CANVA PRO free image

تازه شوی نیټه په: 24.10.2024

له هغه وخته چې تاسو ته د کډوال یا بشردوستانه دریځ درکول کیږي، نو یو څو مهم ګامونه شتون لري چې تاسو باید د شخصي پیژندنې شمیره (EGN) او بلغاریوی هویت اسناد ترلاسه کړئ. پدې مقاله کې به موږ تاسو ته  ګام په ګام د دی پروسې په هکله دا لارښوونه درکړو.

1 ګام (مرحله): یو پته یا آدرس ومومئ چیرې چې تاسو غواړی اوسیږئ او راجسټرشي

یوځل چې تاسو ته نړیوال خوندیتوب درکړل شي تاسو نور نشي کولی د کډوالو لپاره د دولتي ادارې (SAR) د استوګنې په مرکزونو کې پاتې شئ. تاسو اړتیا لرئ چی یو پته/آدرس ومومئ چیرې چې تاسو په رسمي ډول ثبت شی او ژر تر ژره  ژوند پیل کړئ.

دلته تاسو کولی شی په بلغاریا کې د اپارتمان کرایه کولو څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه کولی شئ:

په بلغاریا کې د اپارتمان کرایه کول

مهم! په یاد ولرئ چې په رسمي ډول په یوه پته کې یو ځلی یو کس ثبت کیدی شي د قانون له مخې د خلکو د دوه چنده کیدل څخه ډیر خلک نشي کولی په یو آدرس کی ژوند وکړی، یعنی د یو کس لپاره (10) متره مربع ځای د قانون له مخي په نظر کی نیول شوي. د بیلګی په توګه، په هغه ځای کې چې (270) متره مربع مساحت وي، ټول 14 کسان ثبت کیدی شي. دا شمیره لوړه کیدی شي که چیرې په پته کې ثبت شوي خلک ټول خپلوان وي. په هر حالت کې که چیرې ستاسو په ټاکل شوي پته کې د راجستر شوي خلکو شمیر د اجازې څخه لوړ وي، ښاروالۍ ممکن ستاسو راجستر کولو څخه ډډه وکړي. دا به اړتیا ونلري که تاسو د خدماتو پته کې راجستر شئ (لاندې وګورئ).

کله چې تاسو د اوسیدو ځای ومومئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې:

  • یو لیکل شوی د کرایې تړون(قرارداد) ستاسو او ستاسو د کور مالک لخوا لاسلیک شوی. که تاسو د خپلې کورنۍ سره ژوند کوئ، د کورنۍ د ټولو غړو نومونه باید په تړون کې ذکر شي.

  • یو د رضایت نوټر شوي اعلامیه، د ځای د مالک لخوا لاسلیک شوی چی تاسو ته اجازه درکوي په هغه پته کې ثبت کړئ چیرې چې تاسو اوسیږئ. تاسو کولی شئ دلته د اعلامیې نمونه ومومئ.

دا اعلامیه په هغه قضیو کې اړینه ده کله چې د ځای مالک نه غواړي تاسو سره په 2 او 3  ګامو یا مراحلو کې د ټولو مختلفو چارواکي ته لاړ شي.

مهم! ستاسو او ستاسی  د کورنۍ مربوط  ټولو غړو نومونه باید په دې اعالمیه کې په سمه توګه لیست کی ولیکل شي.

په اعلامیه کې دا باید په ګوته او ذکر شي چې د ځای مالک په خپل رضایت تاسی ته اجازه درکړی وي چی تاسی  کولی شئ دا پته د دائمي او اوسني آدرس ثبتولو لپاره وکاروئ (3 ګام وګورئ).

تعهد لیک (نوټریزیشن) به د رسمی اسنادو دفتر لخوا ترسره کیدی شي. د کور مالک باید اعلامیه په شخصي توګه د رسمی اسنادو دفتر (نوټری) په وړاندې لاسلیک کړي. پداسې حال کې چې تاسو په نوټري کې یاست، تاسو او د کور مالک ممکن لږ تر لږه د رضايت 2 ورته اعلامیې په پام کې ونیسئ. کیدای شي تاسو څخه غوښتنه وشي چې د دې سند اصلي څو څو ځله مختلفو چارواکو ته وسپارئ.

