BulgariaDSC_0110.jpg

وروستی تازه شوی نیټه 22/11/2022

زه کله کار کولی شم؟

که تاسو پناه غوښتونکی یاست، تاسو کولی شئ د نړیوال خوندیتوب لپاره د خپل غوښتنلیک د سپارلو نیټې څخه 3 میاشتې وروسته کار وکړئ.

که تاسو کډوال یاست، لنډمهاله محافظت لرئ یا بشردوستانه قبولی لرئ، تاسو حق لرئ چې په بلغاریا کې د بلغاریا اتباعو په څیر ورته شرایطو کې قانوني کار وکړئ. تاسو کولی شئ چی په دې اړه نور معلومات هم زده کړئ:

د کارګرانو حقونه په بلغاریا کې

د کار جواز

که تاسو کډوال یاست، لنډمهاله محافظت لرئ یا په بلغاریا کې بشردوستانه دریځ لرئ، تاسو د کار پیل کولو لپاره د کارموندنې ادارې څخه کوم ځانګړي اجازې ته اړتیا نلرئ.

که تاسو پناه غوښتونکی یاست، غوښتنه وکړئ چې د کډوالو دولتي اداره تاسو ته به د دریمې میاشتې په پای کې، وروسته له هغه چې تاسو د نړیوال خوندیتوب لپاره خپل غوښتنلیک وړاندې کړئ یو ځانګړی سند صادر کړئ. 

دا سند(سرتیفیکیت):

  • هغه نیټه تاییدوي چې تاسو خپل غوښتنلیک سپارلی
  • دا تاییدوي چې ستاسو کړنلاره لاهم په جریان کی ده او تاسو د بلغاریا د کار بازار ته د لاسرسي حق لرئ
  • دا سند د کار کولو اجازه نلري - دا یوازې په بلغاریا کې ستاسو د کار کولو حق د ثبوت په توګه کار کوي

نور سندونه

 که تاسو پناه غوښتونکی یاست، تاسو باید د کار پیل کولو دمخه خپل کارګمارونکی ته لاندې اسناد وسپارئ:

  •  د هویت (ID)هر ډول سند
  • ستاسو د کډوالو دولتی اداری (SAR) ثبت کارت

عموما، مګر تل نه، کارګمارونکي کولی شي تاسو څخه وغواړي چې وسپاري: 

  • ستاسو د عمومي/کورني ډاکټر څخه طبی سند(سرتیفیکیت)
  • یو سند چې ستاسو ځانګړي مسلکي / تعلیمي وړتیاوې یا وړتیا ثابتوي (لکه ډیپلوم، سند، او داسی نور)
  • یو جرمي ریکارډ (تصدیق)

 د جرمي ریکارډ سند ترلاسه کولو څرنګوالي موندلو لپاره مهرباني وکړئ دلته کلیک وکړئ:

د جرمي ریکارډ سند(تصدیق)

د بانک حساب

 په بلغاریا کې اکثریت کارګمارونکي په میاشت کې یو ځل د خپلو کارمندانو معاشونه مستقیمآ د بلغاریوی بانکي حسابونو کی جمع کوی.

که تاسو دمخه کډوال یا بشردوستانه دریځ لرئ، تاسو کولی شئ د بلغاریا د اتباعو په شان د قوایدو او شرایطو سره سم یو بانکي حساب خلاص کړئ. په هرصورت، په عمل کې، ځینې وختونه غوښتونکي ممکن د دې کولو په برخه کې د ځینو ننګونو(چالشونو) سره مخ شي.

 که تاسو پناه غوښتونکی یاست او ستاسو کړنلاره لاهم په جریان کی ده، تاسو کولی شئ یو بانکي حساب خلاص کړي په دې پورې اړه لري چې آیا تاسو خپل ملي پاسپورت لرئ.

که تاسو بلغاریا ته د اعتبار وړ ملي پاسپورت سره راغلی یاست، تاسو احتمالا خپل پاسپورت دمخه SAR ته سپارلی وی. که داسې وي، تاسو کولی شئ دوی ته یو غوښتنه وسپارئ چې خپل پاسپورټ د لنډې مودې لپاره د بانکي حساب خلاصولو لپاره بیرته درکړئ.

 د بانکي حساب پرانیستلو په اړه اضافي معلومات تاسو دلته موندلی شئ:

 لاسرسی د تادیی حساب ته د لمومړني ځانګړتیاو سره

 که تاسو په بلغاریا کې د اعتبار وړ ملي پاسپورت نلرئ، د خپل احتمالي کارګمارونکي سره خبرې وکړئ او د خپل میاشتني معاش ترلاسه کولو لپاره د بدیل لارې په اړه موافقه وکړئ. تاسو کولی شئ د قانوني سازمانونو څخه هم مرسته وغواړئ. په دی اړه نور معلومات هم ترلاسه کړئ: 

حقوقي مرسته

دندې په بلغاریا کې

بلغاریا د بیکارۍ لوړه کچه لري. تاسو ممکن د دندې په لټه کې له ستونزو سره مخ شئ. په هرصورت، صوفیا په هیواد کې د بیکارۍ ترټولو ټیټه کچه لري.

وروستي سروې(نظرسنجی) او رسمي معلومات دا ښیي چې کډوال، د بشري دریځ لرونکي او پناه غوښتونکي اکثرا په لاندې 6 اقتصادي سکتورونو کې کار کوي:

  •  خواړه او معدې
  • تجارت
  • تولید
  • کلا، سیاحت، او ټولنیزه پاملرنه
  • ساختماني
  • د معلوماتي ټکنالوجۍ او تلیفون مرکزونه

د کار موندل طریقه په بلغاریا کی