتوب، د قضیې کارکونکو او داسې نورو په توګه ګماروي. دا سازمانونه دي:
د خصوصي سکتور شرکتونه:
اوس مهال، د معلوماتي ټکنالوجۍ، پیرودونکي پاملرنې او بازار موندنې سکتورونه په بلغاریا کې د وړ پرسونل لپاره لوړه غوښتنه لري. دوی په هیواد کې ځینې خورا رقابتي معاشونه هم وړاندیز کوي. د مخابراتی شبکو مرکزونه هغه خلک لټوي چې په دري، کردي، اردو، پښتو او په ځانګړې توګه په عربي او فارسي خبرې کوي او په انګلیسي ژبه ښه پوهه لري.
همدارنګه په صوفیا کې د مینځني ختیځ ډیری پلورنځي او رستورانتونه اکثرا د نوي کارمندانو په لټه کې دي.
نور انتخابونه او فرصتونه:
ځان ګمارل یا خپله یو کارپیل کول یو ښه انتخاب دی ځکه چې متشبثیت یا پانګه اچول د اقتصادي بریالیتوب لپاره ډیر لار ده. تجربه ښیې چې په بلغاریا کې د بهرني اوسیدل او ستاسو د ځانګړي مهارتونو درلودل، پوهه کولی شي د یو کامیابه سوداګرۍ رامینځته کولو کې مهم رول ولوبوي لکه هټۍ ، رستورانت یا نور داسی کارونه.
څنګه وشوکولی چی په بلغاریا کی سوداګری پيل ګړو
د لیرې کار کولو لپاره، په عمده توګه د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې، تاسو به یوازې کمپیوټر او یو باثباته انټرنیټ پیوستون یا اړیګه ته اړتیا ولرئ. تاسو کولی شئ چی دی بلغاریوی دندو ویب پاڼی څخه د لرې پرتو پوستونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
- Log in to post comments