Queer

کوییر وارنا – د ټولنې، کلتور او ملاتړ لپاره یو ځای

"کوییر(Queer) وارنا ټولنیز، کلتوري او د ټولنې اړوند فعالیتونه وړاندې کوي چې موخه یې په وارنا کې د ټولنیز شمولیت (د ټولو خلکو د ګډون) پیاوړتیا، د اړیکو جوړول او د LGBTI+ وګړو ملاتړ دی.

کوییر(Queer) وارنا کوم ډول فعالیتونه تنظیموي؟

د دې اصلي تمرکز د منظمو میاشتنیو پروګرامونو پر تنظیمولو دی، چې په کې شامل دي:

• ټولنیزې او کلتوري غونډې؛
• بحثونه؛
• د فلمونو یا ویډیوګانو نندارې؛
• نور هغه نوښتونه چې د ټولنې له ګټو او اړتیاوو سره سم وي.

یو خوندي او د لاسرسي وړ چاپیریال

د دغو نوښتونو له لارې، کوییر(Queer) وارنا داسې یوه فضا رامنځته کوي چې خلک پکې سره لیدلی شي، ټولنیزې اړیکې ټینګولی شي او په کلتوري او عامه ژوند کې فعاله ونډه اخیستلی شي."

اضافي معلومات

د کوییر(Queer) وارنا په پروګرامونو کې د ګډون لپاره مخکې له مخکې نوم‌لیکنه اړینه ده.