IMG_20200508_110503.jpg

تازه شوي نیته : 27/11/2023

ستاسو د روغتیا بیمې تادیه کول تاسو ته حق درکوي چې یو عمومي ډاکټر (GP) غوره کړئ. که تاسو یو انتخاب نه وي کړی تاسو کولی شئ خپل عمومی ډاکټر GP انتخاب کړئ

ستاسو د روغتیا بیمې تادیه کول تاسو ته حق درکوي چې یو عمومي ډاکټر (GP) غوره کړئ. که تاسو یو انتخاب نه وي کړی تاسو کولی شئ خپل عمومی ډاکټر GP انتخاب کړئ پداسې حال کې چې ستاسو د نړیوال محافظت غوښتنلیک اوسي ستاسو په هکله بیاکتنه کیږي.، تاسو کولی شئ وروسته له دې چې تاسو ته په بلغاریا کې مهاجر یا بشردوستانه وضعیت یا لنډمهاله خوندیتوب درکړل شي تاسي کولی شئ عمومی ډاکټر انتخاب کړئ.

د پناه غوښتونکي په توګه، ستاسو روغتیا بیمه د کډوالو لپاره د دولتي ادارې لخوا ارایه کیږي.

یوځل چې کډوال یا بشردوستانه وضعیت ترلاسه کړئ، تاسو مکلف یاست چې د خپل میاشتنی روغتیا بیمې قسطونه تادیه کړئ، که تاسو پخپله کارمند یاست او یا وزګار یاست. په هرصورت، مخکې له دې چې تاسو تادیه پیل کړئ، تاسو باید د ملي عوایدو ادارې سره د 7 پاڼو لرونکي فورمه (اظهارنامه) ثبت کړئ.

که تاسو لنډ مهاله محافظت لرئ او تاسو عمرونه د ښځو د 18 - 63 او د نارینو د  18 - 65 کالو پوری وي، او دولت نه ستاسو لنډ مهاله خوندیتوب  ترلاسه کړی وي د هفي نیټې څخه د 90 ورځو لپاره تاسو ته روغتیا بیمه درکول کیږي، او یا د اپریل د میاشتي له 26 نیټه څخه که تاسو لنډمهاله خوندیتوب ترلاسه کړی وي او د هفي نیته نه دا 90 ورځې پای ته ورسیږي، تاسو باید خپل روغتیا بیمه ورکړئ. په هرصورت، مخکې له دې چې تاسو تادیه پیل کړئ، تاسو باید د ملي عوایدو ادارې ته د 7 پاڼو لرونکي فورمه (اظهارنامه) ثبت کړئ.

د 18 کالو څخه کم عمره ماشومانو او د 63 څخه پورته د میرمنو لپاره او د 65 څخه ډیر عمر لرونکي نارینه لپاره چې لنډمهاله محافظت لري، د روغتیا بیمې مرستې د موقتي محافظت ټولې مودې لپاره د دولت لخوا تادیه کیږي.

که تاسو د روغتیا بیمې 3 قسطونه تادیه کړئ نه وي ، تاسي خپل د بیمي حقوق له لاسه ورکوئ،  دا حقوق به وروسته له هغه بیرته در کول شي چې تاسو د اړوندو تیرو وختونو پاتي قسطونه تادیه کړئ.

تاسو کولی شئ د خپل روغتیا بیمې حالت او د روغتیا بیمې د قسطونو اندازه او ارقام  د ملي عوایدو ادارې په ویب پاڼه کې وګورئ.

تاسو ولې عمومی ډاکټر GP ته اړتیا لرئ؟

ستاسو عمومی ډاکټر GP څوک دي :

  • هفه څوک چې ستاسو عمومي طبي حالت معاینه او تعقیبوي، منظم معاینات کوي، په واجب توګه واکسینونه او د کوچنیو او عادی ناروغیو درملنه کوي (لکه زکام  او نور تنفسي او ساری ناروغي).

  • هفه څوک چي ستاسو د ناروغیو ډیجیټل ریکارډ ساتي.

  • کله چې تاسو روغتیایی مسله لرئ له چا سره اړیکه ونیسئ او تاسو طبي مشورې، د کور او یا روغتون درملنې ته اړتیا لرئ.

  • هقه څوک دی چی کولی شي تاسو ته درمل درکړي کله چې تاسو ورته اړتیا لرئ.

  • هغه څوک چي کولی شي تاسو ته د یو متخصص (لکه د سترګو متخصص، د پوزې او ستوني متخصص، د داخلي ناروغیو متخصص) لپاره بلي طبي څانګی ته تاسي راجع کړي که چیرې تاسو یو ځانګړی طبي حالت ولرئ چې نور معاینې ته اړتیا وي.

کله چې تاسو راجع کړل شي، د متخصص(بل ډاکټر) دفتر کې به تاسو یوازې د کارونکي فیس تادیه کوی نه د درملنې ټول مصرف.

  • هفه څوک دی چي کولی شي تاسو ته د لنډمهاله کاري وړتیا لپاره سند درکړي، که تاسو د کار قرارداد لاندې کار کوئ.

