BulgariaDSC_0129.jpg

تازه شوي معلومات نیټه په: 15/01/2023

ټیټ / کمترینه معاش په بلغاریا کې

اوس مهال، په بلغاریا کې، که تاسو 40 ساعته په اونۍ کې کار کوئ:-

  • لږترلږه ناخالص معاش په میاشت کې 933 لیوا  چې د  477 یورو په اندازه کیږي

  • لږ تر لږه خالص معاش په میاشت کې 704 لیوا  چې 370 یورو اندازه یې کیږي

لږترلږه خالص معاش هغه مقدار معاش دی چې تاسو  مالیات  او ټولنیز امنیت ونډې ستاسو له معاش څخه وضع یا کمولو وروسته تاسی ترلاسه کوئ.

که تاسو په مکمل وخت( فول ټایم) کې کار وکړی،  ستاسو معاش به ټیټ حد ته ونرسیږي. په اصل کې، لږترلږه ناخالص معاش هر کال لوړیږي.

د 18 کلونو څخه کم خلک

که تاسو د 18 څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ یوازې په ځینو شرایطو کې په بلغاریا کې کار وکړئ. ستاسو د کار مالک  باید:

  • د کار د اجازې غوښتنه د تفتیش د خدماتو اداره څخه وکړئ

  • مخکې له دې چې تاسو استخدام کړئ د خطر ارزونه وکړئ. مخکې لدې چې تاسو وګمارل شئ ، تاسو باید د ډاکټر لخوا د دندې دمخه بشپړ طبي معاینه هم وکړئ. او همدارنګه طبي راپور باید دا و ښایی چې ایا تاسو دا کار کولی شئ.

  • د کار ځای کې ستاسو د شخصي روغتیا او خوندیتوب په اړه لمړی باید ټول اړین اقدامات په هکله ډاډمن اوسي.

  • تاسو او ستاسو مور او پلار/ یا قانوني ساتونکي د کار پورې اړوند خطرونو او په کار کې پلي شوي روغتیا او خوندیتوب اقداماتو څخه  خبر کړئ (معمولا یوه اعلامیه لاسلیک کیږي کله چې خبرتیا ترسره کیږي)

په بلغاریا کې د کار کولو لږترلږه عمر 16 کاله تعیین شوي. مګر په استثنایی شرایطو کې، که یو څوک 15 کلن وي هم کار کولی شي.

کاري ساعتونه

معیاري کاري وخت په ورځ کې 8 ساعته ده، د 5 ورځو کاري اونۍ 40 ساعته ده. پدې کې د معمولآ 1 ساعت د غرمې وقفه شامله نه ده. د 18 کلونو څخه کم عمره ماشومانو د کار ساعتونه کم کړي دي.

د دې کاري وخت توپیرونه شتون لري. دا ستاسو د کار / قرارداد ډول پورې اړه لري له معیاره څخه یو څه توپیر کیدی شي ولری. د 18 کلونو څخه کم عمره ماشومانو د کار ساعتونه کم کړي دي.

د مالیاتو کچه او د ټولنیز امنیت ونډې

د ټولنیز امنیت د ونډې یا برخی مقدار چې تاسو له معاش څخه کم کړئ پدې پورې اړه لري:

  • ستاسو په دنده کې ستاسو میاشتنی معاش اندازه یا مقدار

  • په هغه کال کې چې تاسو زیږیدلی

  • د کار یا کارکوونګی کټګورۍ

  • نور عوامل

تاسو کولی شئ خپل خالص میاشتنی عاید د مالیې او محاسبې په پلیټ فارم کې محاسبه کړئ (یوازې په بلغاریوی ژبی کې شتون لري).

ستاسو ګمارونکی یا در کار مالک به په اوتوماتیک ډول ستاسو مالیه او ټولنیز امنیت ونډې یا برخه ستاسو له معاش څخه کموي، کله چې تاسو د کار د قرارداد په شتون او درلودلو سره کار کوئ.

د کار وخت پوره کیدل

که تاسو په بلغاریا کې په بشپړ یا مکمل وخت کار کوئ، لږترلږه کلنۍ تادیه شوي رخصتي 20 کاري ورځې دي. د کلنۍ تادیه شوي رخصتۍ حق ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید په بلغاریا کې لږترلږه د 4 میاشتو کاري تجربه ولرئ.

تاسو د بې معاشه رخصتۍ حق هم لرئ کوم چې معمولا د کار مالک یا ګمارونکي رضایت پورې اړه لري.

ملی عامه رخصتۍ ستاسو د کلنۍ تادیه شوي رخصتۍ په محاسبه کې شاملې ندي. په کال کې شاوخوا 14 ورځی عامه رخصتۍ شتون لري. تاسو کولی شئ دلته د ملي عامه رخصتیو لیست ومومئ.

د ملی عامه رخصتۍ په جریان کې د ترسره شوي کار لپاره ورځنی مزد لږترلږه ستاسو د عادي ورځني معاش دوه چنده وي.

د ناروغۍ د رخصتۍ معاش

کله چې تاسو د ناروغی رخصتۍ کاروئ یا استفاده ترینه کوي، تاسو د ټولنیز امنیت خساره مستحق یاست که تاسو لږترلږه 6 میاشتې کار ولرئ

د دې خطر لپاره په بلغاریا کې د ټولنیز امنیت تادیات یوازې استثنای حالت کي د کار حادثې یا د 18 څخه کم عمر کارمندانو لپاره د ناروغ رخصتۍ له امله د ناروغ رخصتۍ پورې اړه لري.

ستاسو د ناروغ رخصتۍ په لومړیو 2 ورځو کې، ستاسو کارمند یا د کار مالک باید تاسو ته ستاسو د اوسط ورځني ناخالص معاش 70٪ تادیه کړي. او پاتي وخت د ملي ټولنیز امنیت انسټیټیوټ تادیه کوي.

تاسو باید خپل کارمند ته د ناروغۍ سند وسپارئ. ستاسو کورنی داکټر (GP) یا بل طبي متخصص باید کار ته له راستنیدو سمدستي وروسته دا سند لاسلیک او ټاپه کړي.

روغتیا او ټولنیزه بیمه

ستاسو کارګمارونکي یا د کار مالک ستاسو د روغتیا بیمه او ستاسو ټولنیز بیمه دواړه د میاشتني قسطونو له لارې د بلغاریا ملي عوایدو ادارې ته ورکوي.

د کډوالو د روغتیا او بیمې وضعیت

د تشویقی پیسی یا بونس تادیه

که تاسو هغه هدفونه ترلاسه کړئ چې ستاسو ګمارونکي مشخص کړي او که تاسو په عامه یا د ښاروالۍ اداره کې کار کوئ، تاسو ممکن د بونس معاش ترلاسه کړئ.

په خصوصي سکټور کې د بونس ترلاسه کول هم معمول دي. په هرصورت، دا په بشپړه توګه د شرکت داخلي معاشونو مقرراتو او ستاسو د انفرادي استخدام قرارداد پورې اړه لري.

د بیکارۍ ګټې

تاسو کولی شئ یوازې په هغه حالت کي د بیکارۍ ګټې ترلاسه کړئ که تاسو په تیرو 18 میاشتو کې لږ تر لږه د 12 میاشتو لپاره کار کړی وي او همدارنګه بیمه یې کړې وي او ستاسو د کار د بیمه سیمه ایز دفتر سره د وزګار په توګه ثبت شوي وي.

په کار کې استحصال

که تاسو خپل معاش نه اخلئ یا کارګمارونکی یا د کار مالک ستاسو د روغتیا او خوندیتوب اړتیاوې په کار کې نه پوره کوي، نو تاسو د استحصال قرباني یاست. په دې حالت کې، تاسو کولی شئ د کار تفتیش خدماتو سره شکایت درج کړئ یا یو وکیل وګمارئ چې ستاسو په استازیتوب د محلي محاکمې محکمې ته دعوه وکړي. نور زده کړئ:

قانوني خدمتونه

قراردادونه په بلغاریا کې

په بلغاریا کې دوه ډوله قراردادونه شتون لري چې د کار د تادیې لپاره د اساس په توګه کارول کیږي.

