هیواد ته په رسیدو سره، کډوال او مهاجرین د ټولنیز موافقت له پیچلې پروسې څخه تیریږي، چې کیدای شي د ادغام یا ټولنیز جالوالی سره پای ته ورسیږي. کډوال له ځانه سره د اجباري مهاجرت او له لاسه ورکولو صدمه له ځانه سره وړي او مهاجرین په هیواد کي د ځان لپاره د نوی کور جوړیدو ننګونو/چالشونو سره مخامخ دي. په هرحال، دواړه د ژوندي پاتې کیدو ځواک لري! حقونو ته د لاسرسي بنسټ - FAR کې موږ په دی باور یو چې کډوال، پناه غوښتونکي او مهاجر دا حق لري چې په ټولنه کې د دوی د فعال شمولیت او ځواکمنتیا لپاره د کلیدي فکتور په توګه معلومات ترلاسه کړي، کوم چې د دوی د زیانمن شوي موقف توازن کوي.له همدې امله، موږ آنلاین پلټ فارم Migrantlife.bg جوړ کړ، کوم چی د عصري ارتباطي ټیکنالوژیو مهم رول په پام کې نیولو سره.

Migrantlife.bg د کډوالو او مهاجرینو لپاره د ځان د مرستې هغه وسیله ده چې کولي شي د تازه شوي معلوماتو ته لاسرسي ولري. دا سایټ تاسو ته لومړني ګام په ګام لارښوونې وړاندې کوي له هغه وخته چې تاسو د پناه غوښتونکي یا مهاجر په توګه د بلغاریا په خاوره کې خپل پښه ایښودلو څخه وروسته په 8 مختلفو ژبو کې مختلف ورځني خنډونه څنګه ننګوئ.حتی تر ټولو پیچلې قضایي کړنالرې د پوهیدو وړ ژبه کې تشریح شوي د دې لپاره چې مینځپانګه د ټولو کاروونکو لخوا په اسانۍ سره جذب شي.او البته، نور هم شتون لري، موږ د متقابل خدماتو نقشه رامینځته کړې چې د خدماتو چمتو کونکو لکه روغتونونو ، وکیلانو او د ژبې مرکزونو په اړه د تماس تفصيلي معلومات چمتو کوي. کوم چې دوی به په یو کلیک سره هغه ادرسونو ته رسیده ګی وشی کولي. که دا ټول کافي نه وي، تاسو کولی شئ تل د غوښتنې مرستې ماډل باندې کلیک وکړئ او زموږ ټیم ته د خپلې ستونزې په اړه ولیکئ!

زموږ ماموریت

موږ هڅه کوو چې پناه غوښتونکو، کډوالو او مهاجرینو ته په بلغاریا کې د دوی د ژوند په سفر کې ځواکمنتیا او ملاتړ وکړو او دوی ته لارښوونه او د امید کرښه وړاندې کړو.

MIGRANTLIFE.BG

Migrantlife.bg د Refugeelife.bg او Refugee.info - بلغاریا پلټ فارمونو ویاړلی وارث دی. په 2017 کې، د ژغورنې نړیوالې کمیټې - IRC او د حقونو ته د لاسرسي بنسټ - FAR سره د یو سیمه ایز ملګري په توګه یوځای شول ترڅو چی د Refugee.info کې د بلغاریا برخې مینځپانګې مسوده کړي او په هیواد کې د خدماتو چمتو کونکو سره اړیکه ونیسئ. په هرحال، د 2018 په پای کې، Refugee.Info د بلغاریا اړوند منځپانګې او خدماتو نقشه تازه کول بند کړل او پریکړه یې وکړه چې ټول مواد له پلټ فارم څخه راوباسي او FAR ته یې وسپاري. د مثبتو پایلو د پراختیا لپاره لیواله، چی د Refugee.info لخوا ترلاسه شوی، د Refugeelife.bg مفکوره پیدا شوه او زموږ کیسه همداسې پیل شوه. په پیل کې، دا پلټ فارم یوازې کډوال او پناه غوښتونکي په نښه کول. لکه څنګه چې د وخت په تیریدو سره اړتیا زیاته شوه، نو موږ او د پلټ فارم هدف لیدونکي ټولو مهاجرینو ته وغځول، څوک چې په بلغاریا کې د خپل ژوند د جوړولو هڅه کوي. له همدې امله، له 2020 راهیسې ، پلټ فارم د Migrantlife.bg نوم اخیستی.

زموږ ټیم نه لیدنه وکړئ

حقونو ته د لاسرسي بنسټ - FAR په بلغاریا کې پناه غوښتونکو، کډوالو او مهاجرینو ته د قانوني مرستې چمتو کولو کې قوي تخصص او تجربه لري او په دې توګه په ساحه کې ارزښتناکه عملي بصیرت لري.

والیریا ایلاریوا زموږ وکیلانو مشره او د FAR بنسټ ایښودونکې ده چې د مهاجرت او پناه غوښتنې قانون په برخه کې له 20 کلونو څخه زیاته تجربه لري. هغه د Migrantlife.bg تر شا ماسټر ماینډ دی.

مګدلینا میتیوا زموږ د مینځپانګې لوړ پوړی مدیره دی چې د مقالو چمتو کولو اعتدال کوي او د پلټ فارم مینځپانګه تازه کوي، ډاډ ترلاسه کوي چې مینځپانګه په قانوني توګه دقیق او د پوهیدو لپاره آسانه ده.

هانا ویلکووا او اولګه ډیمیټرو زموږ د ډیجیټل پلټ فارم مدیران دی چې د پلټ فارم فعالیت او د کارونکي تجربې نظارت کوي.

نادیه دینکووا زموږ د خدماتو نقشه کولو افسره ده چې د خدماتو چمتو کونکو سره اړیکه نیسي او متقابل نقشه تازه کوي.

زموږ د ډیجیټل مخابراتي اړیکو ټیم ستاسو په اختیار کې دی که تاسو زموږ ټولنیز رسنۍ تعقیب کړئ.

زموږ د ټولنیزو رسنیو افسر دیمیترا کانیوا ستاسو لپاره لنډ او په زړه پوري پوسټونه چمتو کوي چې زموږ مینځپانګې لنډیز کوي او تاسو ته یې نږدې کوي.

که تاسو غواړئ خپلې پوښتنې وپوښتئ او په خپله مورني ژبی خبرې وکړئ لکه اوکرایني، روسي، عربي، فارسي، پښتو یا انګلیسي، زموږ د ډیجیټل مخابراتي اړیکو متخصصین یو پیغام لرې دي.

مګر دا ټول نه دي…

موږ د خپل ټیم ​​​​د یوې برخې په توګه کډوال او مهاجرین هم منو چې زموږ محتويات جوړوي، رضاکاران، لیکوالان، ژورنالیستان، د معلوماتي ټکنالوجۍ پرسونل او ډیری نور چې دا ټول ترسره کوي او پلټ فارم ته یو زړه پوری او متحرک لید وړاندې کوي.

د Migrantlife.bg څخه خوند واخلئ او موږ ته خپل نظر راکړئ!