وروستی تازه شوی 28/10/2022
که تاسو په بیړني حالت کې پولیسو او یا د اور وژنې اطفائیه ، یا د آمبولانس مرستې ته اړتیا لرئ، 112 ډایل کړئ. تاسو د 112 ډایل کولو لپاره اضافي کوډ ته اړتیا نلرئ.
د 112 خدمت په وړیا توګه څلریشت ساعته په اوني کی 24/7 د لاسرسي وړ دی.
قانوني مرسته
که تاسو مرستې ته اړتیا لرئ:
- تاسو کولی شی چی د FAR د دې تلیفون شمیره 00359884334283 (BG, RU,UKR)/003592873238)(BG,RU,UKR,ENG په ډایل کولو سره - حقونو ته د لاسرسي بنسټ تماس لاین ته زنګ اووهئ.
د تماس لاین د سهار له 09:00 څخه تر 18:00 بجو، دوشنبه څخه تر جمعې پورې خلاص وي.
ني خدمت وړیا دی، مګر تاسو لاهم اړتیا لرئ د تلیفونی تماس نیولو لپاره پیسې ورکړئ.
- د ابتدايي حقوقي مرستو لپاره د بلغاریا ملي تماس لاین/خط (هره ورځ د سهار له 9 بجو څخه د ماسپښین 5 بجو پورې) په 0035970018250 کې تماس ونیسئ.
قانوني خدمت وړیا دی، مګر تاسو لاهم باید د تلیفون کال زنګ وهلو لپاره پیسې ورکړئ.
د 18 کالو لاندې کسان:
که تاسو د 18 کلونو څخه کم یاست او تاسو معلوماتو، مشورې، ملاتړ یا مرستې ته اړتیا لرئ:
- د ماشومانو لپاره ملي تماس لاین (د ماشومانو د ساتنې لپاره د دولتي ادارې او بنسټ "Animus ټولنې" لخوا پرمخ وړل کیږي) ته په 116111 زنګ ووهئ.
دا خدمات 24/7 د لاسرسي وړ دی او وړیا دی.
د تاوتریخوالي/انساني قاچاق تجربه کول
که تاسو محافظت ته اړتیا لرئ او/یا تاوتریخوالی تجربه کوئ:
- د تاوتریخوالی د قربانیانو لپاره د ملي تماس لاین ته زنګ ووهئ (د "Animus ټولنې" بنسټ لخوا پرمخ وړل کیږي) په 0035980018676/0035929817686
که تاسو د انساني قاچاق قرباني یاست:
- د انساني قاچاق ملي سرچینې لاین (د A21 بلغاریا لخوا پرمخ وړل کیږي) تاسو دی دی شمیری ته 0035980020100 زنګ اووهئ. د نورو معلوماتو موندلو او د قاچاق راپور ورکولو لپاره د دوی ویب پاڼه اوګورئ.
- Log in to post comments