دغه معلومات د نومبر په 16 د 2023 کال کی تازه شوی ده

که تاسو یو معلول کس یاست چې په بلغاریا کې نړیوال یا لنډمهاله خوندیتوب ترلاسه کړي وي، تاسو د بلغاریا د معلولیت لرونکو وګړو او خلکو په څیر یوشان حق لرئ. تاسو حق لرئ چې په بلغاریا کې ټولنیز، مالي او شخصي مرستې غوښتنه وکړي. په هرصورت، د خپلو حقونو د کارولو لپاره، تاسو باید چې خپل معلولیت د بلغاریا د وړ چارواکو په پریکړې سره ثابت کړئ - د سیمه ایز متخصص طبي کمیسیون (په بلغاریا کې، دا کمیسیونونه TELK په مخفف ویل یادیږي) یا د ملي متخصص طبي کمیسیون لخوا (په بلغاریا کې – NELK په نامه یادیږي). دا مقاله به تاسو ته د دغه کړنلاره لارښوونه وکړي.

TELK/NELK څه کوي؟

TELK او NELK تاسیس شوي:

  • د 16 کالو څخه کم عمره ماشومانو او د تقاعد شویو خلکو د معلولیت ډول او درجې؛

  • د 16 څخه پورته د خلکو کاري ظرفیت یا وړتیا د تل لپاره کم شوی؛

  • آیا دا ناروغي ستاسو د کاري شرایطو له امله رامنځته شوې ده.

په هیواد کې ډیری سیمه ایز کمیسیونونه شتون لري او یوازې یو ملي کمیسیون (NELK)، چیرې چې تاسو د TELK پریکړې پروړاندې مراجعه او شکایت کوئ. تاسو کولی شئ یوازې TELK ته مراجعه کولي شئ که تاسو طبي حواله ولرئ.

تاسو ولې د TELK/NELK پریکړې ته اړتیا لرئ؟

د TELC/NELC پریکړه به تاسو ته اجازه درکړي چې په بلغاریا کې د اعتبار په موده کې ټولنیز، مالي او شخصي مرستې وغواړئ. که تاسو یو معلول ماشوم لرئ، تاسو کولی شئ په بلغاریا کې د ماشومانو لپاره د ټولنیزې مرستې په اړه زموږ مقاله ولولئ، دغه برخه "د معلولیت لرونکي ماشوم پالنه تر 18 کلنۍ پورې یا تر 20 کلنۍ څخه ډیر نوي ځانګړی شوي".

د TELC او NELC لخوا د معلولیت تثبیت کیدل او بیا رامینځته کولو لپاره کړنلاره/طرزالعمل وړیا دی.

څوک کولی شي تاسو د TELK کمیسیون ته راجع کړي؟

په ډیرو مواردو کې، دا به ستاسو عمومي ډاکټر GP وي. ستاسو GP به تاسو معاینه کړي او که دوی فکر وکړي چې تاسو معیوبیت لرئ، دوی به تاسو TELK ته راجع کړي. که تاسو GP ونلرئ، دا مقاله ولولئ:

  ډاکټر / یا GP  لپاره راجستریشن

که تاسو GP یا عمومي داکټر نلرئ مګر تاسو د درملنې لاندې یاست، هغه ډاکټر چې ستاسو درملنه ترسره کوي کولی شي تاسو TELK ته راجع کړي کله چې تاسو کي د دایمي معیوبیت نښې ښکاره کړئ کوم چې تراوسه ندي را ښکاره شوي.

مهم! ستاسو ډاکټر باید تاسو TELK ته راجع کړي حتی که تاسو د میاشتنۍ روغتیا بیمې قسطونو تادیه کړي. په هرصورت، که تاسو روغتیا بیمه نه لرئ، تاسو باید د طبي معاینې موخو لپاره ترسره شوي معاینې او مشورې لپاره بشپړ لګښت ورکړئ.

 د طبي مشورتي کمیټه (په بلغاریوی کې ورته LKK ویل کیږي) هم کولی شي تاسو TELK ته راجع کړي که تاسو د 180 ورځو لپاره د ناروغۍ په رخصتۍ کې یاست او چي ستاسو د تل لپاره د کار د ناتواني ظرفیت نښې ښکاره کوئ.

اړین اسناد

د دې لپاره چې خپل معلولیت تثبیت کړئ، تاسو باید TELK ته وسپارئ:

1. تاسو کولی شئ د غوښتنلیک د فورمه نمونه دلته په بلغاریا کې ومومئ؛

2. ستاسو د GP لخوا صادر شوی طبي حواله؛

3. ستاسو د معلولیت په اړه طبي اسناد - د بیلګې په توګه، په روغتون کې د داخلیدو ریکارډونه؛ ستاسو د ناروغۍ په ساحه کې د متخصصینو لخوا د معایناتو څخه د بهر بستر کارت؛ وروستي لابراتوار ازموینې او د متخصصینو سره مشورې چې موجوده ناروغۍ او پیچلتیاوې مستند او ښکاره کوي؛

4. د زیږون سند اصلي او یوه کاپي، په هغه صورت کې چې تاسو د 16 کالو څخه کم ماشوم یاست.