هر نوټریزیشن به تاسو ته شاوخوا 6 لیوا (تقریبآ 3 یورو) لګښت ولري.

زه به څه وکړم که زه پته ونه مومم؟

که تاسو د راجستر کولو لپاره پته نشئ موندلی، د دسمبر 10 د 2024 کال تاسو به وکولی شئ په ښاروالۍ کې د خدماتو په پته کې نوم لیکنه وکړئ چیرې چې تاسو اوسیږئ

د خدمت پته هغه ده چې د ښاروالۍ لخوا ټاکل کیږي. تاسو نشئ کولی په دې پته کې ژوند وکړی. دا به تاسو ته یوازې د اداري موخو لپاره خدمت وکړي، د بیلګې په توګه، تاسو به د قضایی چارواکو لخوا مکتوبونه، خبرتیاوې یا تاسو به په بلغاریا کې نور دولتي او د ښاروالۍ ادارې په دې پته ترلاسه کړئ. د دې پتې سره سم تاسو کولی شئ د ټولنیزو ګټو یا خدماتو لپاره غوښتنه وکړئ. تاسو به د ثبت کولو وروسته د بلغاریوی د هویت اسناد هم ترلاسه کړئ د خدمت په پته کې. 

2 ګام: د خپل ادرس په اړه د کډوالو دولتي ادارې(SAR) ته خبر ورکړئ

تاسو باید د کډوالو دولتي ادارې (SAR) ته د هغه پته (ښار/کلي، ښاروالۍ، د کوڅې او سړک شمیری) خبر ورکړئ چیرې چې تاسو د اوسیدو او راجستر کولو پلان لرئ. تاسو کولی شئ دا د لاندې لارو څخه په پام کی نیولو سره یو ګام  ترسره کړئ:

  • تاسو کولی شئ په شخصي توګه د استوګنې مرکز(کمپ) ته لاړ شئ چې ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک بیاکتنه کوي او ستاسو د کرایې قرارداد (که تاسو لرئ) د کډوالو لپاره د دولتي ادارې (SAR) کارمندانو ته وړاندې کوي. دوی به تاسو ته د ډکولو لپاره یوه فورمه درکړي.

  • تاسو کولی شئ له یوه وکیل څخه وغواړئ چې ستاسو په استازیتوب د کډوالو دولتي ادارې (SAR) ته د یو لیکلي غوښتنلیک په سپارلو کې ستاسو سره مرسته وکړي. تاسو باید د خپل کرایه قرارداد (که تاسو لرئ) یوه کاپي غوښتنلیک سره ضمیمه کړئ.

وروسته له دې چې تاسو خپل غوښتنلیک وسپارئ، د کډوالو لپاره د دولتي ادارې (SAR) باید تاسو ته د مراجعه شمیره درکړي.

د کډوالو لپاره د دولتي ادارې (SAR) به اړوند ښاروالۍ ته یو لیک چمتو کړي چې دوی به ستاسو د پتې په اړه خبر کړي او دا چې تاسو ته نړیوال خوندیتوب درکړل شوی. کله چې لیک چمتو شي، SAR به ستاسو وکیل ته خبر ورکړي یا دوی به تاسو ته زنګ ووهي او له تاسو څخه وغواړي چې لاړ شئ او د SAR معلوماتو مرکز څخه یې ترلاسه کړئ. همدارنګه تاسی ډاډ ترلاسه کړئ چې SAR ستاسو د تلیفون شمیره لري. تاسو کولی شئ د استوګنې مرکز(کمپ) ته هم لاړ شئ او په ځای کې وګورئ چې دا ستاسو د مراجعی شمیرې وړاندې کولو سره چمتو دی او که نه.

دا سند له ځان سره وساتئ ځکه چې تاسو باید دا سند  ښاروالۍ ته په 3 مرحله کې وړاندې کړئ.

درېیم ګام: مدني او آدرس ثبتول

وروسته له دې چې تاسو د SAR څخه خپله مثبته پریکړه ترلاسه کړئ چې تاسو ته د کډوال یا بشردوستانه حیثیت درکړل شوی دی، تاسو او ستاسو کورنۍ د 14 ورځو په اوږدو کې قانوني مکلفیت لرئ چې د ښاروالۍ د ملکي راجستر سکتور (په بلغاریوی کې "отдел ГРАО" په نوم یادیږي) ته لاړ شئ، چیرې چې تاسو د  ژوند کولو لپاره پلان لرئ او همدارنګه:

  • د ثبت او احوال نفوسو په اداره کي خپل نام ثبت کړئ. دا راجسټریشن لازمي دی.

