CANVA PRO FREE IMAGE

تازه شوی نیټه:28/12/2022

دا به سخت وي چې په یو نوي هیواد کې اوسئ چیرې چې محدود/لږ خلک ستاسو په ژبه خبرې کوي. دا آپونه (Apps) او خدمات ممکن په بلغاریا کې ستاسو پاتې کیدل یو څه اسانه کړي.

Tarjimly (ترجیملی) کولی شي تاسو ته په هر وخت کې په تلیفون کې وړیا، ریښتیني وخت ژباړونکی چمتو کړي.

د ICOON for Refugees app/اپلیکشن د 1,200 سمبولونو او عکسونو سره د غیر لفظي او نړیوالې ژبې لارښود دی چې تاسو سره د ژبې خنډونو په لرې کولو کې مرسته کوي.

د Refugee Speaker/کډوالو سپیکر یو داسې اپلیکیشن دی چې کولی شي تاسو سره مرسته وکړي ستاسو نښې بیان کړي کله چې ډاکټر ته ورځي. دا په انګلیسي، عربي، فرانسوي، الماني، ایټالوي او سومالیا کې شتون لري.

د Google Translate/ګوګل ژباړې سره، تاسو کولی شئ متن په 103 ژبو وژباړئ. د ځینو ژبو لپاره، تاسو کولی شئ یوازې متن ته د خپل تلیفون کیمرې لینز په نښه کولو سره متن وژباړئ.

د DeepL سره تاسو کولی شئ متن په 29 ژبو کې وژباړئ.

د وړیا بلغاریوی درسونو لپاره تاسو کولی شئ دا لینکونه وګورئ:

  • Loecsen
  • Lingo Hut
  • Linguist - د هغو خلکو لپاره شتون لري چې په روسی ژبی خبرې کوي
  • BulgarianPod101 - د هغو خلکو لپاره شتون لري چې په انګلیسي ژبی خبرې کوي