په 26 سپتامبر 2023 دغه معلومات تازه شوی

که تاسو په بلغاریا کې ژوند کوي او تاسو ولرئ:

  • د کډوال یا بشردوستانه دریځ

  • لنډمهاله خوندیتوب

  • د اوږدې مودې یا دائمي استوګنې اجازه

تاسو کولی شئ په بلغاریا کې د کور د تودوخې مرستې لپاره غوښتنه وکړئ

د "کور د تودوخې مرسته" څه شی دی؟

دا د یو ځل لپاره مالي مرسته ده، کوم چې د ستاسو د تودوخې لګښتونو یا مصارف تادیه کولو لپاره مرسته کوي.

تاسو دا مرسته د پنځو میاشتو لپاره ترلاسه کولی شئ  - د نومبر له لومړی نیټي څخه تر مارچ 31 پورې.

د مالي مرستې اندازه چې تاسو یې ترلاسه کولی شئ په میاشت کې 109.39 لیوا یا د ټولې مودې لپاره 546.95 لیوا دي.

مهم! که تاسو د ښوونځي عمر لرونکي ماشومان لرئ، مګر دوی د یو معقوله دلیل پرته ښوونځي ته نه ځي (د بیلګې په توګه روغتیایی حالت، معلولیت)، د تودوخې مرستې به کمې شي.

اړتیاوې څه دي؟

د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره ډیری اړتیاوې شتون لري چې تاسو یې پوره کولو ته اړتیا لرئ:

1. تاسو باید دا ثابت کړئ چې ستاسو او ستاسو د کورنۍ اوسط میاشتنی عاید په تیرو 6 میاشتو کې ټیټ یا مساوي ده:

  • 279.72 لیوا – که چیري تاسو یوازې ژوند کوئ

  • 260.06 لیوا  په هغه صورت کي که تاسو د بل کس یا کورنۍ سره ژوند کوئ او د هر یو کس لپاره چې یوځای ژوند ورسره کوي (ټول 520.12 لیوا ستاسو دواړو لپاره)

  •  196.56 لیوا - که تاسو د 20 کالو څخه کم عمر ولري او ښوونځي کي شامل اوسي

  • 272.16 لیوا- که تاسو امیندواره ښځه یاست (د زیږون څخه 45 ورځې مخکې) یا والدین اوسي، تر 3 کلنۍ پورې ماشوم لوی کړئ وي

  •  272,16 لیوا - که تاسو د یو ماشوم  واحد والدین یاست چې ستاسي ماشوم ښوونځي ته ځي

په هغه صورت که چیری تاسو د بلې کټګورۍ لاندې راشي، د نورو معلوماتو لپاره د خپل سیمه ایز ټولنیز مرستې څانګې څخه معلومات وکړئ.

2. که تاسو وزګار یا بیکاره یاست، نو تاسو باید د خپل غوښتنلیک سپارلو څخه لږ تر لږه 3 میاشتې مخکې د کارموندنې په بیورو یا خوني کې باید راجستر شوي یاست!

3. سربیره پردې، تاسو د لاندې اړتیاو پوره کولو لپاره هم مکلف یاست:

  • په هغه صورت کې چې تاسو د یو کور خاوند یاست او تاسو کرایه نه ورکوی، او دا کور باید ستاسو یوازینی ملکیت وي.

  • تاسو باید یوازینی د ملکیت مالک نه اوسئ او تاسو باید په یوه شرکت یا کمپنی کې ونډه یا سهم لرونکی نه یاست.

  • تاسو باید دعوا، د ملکیت عاید، زیرمې، ونډې یا ضمانتونه ونه لرئ چې ټول ارزښت یې د هر فرد یا د کورنۍ د هر غړي لپاره له 504,00 لیوا څخه ډیر وي.

  • تاسو باید داسې تړون یا قرارداد ونه لرئ چې تاسو ته د ساتنې او/یا پاملرنې مسؤلیت په بدل کې د ملکیت ترلاسه کولو حق درکوي. دا اړتیا په هغو قضیو کې نه پلي یا تطبیق کیږي چیرې چې هغه کسان چې ساتنه او / یا پاملرنه چمتو کوي زده کونکي، وزګار، متقاعد یا معیوب وي؛

  • تاسو په تیرو 2 کلونو کې د تادیې یا وړیا په بدل کې د استوګنې / د کلي کور / کرهنیزځمکه / ځنګلي ملکیت نه دی لیږدولی او د معاملو ټول مقدار باید د 3,628.80 لیوا څخه ډیر نه وي.

زه کله غوښتنه کولی شم؟

تاسو کولی شئ د کور د تودوخې مرستې لپاره د 01.07.2023 نیټه څخه د 31.10.2023 ترمنځ غوښتنه وکړئ.