تاسو کولی شئ اسناد په خپله یا د هغه چا له لارې وسپارئ چې تاسو د څارنوالۍ د نوټری شوي با صلاحیت اداره  لخوا تایید شوي وي، یا ستاسو د قانوني استازي یا نماینده له لارې.

دوی باید د سیمه ایز طبي معاینې راجستر ته وسپارل شي، کوم چې به یې TELK ته واستوي. اسنادونه د جواز لرونکي پوستي آپریټر له لارې په شخصي توګه په میز کې هم سپارل کیدی شي یا په بریښنایی ډول د وړ بریښنایی لاسلیک سره سپارل کیدی شي.

ستاسو GP باید ستاسو د طبي راجع کولو لپاره ستاسي تصدیق شوي صحی نتایجو کاپي ګاني د مشورې او معایناتو د پایلو تصدیق شوي کاپي ګاني چې د TELK سره ستاسو له لیدنې دمخه په تیرو 12 میاشتو کې ترسره شوي وي ولیږي او که چیرې دوی سره ستاسو د GP لخوا ساتل شوي طبي ریکارډونو شتون ولري نو په دې حالت کې، تاسو اړتیا نلرئ بیا ورته ازموینې یا تیستونه ترسره کړي. ستاسو ډاکټر به تاسو ته ووایي چې ستاسو د طبي حالت په اړه کوم نور معاینات ته اړتیا لرئ او کوم اسناد چمتو کولو ته اړتیا لرئ.

مهم! ستاسو طبي اسناد باید د TELK سره ستاسو د ملاقات دمخه د تیرو 12 میاشتو څخه وروسته صادرشوی وي. TELK کولی شي له تاسو څخه وغواړي چې د لومړنیو اسنادو له وړاندې کولو وروسته نورو کومو ازموینو یا تیستونه وکړي.

د TELK کوم کمیسیون ته کولي شي لاړ شئ؟

ستاسو د ډاکټر لخوا طبي راجع کیدل تاسو ته حق درکوي چې ستاسو د دایمي یا اوسني پته TELK کمیسیون ته لاړ شئ یا تاسو د پته کارت لرئ (د لنډمهاله محافظت خلکو لپاره) کولی شئ د خپل بلغاریوی شناخت کارت یا د خپل پته کارت په ښودلو سره خپل دایمي پته ثابت کړئ.

مهم! تاسو باید د ازموینې لپاره د خپلو اسنادو سپارلو دمخه لږترلږه 3 میاشتې په پته کې راجستر شئ.

که تاسو په روغتون یا کور کې د 30 ورځو څخه زیات درملنه شوی یاست او ستاسو طبي حالت تاسو ته اجازه نه ورکوي چې TELK ته لاړ شئ، بیا تاسو په کور یا روغتون کې معاینه کیدلای شئ. په دې حالت کې، ستاسو GP باید ووایی چې تاسو نشئ کولی TELK ته لاړ شئ یا د دې هدف لپاره صادر شوي طبي حواله کې.

د TELK د پریکړي صادرول

ستاسو د TELK د پریکړه باید ستاسو د ټولو اسنادو سپارلو څخه په 3 میاشتو کې چمتو وي.

معمولا، کله چې ستاسو معیوبیت د لومړي ځل لپاره راښکاره شي، تاسو څخه به وغوښتل شي چې د ازموینې لپاره TELK ته حاضر شئ.

د کاري ظرفیت دایمي کموالی په اړه د TELK پریکړه کي لاندي مواردونه شامل دي:

  1. د سالم شخص په پرتله په سلنه کې د تل پاتې کاري ظرفیت کچه؛

  2. د شخصي مرستې اړتیا او د هغې موده؛

  3. د معلولیت موده او هغه نیټه چې د معلولیت ټاکل شوې موده پای ته رسیږي؛

  4. د دایمي کم شوي کاري ظرفیت د پیل نیټه؛

  5. د کار په جریان کي حادثه، مسلکی ناروغۍ، او داسې نور له امله د معلولیت او د کار لپاره د ناتوانۍ ترمنځ ارتباط؛

  6. د معلولیت او کاري شرایطو ترمنځ اړیکه؛

  7. د کار شرایط مطابق طبعي تداوي

  8. آیا تاسو د کار ځای لپاره مناسب یاست او د کار ځای سمون ته اړتیا لرئ - په هغه صورت کې چې TELK دا وټاکي چې ستاسو معلولیت 50٪ یا ډیر دی؛

  9. د ناروغۍ نوعیت - حرفوي یا عمومي.

