کله چې یو شخص بې تابعیت وي؟

که چیري تاسو بې تابعیته شخص یاست تاسو یا د هیواد د قانون له مخې چې اوس مهال نافذ دی خپل ځان د کوم ځانګړي هیواد تبعه نه ګڼئ او د هغه هیواد د فشار لاندی هستی.  

څه کولی شم چي زه د تابعیت پرته یو کس اووسم؟

تاسو کولی شئ د تابعیت پرته د یو شخص په توګه د دریځ یا حیثیت لپاره غوښتنه وکړئ. د دې کولو لپاره، تاسو باید چې د یو شخص په وسیله غوښتنلیک فورمه ډکه او وسپارئ.

د غوښتنلیک سره یوځای، تاسو باید هر هغه اړونده اسنادونه ضمیمه کړئ چې تاسو یې لرئ او دا ثابته کړي چې تاسو تابعیت نلرئ: لکه د زیږون سند، ستاسو د زیږیدنې / استوګنې هیواد څخه سند چې تاسو د دې هیواد تابعیت نه یاست، او همدارنګه ستاسو په اړه نور کوم اسنادونه د تابعیت پرته د یو شخص په توګه دریځ یا حالت وښایی.

دا کړنلاره یا طرزالعمل وړیا ده او هیڅ دولتي فیس به نه اخیستل کیږي.

زه چیرته کولی شم چی خپل غوښتنلیک وسپارم؟

تاسو باید خپل غوښتنلیک په شخصی ډول د مهاجرت ریاست یا د کورنیو چارو وزارت د سیمه ایز ریاست د مهاجرت څانګې ته د خپل دایمي یا لنډمهاله استوګنې د آدرس پر بنسټ وسپارئ.

د مهاجرت ریاست پته په 48 کنیاګینیا ماریا لویزا بلوارډ(48 Knyaginya Maria Luiza Blvd) صوفیا کي ده.

که تاسو توقیف شوي یاست، تاسو کولی شئ خپل غوښتنلیک د هغه دولتي ادارې له لارې وسپارئ چې تاسو ورته لاسرسی لرئ (د مثال په توګه، د بهرنیانو د لنډمهاله استوګنې لپاره د ځانګړي محل یا ځاي مشر). هغه مکلف دی چې ستاسو غوښتنلیک د مهاجرت ریاست مسئول ته واستوي. تاسو حق لرئ چې قانوني مرستې ترلاسه کړئ. او همدارنګه تاسو د هغه غوښتنلیک د ثبت یا مراجعه شمیره وغواړئ چې تاسو یې سپارلي ده.

وروسته له دې چې زه غوښتنلیک وسپارم څه پیښیږي یعنی وروستي کارونه څه دي؟

تاسو ته به څو اسنادونه درکړل شي چې تاسو یې باید لاسلیک کړي:

  • یو پروتوکول تصدیق کوي چې تاسو د کړنلاره په اوږدو کې د خپلو حقونو او مکلفیتونو په اړه خبر شوي یاست. د دې پروتوکول یوه کاپي واخلئ او له ځانه سره یی وساتئ. چي بیا دا ثابت کړي چې تاسو غوښتنلیک په دغه نیته سپارلی ده.
  • د مرکې لپاره بلنه په لیکلې توګه درکوي او په هغه کي  د مرکې لپاره نیټه، وخت او ځای مشخص وي.

مرکه (انتروی)

تاسو باید خپلې مرکې ته په خپله تاګل شوي نیټه لاړ شئ. که تاسو د دي کار په کولو کې پاتې راغلي، ستاسو د قضیه طی مراحل به لغوه شي. او که چیري تاسو د مرکې د نیټې د ورکیدو لپاره مشروع دلایل لرئ، نو بیا تاسو باید سمدستي د خپلو دلایلو ثبوت وړاندې کړئ.

مرکه د پروتوکول په بڼه مستند او ترتیب شوې ده. د مرکې په پای کې به تاسو د پروتوکول ټول محتویات یا مینځپانګې ولولي او وروسته له هغي که تاسو د دې مینځپانګې (د پروتوکول محتویات یا موادو) سره موافق یاست بیا پروتوکول لاسلیک کړئ.

د طرزالعمل(کړنلاره) په جریان کې زه کوم حقونه لرم؟

تاسو حق لرئ:

  • د طرزالعمل په جریان کې د خپلو حقونو او مکلفیتونو په اړه معلومات ترلاسه کولو حق لري. 
  • که تاسو بلغاریوی خبرې نه شي کولي تاسو ته به يو ژباړونکي  وګومارل شي.
  • تاسو د خپل غوښتنلیک لغوه کول حق لري.
  • د 6 میاشتو کې دننه ستاسو د غوښتنلیک د سپارلو نیټې څخه باید پریکړه وکړئ. د ځانګړي قانوني یا د قضیه واقعیتي پیچلتیا په صورت کې، دا موده د دوو میاشتو اضافي مودې لپاره تمدید کیدی شي.
  • ستاسو د غوښتنلیک د پریکړې په اړه په لیکل شوي بڼه خبرتیا ترلاسه کړئ.

که تاسو ته موقف یا حیثیت درکړل شوي، تاسو کولی شئ:

  • په بلغاریا کې د 1 کال د نوي کیدونکي مودې لپاره د اوږدې مودې استوګنې جواز لپاره غوښتنه وکړئ.
  • او که چیري تاسو دمخه د اوږدې مودې یا دایمي استوګنې جواز لرئ، تاسو حق لرئ چې د تابعیت پرته  بهر ته د سفر لپاره د هویت له نامه لاندي سند صادر کړئ.

لارښوونې

تاسو ممکن د غوښتنلیک په فورمه کې مشخص شوي پته کې د اداري ارګان لارښوونې ترلاسه کړئ چې هغه بریښنالیک ته باید تاسو سمدستي ځواب ورکړي. که تاسو سمدستي ځواب د نیټه مطابق ورنکړي ستاسو کړنلاره یا طی مراحل به لغوه شي.

که تاسو د زیږون سند یا ستاسو د قانوني استوګنې تصدیق کولو سند چمتو کولو لپاره لارښوونو سره سم عمل ونشئ کولی، نو تاسو باید په لیکلو ډول هغه دلیلونه بیان کړئ چې تاسو یې ولی نه شئ کولی.

استیناف غوښتنه(اپیل)

تاسو حق لرئ چې د پریکړه نه وروسته د 14 ورځو په اوږدو کې د تابعیت پرته د یو شخص په توګه د رد حالت په اړه د استیناف غوښتنه وکړئ یا د هغه  کومي بله پریکړه په هکله چې ستاسو کړنلاره ځنډوي یا لغوه کوي.

قانوني مرسته

د حقوقي مرستو د قانون سره سم، تاسو د ځانګړو شرایطو لاندې وړیا حقوقي مرستې مستحق یاست.

په بلغاریا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر هم قانوني مرستې چمتو کوي. د نورو معلوماتو لپاره دغه آدرس ته مراجعه او لیدنه وکړئ. www.statelessness.bg