وروسته له دې چې تاسو غوښتنه وکړئ یو ټولنیز کارمند به ستاسو غوښتنلیک په 20 ورځو کې چک کړي او یو راپور به خپور کړي. د 7 ورځو دننه وروسته له دې چې راپور د سیمه ایزو ټولنیزو مرستو ریاست رییس ته وسپارل شي، دوی به یو حکم صادر کړي چې یا به تاسو ته اجازه درکړي یا به ستاسو مرسته رد کړي.

اړین او ضروري اسناد

1. یو غوښتنلیک فورمه. تاسو کولی شئ دا له دې لینک څخه ډاونلوډ کړئ. 

په غوښتنلیک کې تاسو باید د تودوخې ډول په ګوته کړئ چې تاسو یې کاروئ – یعنی تودوخه، بریښنا، جامد تیل یا طبیعی ګاز...

2. که تاسو بریښنا کاروئ، تاسو باید د خپل اوسني پیرودونکي/پیرودونکي شمیره هم ورکړئ چې د بریښنا شرکت سره تړاو لري چې تاسو یې کاروئ.

3. هغه اسنادونه چې ستاسو د عاید په اړه معلومات وړاندې کوي لکه:

  • د کار قراردادونه یا ملکي قراردادونه یا کوم بل قرارداد چې دا ښیي چې تاسو عاید ترلاسه کړی؛

  • د کرنې، ځنګلونو یا د اوبو د صنعت په برخه کې د ترسره شوي کار اسناد

  • بورسونه (تعلیمی فرصتونه)

  • د عاید نورې سرچینې لکه تقاعد، نور ټولنیز ملاتړ او داسې نور.

4. ستاسو د بلغاریا د پیژندنې سند او ستاسو لنډمهاله محافظت کارت (که تاسو لرئ).

5. یو طبي تصفیه یا یو پروتوکول چې د طبي مشورتي کمیټې لخوا صادر شوی، که تاسو / ستاسو د کورنۍ غړي د دولت لخوا پیژندل شوي یا د معلولیت تصدیق ولري.

6. ستاسو د انفرادي قضیې په اساس نور اسناد هم له تاسو څخه غوښتل کیدی شي

زه چیرته درخواست کولی شم؟

تاسو کولی شئ د دې مرستې لپاره په بلغاریا کې د سیمه ایزو ټولنیزو مرستو ډیپارټمنټ (RSAD) ته ستاسو د دایمي پتې سره سم درخواست وکړئ:

  • ستاسو ورتک د RSAD دفترونو ته په شخصی توګه کولی شئ د خپل سیمه ایز ټولنیز مرستې څانګې د موقعیت او اړیکو په اړه دالته معلومات ترلاسه کړئ.

  • د محلي پوستي دفترونو له لارې د لومړیتوب بریښنالیک سره.

ګټې په نغدو پیسو ترلاسه کیږي د وړ شخص/کورنۍ لخوا د دوی د غوره تادیې میتود کې یا د تیلو د سخت سوداګر لخوا کله چې دا د پوښتنې وړ شخص/کورنۍ لخوا په څرګند ډول اعلان شوی وي.

زه څه وکړم که زما غوښتنلیک رد شي؟

که ستاسو غوښتنلیک رد شي، تاسو حق لرئ چې د منفي پریکړې په وړاندې د سیمه ایزو ټولنیزو مرستو ریاست (RSAD) رییس ته د 14 ورځو په اوږدو کې یا د هغو ورځې په اوږدو کې اپیل وکړئ چې تاسو خبر شوي یاست.

که ستاسي غوښتنلیک په خاموش ډول رد شوي وي - دا پدې مانا ده چې تاسو ته د رد کولو دلایلو سره لیکل شوي کاغذ نه دی درکړل شوی، نو تاسو کولی شئ د هغه مودې له پای ته رسیدو څخه د 1 میاشتې دننه استیناف وړاندې کړئ په کوم کې چې RSAD د وروستۍ پریکړې صادرولو مکلف وی (نږدې د هغې ورځې څخه 27 ورځې چې تاسو خپل غوښتنلیک وړاندې کړي وي).

کله چې رییس ستاسو د غوښتنلیک په اړه د وړتیاوو په اړه پریکړه وکړي، یا کله چې ستاسو استیناف رد شوی وي یا حتی بیاکتنه هم نه وي، تاسو کولی شئ د 14 ورځو په اوږدو کې د وړ اداري محکمې په وړاندې د استیناف غوښتنه وکړئ.

د اداري محکمې پریکړه وروستۍ ده.

ژر تر ژره د وکیل سره اړیکه ونیسئ ترڅو دوی ستاسو سره په وخت د اپیل یا استیناف طلبی دوسیه کولو کې مرسته وکړي.

حقونو ته د لاسرسي لپاره بنسټ - FAR هم کولی شي تاسو سره د اپیل یا نورو مسلو سره مرسته وکړي چې تاسو یې د کور د تودوخې مرستې لپاره د غوښتنلیک پروسې کې لرئ. د دې فورمې له لارې موږ سره اړیکه ونیسئ:

د مرستې غوښتنه وکړئ