وروستی تازه شوی نیټه: 25.04.2023

په دې مقاله کې، موږ به تاسو ته دا تشریح کړو چې څه باید وکړو که ستاسو ماشوم په بلغاریا کې بې وطنه زیږیدلی وي او څنګه کولی شي چي ستاسی ماشوم د بلغاریا تبعه شي.

زما ماشوم څنګه بې وطنه کیدی شي؟

بې وطنه ماشوم هغه ماشوم دی چې د کوم دولت تابعیت ونلري. دلته ځینې مثالونه دي چې ستاسو ماشوم کولی شي بې وطن شي:

  • ماشوم نشي کولی د مور او پلار تابعیت په میراثي توګه ترلاسه کړي. د بیلګې په توګه، په ځینو هیوادونو کې لکه ( لبنان، کویټ، قطر او ډیری نور) میندې اجازه نلري چې خپل تابعیت خپلو ماشومانو ته انتقال کړي (په هغه صورت کې چې پلرونه یې نامعلوم، بې وطنه یا مړه شوي وي)؛
  • د ماشوم مور او پلار د خپل تابعیت له لاسه ورکوي یا بې برخې کیږي؛
  • ماشوم د هغه مور او پلار څخه زیږیدلی وي چې دواړه بې وطنه وي.
  • ماشوم نشي کولی د زیږون ثبتولو ته لاسرسی ومومي یا په بل ډول له یو هیواد سره خپل تړاو څرګند او ثابت کړي.

دا مهمه ده چې وګوري چې ستاسو د ماشوم د زیږون سند کې کوم تابعیت ثبت شوی - "بې وطنه"، "نامعلوم" یا "نه اشاره شوی". که چیرې د دې څخه هیڅ یو د زیږون سند کې نه وي ښودل شوی، نو ستاسو ماشوم ممکن د جعلي تابعیت سره ثبت شوی وي چې د قانون له مخې تابعیت نشي ترلاسه کیدی. په داسې قضیو کې، مهرباني وکړئ د وکیل سره مشوره وکړئ چې تاسو کوم ګامونه پورته کولی شئ:

د مرستې غوښتنه وکړئ

آیا زما ماشوم کولی شي چی د بلغاریا تبعه شي؟

هو، بې وطنه ماشومان کولی شي د بلغاریا اتباع شي که چیري:

  • د بلغاریا په خاوره کې زیږیدلي وي؛ او
  • دوی نشي کولی بل تابعیت ترلاسه کړي (پورته دلایل وګورئ).

څه کول پکار دي یا څه وکړو؟

که تاسو غواړئ چې ستاسو بې وطنه/بی هویت ماشوم د بلغاریا د تبعه په توګه وپیژندل شي، تاسو باید چې د بلغاریا تابعیت ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړئ او یو سند یا تصدیق ترلاسه کړئ.

د دې لپاره تاسي باید چې د ښاروالۍ ملکي راجستریشن چارواکو ته لاړ شئ چیرې چې ستاسو د ماشوم د زیږون سند صادر شوی د بلغاریا تابعیت ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک وسپارئ. ډک شوي غوښتنلیک او د ماشوم په استازیتوب د دواړو والدینو لخوا لاسلیک شوی سند. تاسو اړتیا لری چی غوښتنلیک په بلغاریوی ژبه کی ډک کړئ.

د 7 ورځو دننه به د ښاروالۍ د ملکي راجستریشن چارواکي ستاسو غوښتنلیک د بلغاریا د عدلیې وزارت ته واستوي، کوم چې به پریکړه وکړي چې آیا ستاسو ماشوم د بلغاریا تبعه دی او که نه.

د غوښتنلیک سربیره، تاسو باید چې لاندې اسناد چمتو کړئ:

  • د دواړو مور او پلار یا د دوی د پناه غوښتنې د ثبت کارتونه د اعتبار وړ پیژندنې اسناد. اصلي او کاپي دواړه راوړئ.
  • د ماشوم د زیږون سند. اصلي او کاپي دواړه راوړئ.
  • ستاسو د ماشوم دوه د پاسپورټ په اندازه عکسونه.
  • هغه ثبوت چې وښایی چي ستاسو ماشوم بې وطنه زیږیدلی وه.