د TELK پریکړه د 16 کلونو څخه کم عمر ماشومانو او لویانو د معلولیت ډول او درجې په اړه لاندی موارد شامل دي:

  1. د معلولیت کچه د فیصدی په توګه د سالم شخص په پرتله؛

  2. د شخصي مرستې اړتیا او د هغې موده؛

  3. د معلولیت موده او هغه نیټه چې د TELK پریکړه پای ته رسیږي؛

  4. د معلولیت نیټه؛

  5. د لا نورې څارنې او بیارغونې لپاره سپارښتنې.

TELK کولی شي دا معلومه کړي چې تاسو د خپل TELK پریکړې مودې لپاره یا د معلولیت او پراختیا پورې اړه لري د لنډې مودې لپاره شخصي مرستې ته اړتیا لرئ. په هر حالت کې، د شخصي مرستې موده د 6 میاشتو څخه کم نه وي.

تاسو کولی شئ د TELK پریکړه په څو لارو ترلاسه کړئ:

  • په شخصی ډول

  • د یو شخص له لارې چې تاسو یې د با صلاحیت څارنوالۍ تایید شوي لخوا چي د ترلاسه کولو اختیار لرئ

  • د قانوني استازي له لارې - د بیلګې په توګه د معلولیت لرونکي ماشوم پلار

  • د تحویلي خبرتیا سره د پوسټ له لارې

تاسو حق لري چي د TELK پریکړې په وړاندې اپیل یا استیناف غوښتنه وکړي

که تاسو د TELK پریکړې سره موافق نه یاست، تاسو کولی شئ د ملي متخصص طبي کمیسیون (NELK) په وړاندې د 14 ورځو په ترڅ کې د خپلې پریکړې د ترلاسه کولو له ورځې څخه د اپیل غوښتنه وکړئ. تاسو باید خپل اعتراض/اپیل د سیمه ایز روغتیا تفتیش ته وسپارئ، کوم چې به یې NELK ته واستوي.

مهم! NELK یوازې په استیناف کې پورته شوي ادعاګانو باندې پریکړه کوي. ستاسو د استیناف په اړه د مرستې لپاره د وکیل څخه مرسته وغواړئ:

په بلغاریا کې څنګه یو ښه وکیل پیدا کړو

د مرستې غوښتنه وکړئ

NELK کولی شي په بشپړه یا جزوي توګه د TELK پریکړه لغوه کړي او د بیاکتنې لپاره لارښوونې سره TELK ته بیرته ورکړي.

NELK د هغو ناروغیو په اړه پریکړه نه کوي چې د TELK پریکړې وروسته پیښ شوي وي

NELK کولی شي د TELK پریکړه هم لغوه کړي او یوه نوی صادر کړي که چیرې TELK ستاسو د دایمي کم شوي کاري ظرفیت سلنه یا فیصدی یا د نیمګړتیا ډول او درجې په غلط ډول ټاکلې وي.

NELK هم کولی شي پریکړه وکړي چې د TELK پریکړه سمه ده.

NELK ستاسو د طبي اسنادو ترلاسه کولو نیټې څخه د 3 میاشتو دننه خپله پریکړه خپروي.

تاسو کولی شئ د NELK د پریکړې په وړاندې د اداري محکمې په وړاندې د خپلې اوسنۍ پتې سره سم د 14 ورځو دننه د پریکړې څخه خبر شئ.

د TELK او NELK پریکړو اعتبار

عموما د TELK او NELK پریکړې د 1 څخه تر 3 کلونو پورې اعتبار لري ستاسو د معلولیت نوعیت، د هغې پراختیا او د بیا رغونې امکانات پورې اړه لري.

د TELK/NELK پریکړې اعتبار چې د حرفوي ناروغۍ ټاکي 3 کاله ده.

مهم! لږترلږه 3 میاشتې مخکې له دې چې ستاسو د پریکړې اعتبار پای ته ورسیږي، تاسو اړتیا لرئ چې بیا د خپل معلولیت رامینځته کولو کړنلارې ته لاړ شئ. که چیری ستاسو روغتیایی حالت د وخت په تیریدو سره د ښه کیدو امکان ونلری، TELK/NELK باید یوه پریکړه صادره کړی چی د نامعلوم وخت لپاره اعتبار لری. د نامعلومې مودې لپاره پریکړه هم د متقاعد خلکو لپاره صادریږي چې د زاړه عمر تقاعد ترلاسه کوي.