د مریضي رخصت اخیستل په بلغاریا کې

دا سند تاسو ته حق درکوي چې کار ته لاړ نه شئ ځکه چې تاسو ناروغ یاست. په دې توګه به تاسو د غیر حاضرۍ لپاره د ملي روغتیا بیمې تخصیص (فنډ) لخوا مالي خساره ترلاسه کړئ.

په بلغاریا کې د کار حقونه

آیا تاسو باید خپل عمومی ډاکټر GP ته د لیدو لپاره فیس ورکړئ؟

هرکله چې تاسو خپل ډاکټر ته مراجعه کوی تاسو باید فیس ورکړئ - 2.90 لیوی (نږدې 1.50 یورو).

د عمومی ډاکټر GP  لیدنې د لاندی کسانو لپاره وړیا دي:

  • ماشومان لپاره

  • امیندواره میرمنې او میرمنې د زیږون وروسته په لومړیو 45 ورځو کې.

امیندواره میرمن

  • هغه کسان چې ټولنیزې مرستې او د بیکارۍ جبران ترلاسه کوي.

  • هغه کسان چې د سرطان په ناروغیو اخته وي او یا نوری داسي .

متقاعدین ( تقاعد کوونکی کسان ) به د 1 لیونه کم فیس ورکوي.

څنګه یو عمومی ډاکټر GP غوره یا انتخاب کړئ؟

تاسو اختیار لري چې هر هغه څوک غوره کړئ چې تاسو غواړئ  چي ستاسي عمومی ډاکټر GP شي. د ملي روغتیا بیمې تخصیص  یا فنډ (NHIF) ویب پاڼه کې تاسو کولی شئ د عمومي متخصصینو لیست ومومئ چې د NHIF سره یې تړون لاسلیک کړی.

د ډاکټر GP موافقه دمخه ترلاسه کړئ ځکه چې ځینې ډاکټران ډیر ناروغان لري او نه غواړي نوي ثبت کړي.

که تاسو د 18 کلونو څخه کم عمر لرئ یوازې ستاسو مور او پلار یا سرپرست کولی شي ستاسو ته عمومی ډاکټر GP غوره کړي.

وروسته له دې چې تاسو عمومی ډاکټر GP غوره کړئ، تاسو باید د راجستریشن فورمه ډکه کړئ چې نوم یې "د عمومي ډاکټر د ابتدايي انتخاب لپاره د راجستریشن فورمه" نومیږي او هغه عمومی ډاکټر GP ته وړاندې کړئ چې تاسو یې غوره کړی وي.

تاسو کولی شئ دا د راجستریشن فورمه له اړوند کلینیک څخه ترلاسه کړئ یا د NHIF ویب پاڼې څخه ډاونلوډ کړئ.

یوځل چې تاسو د عمومی ډاکټر GP لپاره لاسلیک وکړئ، ډاکټر به تاسو په خپل لیست کې ثبت کړي او ستاسو ته به د ناروغی  دوسیه (فایل) چمتو کړي. تاسو ته به د شخصي روغتیا بیمې کتاب هم درکړل شي، کوم چې تاسو د ډاکټر یا د غاښونو ډاکټر د لیدو په وخت کي ورته اړتیا لرئ.

که تاسو د خپل اوسني عمومی ډاکټر GP څخه راضي نه یاست نو څه باید وکړی؟

تاسو حق لرئ چې هر کال د جون د میاشتي د لمړی نیټه څخه تر 30 پورې او د دسامبر د میاشتي د لمړي نیټه څخه تر 31 دسمبر پورې خپل عمومي ډاکټر بدل کړئ.

تاسو کولی شئ خپل عمومی ډاکټر GP بدل کړئ پرته لدې چې دا د جون یا دسمبر میاشت وي یوازې په لاندې قضیو کې:

  • کله چې زه ستاسو اوسنی پته یا آدرس بدلوم.

  • کله چې ستاسو عمومی ډاکټر GP د تل لپاره نشي کولی طبي خدمات چمتو کړي (د 20 ورځو څخه ډیر وخت لپاره) د بیلګې په توګه د جدي ناروغۍ له امله، او یا دا نیګړتیاوی د ملي روغتیا بیمې فنډ لخوا رامینځته شوې وي .

  • کله چې طبي اداره (روغتون) چیرې چې ستاسو عمومی ډاکټر GP کار کوي د سیمه ایز روغتیا بیمې فنډ (RHIF) سره تړون ونلري.

  • کله چې ستاسو عمومی ډاکټر GP د NHIF سره خپل قرارداد فسخ کړی وي.

څوک کولی شي تاسو سره د عمومی ډاکټر GP په انتخاب کې مرسته وکړي؟

تاسو کولی شئ د کډوالو لپاره د دولتي ادارې د کارمندانو یا د بلغاریا سره صلیب ټولنیز کارمندانو څخه وغواړئ چې تاسو سره د عمومی ډاکټر GP د انتخاب لپاره او لاسلیک کولو کې مرسته وکړي.

بلغاریي سور صلیب(بی ار سی) خدمت

بیړني یا اضطراری حالتونه:

په یاد ولرئ چې حتی که تاسو خپل روغتیا بیمه نه ده ورکړې، تاسو حق لرئ چې د ژوند ګواښونکي حالتونو کې وړیا بیړنۍ طبي مرستې ترلاسه کړئ. که دا قضیه وي، 112 ته زنګ ووهئ. نور معلومات ترلاسه کړئ: