دغه مقاله په08.01.2024نیټه کې تازه شوی ده

په بلغاریا کې، د هغو خلکو لپاره د کورنۍ مرستې ډیری ډولونه شتون لري چې د ماشومانو پاملرنه کوي. په دې مقاله کې موږ د کورنۍ مرستې ځینې یو اړخیز او میاشتني فرصتونو لیست چمتو کړی، چې تاسو کولی شئ د یو کس په توګه د کډوال یا بشردوستانه وضعیت یا که تاسو په بلغاریا کې لنډمهاله خوندیتوب لرئ درخواست وکړئ. دا لیست بشپړ ندی. موږ به تاسو مالي ملاتړ ته هم معرفي کړو چې زده کونکي یې ترلاسه کولی شي، که چیرې دوی په بلغاریا کې د مور او پلار پرته وي او د استوګنې د پاملرنې خدمت کې ځای پرځای شوي وي.

څوک کولی شي د ماشومانو لپاره د کورنۍ مرستې ترلاسه کړي؟

  • د ماشوم مور او پلار/واحد والد یا والده.

  • یو خپلوان / خپلوان پالونکی چې په ابتدايي توګه د ماشوم پالنه او ساتنه کوي

  • یوه پالونکې کورنۍ چې د ماشوم پالنه کوي.

  • د منلو وړ یا رضاعی مور او پلار

  • قانوني ساتونکي

کله چې له یو څخه زیات کسان د ماشوم پالنه کوي، نو یوازې یو یې کولی شي د کورنۍ مرستې لپاره غوښتنه وکړي (د بیلګې په توګه، یوازې یو له والدینو څخه)

د کورنۍ یوځل مرسته د هغو ماشومانو لپاره چې ښوونځي ته ځي

د دې ډول مرستې موخه دا ده چې تاسو سره د ښوونځي د کال په پیل کې د ځینې لګښتونو پوښلو کې مرسته وکړئ لکه (د کتابونو، سټیشنري یا قرطاسیه، او جامو اخستل) ستاسو د ماشوم لپاره چې په بلغاریا کې په دائمي توګه اوسیږي او د ماشوم د ساتنې خدماتو لخوا د کورنۍ چاپیریال څخه بهر ځای نه لري.  دا ډول مرستې له لومړي ټولګی څخه تر څلورم ټولګي او تر اتم ټولګي پورې ماشومانو ته ورکول کیږي.

تاسو کولی شئ د دې مرستې لپاره د هر ښوونیز کال په پیل کې غوښتنه وکړئ مګر د ښوونځي کال له پیل څخه یوه میاشت وروسته - تر 15 اکتوبر پورې. د هر ټولګي لپاره، تاسو باید په جلا توګه غوښتنه وکړئ.

تاسو کولی شئ په 2 قسطونو کې د 300 لیوا به اندازه مالي مرسته ترلاسه کړئ. وروسته له دې چې تاسو د مرستې لپاره تصویب یا تایید شوي بیا پورته پیسو څخه 50٪ سلنه تادیه کیږي. پاتې برخه د دویم ښوونځي دورې په پیل کې ورکول کیږي.

مهم! تاسو باید هغه مرستې بیرته ورکړئ چې تاسو ترلاسه کړي که چیري:

  1. دا ثابته شوه چې ستاسو ماشوم په ښوونځي کې نه دی شامل شوی یا د ښوونځي په دویمه دوره کې خپلې زده کړې ته دوام نه ورکوي پرته لدې چې دا ستاسو د ماشوم د روغتیایی حالت له امله ناممکن وي.

  2. ستاسو ماشوم د ښوونیز کال په 1 میاشت کې پرته له معتبراو معقول دلیلونو څخه د ښوونځي له 5 ټولګیو ساعتونه څخه غیر حاضر شوی وي.

د دې لپاره چې ثابته کړي چې یو معتبر دلیل شتون لري، تاسو او ستاسو ماشوم باید د ټولګي ښوونکي ته د ډاکټر څخه یو طبي یادداشت یا تصدیق ورکړئ (که ماشوم ناروغه وي) یا د اړونده سپورت/هنر کلب څخه یو یادداشت چې هغه یاداشت یا تصدیقی لاسلیک کړي وي او وښايی چی د دې له امله دوی ښوونځي ته نه وو تللي.

وګورئ چې تاسو څنګه کولی شئ لاندې برخه کې درخواست وکړئ "زه څنګه کولی شم د دې ډول کورنۍ مرستې لپاره غوښتنه وکړم؟".

د میاشتنۍ کورنۍ مرستې ډولونه

دا هغه کورنۍ مرستې دي، چې تاسو هره میاشت ترلاسه کولی شئ. دا ډول میاشتنۍ مرستې د دې لپاره چمتو کیږي:

  • د هغه ماشوم پالنه چې ښوونځي ته ځي، تر 18 کلنۍ پورې یا د 20 کلونو څخه ډیر عمر ونه لري

  • د دائمي معیوبیت لرونکي ماشوم پالنه

د هغه ماشوم پالنه چې ښوونځي ته ځي، تر 18 کلنۍ پورې یا د 20 کلونو څخه ډیر عمر ونه لري

دا میاشتنۍ مرسته هغو ماشومانو ته ورکول کیږي چې تر اوسه یې له لیسې څخه نه وی فارغ شوي. وروسته له دې چې دوی د لیسې څخه فارغ شول یا په ورته وخت کې 21 کلن شوي، مرستې پای ته رسیږي. په هرصورت، تاسو د میاشتنۍ مرستې مستحق یاست که ستاسو ماشوم د 18 کلنۍ څخه مخکې د لیسې څخه فارغ شي.

تاسو د دې مرستي تادیې مستحق یاست که چیری:

  1. په تیرو 12 میاشتو کې ستاسو د کورنۍ د هر غړي اوسط میاشتنی عاید د 710 لیوا څخه کم یا مساوي دی.

په دې حالت کې، تاسو په بشپړه توګه مالي مرستې ترلاسه کوئ (لاندې وګورئ). که ستاسو اوسط عاید د 710,01 لیوا او 810 لیوا  ترمنځ وي، تاسو ته به یوازې د بشپړ مقدار څخه 80٪ سلنه درکړل شي.

تاسو اړتیا نلرئد حداکثر عاید لپاره دا اړتیا پوره کړئ که چیری:

  • ستاسو ماشوم دايمي معيوبيت لري.

  • ماشوم د خپلوانو او دوستانو لخوا لوی شوی.

  • ماشوم د رضاعی کورنۍ لخوا لوی شوی.

  • د ماشوم مور او پلار مړ شوی وي او د خپل واحد پالونکي والدین لخوا لوی شوی، پرته له دې چې دوی د ژوندي پاتې کیدو تقاعد وړ وي.

  1. ستاسو ماشوم د تل لپاره په هیواد کې اوسیږي.

  2. ستاسو ماشوم د ماشوم د خوندیتوب خدماتو لخوا د کورنۍ له کوره بهر د لویولو لپاره نه و.

  3. ستاسو ماشوم په منظم ډول وړکتون یا ښوونځي ته ځي پرته لدې چې د دوی روغتیایی وضعیت ورته اجازه ورنکړي.

  4. ستاسو ماشوم ټول اړین واکسینونه لري او د ټولو لازمي طبي معایناتو څخه تیر شوي.

د مالي مرستې بشپړ مقدار چې تاسو یې ترلاسه کولی شئ دا دي:

  • 50 لیوا- د یوې کورنۍ لپاره چې یو ماشوم لري

  • 110 لیوا- د یوې کورنۍ لپاره چې دوه ماشومان لري

  • 165 لیوا- د یوې کورنۍ لپاره چې درې ماشومان لري

  • 175 لیوا- د یوې کورنۍ لپاره چې 4 ماشومان لري، په دې توګه د هر بل ماشوم لپاره د 20 لیوا مرستې زیاتیږي.

  • 75 لیوا د یوې کورنۍ لپاره چې دوه دوه ماشومان جوړ زیږوي-

دا مرستې لغوه کیدی شي که چیری:

  • د دې مرستو د ورکولو شرایط او وخت نور شتون نلري یا تاسو اړتیاوې او شرایط نه پوره کوئ.

  • د ماشوم د ساتنې خدمتونه د ماشوم د کورنۍ څخه بهر د ځای په ځای کولو لپاره اقدامات ترسره کړی.

