
د Multi Kulti تولګه (MKC) د بلغاریا له مخکښو غیر انتفاعي سازمانونو څخه دی، چې له 2011 کال راهیسې د مهاجرینو او کډوالو د ادغام، ټولنیز پرمختګ، او بشري حقونو په برخه کې فعالیت کوي.
Multi Kulti تولګه د کلتوري او ټولنیزو ادغام مختلفو فعالیتونو وړاندېزونه کوي، چې هدف یې نوي راغلي مهاجرین او کډوال له کوربه ټولنې سره نږدې کول دي. د کال په اوږدو کې مختلف فعالیتونه ترسره کېږي، لکه د پخلي کورسونه، کنسرټونه، ورکشاپونه، روزنیز پروګرامونه، او داسی نور. دا فعالیتونه د ماشومانو، ځوانانو او لویانو لپاره طرحه/جوړه شوي دي. د دې تر څنګ، Multi Kulti تولګه د اړیکو پراخولو لپاره کمپاینونه هم تنظیموي، تر څو د بهرنیانو حضور ته په ټولنه کې وده ورکړي او د بلغاریا لپاره د دوی مثبتې ونډې ته پام وشي.
د ټولو فعالیتونو معلومات د Multi Kulti تولګه د فیسبوک پاڼې له لارې خپریږي - https://www.facebook.com/multikulti.bg/
اکثره دا فعالیتونه د فیسبوک د ایونټونو په بڼه تنظیمېږي، چې د ګډون لپاره ثبت نام ته اړتیا لري.
-
ژبې
-
وېبسایټ
-
فیسبوک