که د مثال په توګه، د مور او پلار په تذکرو یا د هغوی د پناه غوښتنې په کارتونو کې ویل شوي چې دوی بې وطنه دي، دا د ثبوت په توګه کار کولی شي. که نه، تاسو باید یو رسمي سند وښایئ چې دا په ګوته کوي چې ستاسو ماشوم نشي کولی د خپل والدین تابعیت ترلاسه کړي. د وکیل سره مشوره وکړئ چې تاسو د خپلې انفرادي قضیې لپاره کوم اسنادو ته اړتیا شته:

د مرستې غوښتنه وکړئ

هر هغه سند چې تاسو پریکړه کوئ چې ستاسو غوښتنلیک سره ضمیمه کړئ باید په قانوني ډول تنظیم/و پیژندل شی او په بلغاریوی ژبه کی وژباړل شي.

  • 50 لیوا د عدلیې وزارت ته د تادیه شوي دولتي فیس رسید یا اویز - (نور شرایط لاندې وګورئ)

د ښاروالۍ چارواکو ته د تلیفون فعاله شمیره پریږدئ، ترڅو دوی وکولی شي تاسو ته د تلیفوني اړیکه په واسطه تاسی ته د نتیجه یا پایلي په هکله خبر درکړي.

هغه فیسونه چی باید تادیه شي

تاسو به اړتیا ولرئ چی د دولت فیسونو  شاوخوا 70 لیوا دی تادیه کړئ. دا فیسونه په لاندې ډول دي:

د قانون له مخې تاسو باید د عدلیې وزارت بانکي حساب ته د بانکي لیږد له لارې 50 لیوا تادیه کړئ. په تاسو به د بانک کمیشن 10 لیوا هم چارج کړئ. تاسو کولی شئ په دې لینک کې د بانکي حساب توضیحات ومومئ، مګر موږ تاسو ته دا مشوره هم درکوو چې د ښاروالۍ له چارواکو څخه د عدلیې وزارت د بانکي حساب تازه معلومات وغواړئ.

په یاد ولرئ چې په بانک کې تاسو باید چې یو معتبر ID وړاندې کړئ. ستاسو د پناهندګۍ د ثبت کارت به د هویت د ثبوت په توګه ونه منل شي. د فیس د تادیه کولو لپاره تاسو کولی شئ د خپل وکیل یا بل چا څخه د ID سره غوښتنه وکړئ، څوک چې تاسو ورباندي باور کولی شئ، ستاسو په استازیتوب تادیه وکړئ. د بانک په بیان یا سټیټمنټ کې، دا باید په ګوته شي چې تاسو، ستاسو د ماشوم د قانوني استازي په توګه، مسؤل کس یاست (задължено лице).

تاسو به د خپل سند پروسس کولو لپاره په ښاروالۍ کې د 10 لیوا فیس ورکولو ته هم اړتیا ولرئ. د ښاروالۍ د ملکي راجستریشن چارواکي به تاسو ته لارښوونه وکړي چې دا فیس چیرته ورکړي.

دا به څومره وخت ونیسي؟

د عدلیې وزارت به پریکړه وکړي چې آیا ستاسو ماشوم د بلغاریا تبعه دی که نه د هغې نیټې څخه چې د 30 ورځو دننه دوی د ښاروالۍ څخه ټول اسناد ترلاسه کوي. په هرصورت، ځینې وختونه کیدای شي ډیر وخت ونیسي.

که چیري د 30 ورځو څخه زیات تیر شوی وی او تاسو ځواب نه وی ترلاسه کړی. تاسو کولی شئ کله نا کله د ښاروالۍ سره د پریکړه په هکله وګورئ.        

زه له دې وروسته څه کولو ته اړتیا لرم؟

که د عدلیې وزارت تاسو ته یو سند درکړي چې پکې ویل شوي چې ستاسو ماشوم د بلغاریا تبعه دی نو تاسو به اړتیا ولرئ:

  • خپل ماشوم د ثبت احوال او نفوسو په اداره کې ثبت کړئ ترڅو هغه د یو متحد تابعیت شمیره ترلاسه کړي (EGN/ЕГН).
  • د آدرس ثبتولو لپاره خپل  پته یا دقیق آدرس چمتو کړئ.
  • تاسو کولی شئ خپل ماشوم ته ملي پاسپورت هم واخلي که تاسو ورته اړتیا لرئ،

دلته د دې شیانو د ترسره کولو څرنګوالي په اړه نور معلومات ولولئ:

د ثبت کولو پته (آدرس) او د بلغاریا د هویت اسناد