  • ستاسو ماشوم مخکینی ښوونځي ته ځي او د یوې میاشتې په اوږدو کې د باوري وړ یا با عتباره دلیل پرته د 3 ورځو څخه زیات غیر حاضرشوی وی.

  •  ستاسو ماشوم ښوونځي ته ځي او د ښوونځي کال په یوه میاشت کې پرته له کوم معتبر او معقول دلیل څخه د ښوونځي له 5 ټولګیو ساعتونه څخه غیر حاضر شوی وی.

په دې حالت کې، میاشتنۍ مرستې د پای ته رسیدو وروسته د 1 کال څخه مخکې بیرته ورکول کیدی شي.

  • کله چې ستاسو ماشوم مور او پلار شي، مګر دا چې دوی په منظمه توګه ښوونځي ته ځي. بیا، دوی د یو وخت تخصیص حق لري.

لاندې برخه کې وګورئ چې څنګه درخواست وکړئ "زه څنګه کولی شم د دې ډول کورنۍ مرستې لپاره غوښتنه وکړم؟".

د معلولیت لرونکي ماشوم پالنه تر 18 کلنۍ پورې یا له 20 کلونو څخه ډیر عمر ونلری

د پورته ذکر شویو ټولو شرایطو لاندی تاسو کولی شئ میاشتنۍ مرستې ترلاسه کړئ که چیری ستاسو ماشوم دائمي معلولیت ولري او تاسو د دائمي معلول ماشوم لپاره نور ډول میاشتنۍ مرستې نه ترلاسه کوی. پدې حالت کې ، تاسو اړتیا نلری چی د 710 لیوا حد اعظمی میاشتني عاید درلودلو اړتیا پوره کړئ.

د داسې مرستې ترلاسه کولو لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې د سیمې متخصص طبي کمیټې (TEMC) یا د ملي متخصص طبي کمیټې (NEMC) څخه اسناد چمتو کړئ چې ستاسو د ماشوم معلولیت په فیصدو کې تنظیموي.

د معلولیت رامینځته کولو طرزالعمل

هغه مالي مرستې چې تاسو یې ترلاسه کولی شئ د د سیمې متخصص طبي کمیټې TEMC / د ملي متخصص طبي کمیټې NEMC لخوا ټاکل شوي فیصدی پورې اړه لري:

  1.  1180 لیوا د هغه ماشوم لپاره چې د 90٪ سلنه یا 90٪ سلنه څخه ډیر معلوله وي په دایمي توګه د کار ظرفیتی راکو شوی او د معلویت ډول او کچي پوری اړه لري.

  2.  570 لیوا د هغه ماشوم لپاره چې له 70 ٪ سلنه څخه تر 90٪ سلنه پورې په دائمي توګه د کار ظرفیت / ډول او د معلولیت کچه یی راټیټوي .

  3.  450 لیوا د هغه ماشوم لپاره چې له 50 ٪  سلنه څخه تر 70٪  سلنه پورې په دائمي توګه کاري ظرفیت کم شوي / ډول او د معلولیت کچه پوری اړه لري.

د قانون له مخې، تاسو حق لرئ چې د میاشتې له لومړۍ ورځې څخه چې معیوبیت د TEMC/NEMC لخوا د یوې پریکړې سره رامینځته شوی او تثبیت شوی وي مګر د 1 کال څخه ډیر نه وي، لکه څنګه چې د غوښتنلیک له ورځې څخه د غوښتنلیک دمخه دورې لپاره د مالي مرستې اندازه د هغه څه 50٪  سلنه ده چې پورته ذکر شوي.

کله چې ماشومان د دولتي ملکیت طبي تاسیساتو کې ځای په ځای شوي وي، یا په ټولنیز / مدغم استوګنځي کې د یوې میاشتې څخه ډیر وخت لپاره پاتی شوی وی، د دوی د پاتې کیدو وخت لپاره مالي مرسته نه ورکول کیږي.

زه څنګه کولی شم د دې ډول کورنیو مرستې لپاره غوښتنه وکړم؟

د پورته لست شویو ماشومانو لپاره د کورنۍ مرستې فرصتونو لپاره د غوښتنلیک لپاره، تاسو باید چې په خپل اوسني رسمي پته کې د ټولنیزې مرستې ریاست رییس (SAD) ته د معیاري غوښتنلیک فورمه وسپارئ. تاسو به په دې لینک کې په بلغاریا کې د SAD په اړه د اړیکو معلومات ومومئ.