د کار قرارداد:

  • د بلغاریا د کار قانون دا تنظیموي

  • دا د کاري ساعتونو، وقفې، مودې کې ټیټ انعطاف وړاندې کوي، مګر ډیر امنیت تضمینوي

  • دا کیدای شي د یوې ثابتې مودې یا دائمي لپاره وي

مدني تړون:

  • دا یو ډیر انعطاف وړ قرارداد دی چې د خدماتو د ترسره کولو لپاره کارول کیږي

  • دا لنډمهاله او ختمولی اسانه دي

  • دا د بلغاریا د کار قانون نه دی، بلکې د مکلفیتونو او قراردادونو قانون دی چې ستاسو او د کار ګمارونکي ترمنځ اړیکې د داسې تړون لاندې تنظیموي.

د کارموندنې یا ملکي قرارداد پرته د کار کولو موافقه مه کوئ! تاسو ممکن دا زړه راښکونکي ومومئ مګر دا ممکن تاسو ته د استثمار لوی خطر سره مخ کړي چې وروسته به تاسو د هغه حقونو څخه بې برخې شئ چې معمولا یو کس ته د تړون لاندې یا د قرارداد په اساس کار کولو ورته تضمین کیږي.

د تقاعد سیسټم

په بلغاریا کې د تقاعد سیسټم د اجباري تقاعد بیمې د عامه سیسټم ترکیب، د اضافي اجباري تقاعد سکیمونو یا شکلونه او اضافي رضاکارانه تقاعد سکیمونو پر بنسټ استوار دی.

په اصل کې، خلک د تقاعد مستحق دي کله چې دوی د یو ټاکلي عمر ته ورسیږي او د کار تجربه لري. د 2024 کال لپاره، د نارینه وو لپاره د تقاعد عمر 64 کاله او 7 میاشتې دی (د 39 کلونو او 6 میاشتو کاري تجربې سره) په داسې حال کې چې د ښځو لپاره دا 62 کاله او 2 میاشتې (د 36 کلونو او 6 میاشتو کاري تجربې سره). دا عمر به شاید په راتلونکو کلونو کې افزایش وکړي. تاسو کولی شئ د هغه کال لپاره د تقاعد عمر وګورئ چې تاسو به دلته تقاعد شئ.

لومړنی تقاعد یوازې د هغو خلکو لپاره ممکن دی چې په خطرناکو او غیر صحي شرایطو کې کار کوي یا د ځانګړو ډلو لکه ښوونکي، اردو او پولیس افسرانو لپاره.

ګوښه کول یا منفک کول

د ګوښه کولو په صورت کې ستاسو حقونه به د هغه تړون ډول پورې اړه ولري چې تاسو د ګمارونکي سره لرئ. دا مهمه ده چې تاسو د لاسلیک کولو دمخه خپل تړون په ښه او احتیاط سره ولولئ ترڅو تاسو د خپلې دندې اړوند ټولو اړخونو څخه خبر یاست.

نور اړین معلومات

  • تاسو حق لرئ چې د کار په ځای کې ستاسو د کار ګمارونکي او همکارانو لخوا مساوي چلند وشي.

  • د کار په ځای کې مستقیم یا غیر مستقیم تبعیض په کلکه منع دی.

  • ستاسو کارګمارونکي باید تاسو ته په هغه نیټه یا ستاسو په قرارداد کې ټاکل شوي مهال ویش کې موافقه شوي معاش تادیه کړي.

  • تاسو د ناسمې ګوښه کولو په وړاندې د خوندیتوب حق لرئ.

  • تاسو حق لرئ چې د خپل کارګمارونکی یا د کار مالک څخه د منصفانه او هدفي سپارښتنې غوښتنه وکړئ په هغه صورت کې چې تاسو پریکړه وکړه چې د بلې دندې لپاره غوښتنه وکړئ.

  • تاسو د وقفې حق لرئ. ستاسو کارګمارونکی باید د کاري ورځې په جریان کې د 1 یو وخت ډوډی خوړلو وقفه چمتو کړي کوم چې باید د 30 دقیقو څخه کم نه وي.

  • که تاسو پناه غوښتونکی یاست، ستاسو د راجسټریشن کارت د اعتبار ختمیدل ستاسو د کار کولو قانوني حق پای ته رسیدو سره مساوي ندي. تاسو باید خپل تمدید شوي راجسټریشن کارت راټول کړئ کوم چې د 3 میاشتو مودې لپاره نوي کیدی شي.