دلته هغه لینکونه دي چیرې چې تاسو کولی شئ د غوښتنلیک مختلف ډولونه ډاونلوډ او ترلاسه کړئ ، د مرستې ډول پورې اړه لري چې تاسو یې غوښتنه کول غواړئ:

د غوښتنلیک سره یوځای تاسو باید لاندې اسناد وړاندې کړئ:

  1. ستاسو د بلغاریا د هویت سند کاپي د غوښتونکي / لنډمهاله محافظت کارت په توګه

  2. اعلامیه یا اطلاعیه چې تاسو د SAD سره موافق یاست چې ستاسی خپل عاید وګورئ.

  3. کله چې د میاشتنۍ مرستې لپاره غوښتنه وکړئ، تاسو باید د غوښتنلیک میاشت دمخه د تیرو 12 تقویم میاشتو لپاره د خپل ناخالص عاید راپور هم ورکړئ.

تاسو کولی شئ له خپل د کارمالک یا ګمارونکی څخه وغواړئ چې تاسو ته داسې سند درکړي.

کله چې تاسو معلولیت لرونکی ماشوم ولرئ نو تاسو ته اړتیا نشته چې خپل عاید راپور ورکړئ.

  1. د ښوونځي/ وړکتون څخه یو سند چې دا تاییدوي چې ستاسو ماشوم ښوونځي ته ځي یا د لومړني ښوونځي په لازمي ټولګیو کې شامل شوی. د فورمې نمونه په دې لینک کې شتون لري.

  2. د طبي مشورتي کمیټې لخوا طبي پروتوکول یا قرارداد – که ستاسو ماشوم د روغتیایی دلایلو له امله په طبي پروتوکول کې رامینځته و تثبیت شوی چی نشي کولی ښوونځي ته لاړ شي.

  3. کله چې د میاشتنۍ مرستې لپاره غوښتنه وکړئ تاسو باید د ماشوم ډاکټر (GP) لخوا صادر شوی رسمي یادداشت یا تصدیق هم چمتو کړئ، او د GP په نشتوالي کې، د سیمه ایز روغتیا معاینه کونکي لخوا، تصدیق کوي چې ټول لازمي واکسینونه او مخنیوي معاینات د ماشوم عمر او روغتیا حالت ترسره شوی - یوازې په هغه حالتونو کې چې دا معلومات د رسمي وسیلو له لارې نشي ترلاسه کیدی؛

  4. په هغه صورت کې چې ستاسو ماشوم یو ثابت معیوبیت ولري، د TEMC/NEMC پریکړه راوړي

  5. که تاسو د ماشوم قانوني سرپرست یاست، نو تاسو باید هغه سند چمتو کړئ چې تاسو ورته ټاکل شوي یاست.

تاسو د درخواست کولو لپاره هیڅ د فیس ورکول اړتیا نلری.

ستاسو غوښتنلیک باید د سپارلو له ورځې څخه په 14 ورځو کې وڅیړل شي. که څه هم اضافي تفتیشونو ته اړتیا وي، د وروستۍ پریکړې د صادرولو نیټه کیدای شي 30 ورځو ته وغځول شي.

مهم! د کورنۍ میاشتنۍ مرستې ترلاسه کولو ته دوام ورکولو لپاره تاسو باید په هرو 12 میاشتو کې / یا د TEMC/NEMC د پریکړې پای ته رسیدو وروسته یو نوی غوښتنلیک وسپارئ او اړین اسناد وړاندې کړئ.

زه څنګه کولی شم د خپلې کورنۍ مرستې پیسې ترلاسه کړم؟

تادیات یا پیسی ترلاسه کیدی شي:

  • د سیمه ایزو ټولنیزو مرستو په ریاست کې په نغدوډول پیسو ورکول کیږی

  • د شخصي بانکي حساب له لارې انتقالیږي

که تاسو غواړئ چې تادیات ستاسو بانکي حساب ته واستول شي، تاسو باید په خپل غوښتنلیک کې په واضح ډول ووایاست. تاسو باید د خپل نړیوال بانک حساب شمیره - IBAN، او د بانک نوم ولیکئ.

په هغه صورت کې چې تاسو بانکي حساب نلرئ او په خلاصولو کې ستونزې لرئ مهرباني وکړئ دا مقاله ولولئ:

د بنسټیزو ځانګړتیاو سره د تادیاتو بانک حساب ته لاسرسی

که چیری زما غوښتنلیک د کورنۍ مرستې لپاره رد شي؟

که تاسو د مرستې څخه ډډه وکړئ، د انکار پریکړه باید ښه دلیل ولري. دا به تاسو ته د 7 ورځو په دننه کې په لیکلې توګه د هغې له صادریدو څخه درکړل شي. تاسو کولی شئ د دې پریکړې په وړاندې د 14 ورځو دننه د هغه ورځې څخه چې تاسو ته یې خبر درکړل شوی اپیل یا د استیناف طلبی درخواست درج کړئ. د دې کار کولو لپاره وکیل سره اړیکه ونیسئ!

د اداري محکمې پریکړه وروستۍ او نهایی ده.

مهم! تاسو یوازې د دې لپاره چې تاسو کډوال یاست یا د بشردوستانه دریځ لرونکی یاست یا دا چې تاسو لنډمهاله خوندیتوب لرئ د کورنۍ مرستې څخه انکار نشي کولی. په داسې قضیو کې ژر تر ژره د وکیل سره اړیکه ونیسئ ترڅو دوی ستاسو سره په وخت د اپیل دوسیه کولو کې مرسته وکړي. حقونو ته د لاسرسي بنسټ (FAR) هم کولی شي تاسو سره د استیناف یا نورو ستونزو سره مرسته وکړي چې تاسو یې د پروسې په جریان کې لرئ. د دې فورمې له لارې موږ سره اړیکه ونیسئ:

د مرستې غوښتنه وکړئ

د زده کونکو لپاره د جیب پیسې یا خرچه د استوګنې پاملرنې خدمت کې ځای پرځای شوي

که چیری تاسو یاست:

  • د 1 څخه تر 12 ټولګي پورې زده کوونکی د مهاجر/بشري حالت یا لنډمهاله خوندیتوب ولری

  • په بلغاریا کې هیڅ بالغ نشته یا نه وی چې ستاسو پالنه وکړي. او

  • تاسو د استوګنې د پاملرنې په مرکز کې ځای پر ځای شوي یاست.

تاسو حق لرئ چې هره میاشت د 90 لیوا جیب پیسې ترلاسه کړئ تر هغه چې تاسو ثانوي زده کړې پای ته ورسوئ، مګر ستاسی عمر د 20 کلنۍ څخه زیات نه وی

میاشتنی ملاتړ د 18 کالو څخه تر 21 کلونو پورې د ځوانانو لومړني اړتیاوې پوره کوي لپاره

تاسو د دې ملاتړ مستحق یاست که چیري:

  • تاسو یو ځوان یاست چې عمرمو له 18 کالو څخه تر 21 پورې وي؛ او

  • تر هغه وخته پورې چې تاسو د دې عمر بدلولو لپاره د استوګنې/ټولنیز پاملرنې خدمت کې ځای پر ځای شوي یاست او د لومړي ځل لپاره دا خدمت پریږدئ.

د دې میاشتنۍ تادیې یا پیسو ترلاسه کولو لپاره تاسو باید:

تاسو باید دغه موارد د غوښتنلیک سره هم ضمیمه کړئ:

  • د لنډمهاله خوندیتوب لپاره د هویت سند/د ثبت کارت؛

  • یو سند چې د هغه نیټې تصدیق کوي چې تاسو د استوګنې/ټولنیزې پاملرنې څخه وتلي، چیرته چې معلومات د چارواکو لخوا نشي راټولولی.

تادیه د کار بیورو یا اتاق یا اداره  سره د راجسټریشن میاشتې څخه پیل کیږي د اعظمي 3 پرله پسې میاشتو لپاره ورکول کیږي

د 2024 لپاره د دې مرستې اندازه په میاشت کې 526 لیوا ده.

که تاسو غواړئ دا ملاتړ د بانکي لیږد له لارې ترلاسه کړئ، تاسو باید د بلغاریا په بانک کې د خپل نوم لاندې شخصي بانکي حساب ولرئ.