  • د شخصي پیژندنې شمیره ترلاسه کړئ (EGN/ЕГН). دا شمیره ستاسو د شخصي بهرني شمیرې (LNCH/ЛНЧ) څخه توپیر لري. دا به ستاسو د زیږون کال، نیټه او میاشت ولري.

  • د آدرس د ثبت لپاره عریضه وکړئ.

په بلغاریا کې، هر څوک چې د ثبت او احوال نفوسو اداره کې راجستر شوی باید یو دایمي او یو اوسنی فعلی پته ولري. دا دوه پتې کیدای شي یو شان وي، مګر کیدای شي توپیر ولري (د مثال په توګه که تاسو پریکړه وکړئ چې په موقتي توګه د خپل دائمي پتې څخه ووځي). دوی د بلغاریا چارواکو سره د رسمي لیک پته په توګه کار کوي. دايمي پته هم ستاسو د هويت په اسنادو کې شامله ده.

په دې لینک کې به تاسو په بلغاریا کې د ټولو ښاروالیو د ملکي راجستر سکټور پته او په دې لینک کې به تاسو د اړیکو لپاره د دوی تلیفون شمیرې ومومئ. معلومات یوازې په بلغاریوی ژبه کې ده. د پتې موندلو څرنګوالي په اړه لاندې لارښوونې وګورئ:

ښاروالۍ غوره کړئ چیرې چې تاسو به اوسیږئ او په هغې کلیک وکړئ او د الفبا تورو په اساس  ترتیب کې لیست شوي دي:

لاندې لاړ شئ تر هغه چې تاسو دا برخه ومومئ (ADMINISTRATIвни звена, в които се подават документите и се получава и се получава информация за хода на преписката на преписката) له پته سره، تلیفون شمیره او کاری ساعتونو.

تاسو په ورته وخت کې د ټولو دریو - د نفوسو ثبت، EGN او پته ثبتولو لپاره غوښتنه وکړئ. تاسو اړتیا لرئ په شخصي توګه ښاروالۍ ته لاندې اسناد وړاندې کړئ:

  1. یو غوښتنلیک چې د نفوسو په ثبت کې ثبت شي

  2. د دایمي پتې لپاره غوښتنلیک

  3. د اوسني پته لپاره غوښتنلیک

تاسو ته به په ښاروالۍ کې د ټولو دریو غوښتنلیکونو لپاره اړونده فورمې درکړل شي.

  1. ستاسو د SAR پریکړې یوه کاپي، تاسو ته نړیوال خوندیتوب درکوي.

  2. د SAR څخه د ښاروالۍ لپاره د مکتوب اصلي برخه، په 2 ګام کې ذکر شوي.

  3. د هغه ځای د ملکیت سند یوه کاپي چیرې چې تاسو اوسیږئ. په بلغاریوی کې دا معمولا د "нотариален акт" په نامه یادېږي. د کور مالک باید موافقه وکړي چې تاسو ته دا سند درکړي.

  4. د ځای د مالک څخه د رضایت اصلي نوټریز اعلامیه چې تاسو ته اجازه درکوي په ټاکل شوي پته کې راجستر شئ. (دا مهمه نده که تاسو د خدماتو پته کې راجستر یاست.)

  5. ستاسو د کرایې قرارداد یوه کاپي. (دا مهمه نده که تاسو د خدماتو پته کې راجستر یاست.)

که تاسو د ثبتولو لپاره پته نلرئ، تاسو باید د ښاروالۍ کارمندانو ته دا اجازه ورکړئ چې پدې اړه خبر شي ترڅو تاسو د خدمت په دائمي او اوسني پته کې راجستر شوی یاست. 

حتی کله چې تاسو اړتیا لرئ کاپي ورکړئ، تل خپل اصلی اسنادونه له ځان سره راوړئ که چیرې تاسو د وړاندی کولو غوښتنه وکړئ. برسیره پردې، خپل شین راجستریشن کارت هم ځان سره راوړئ چې ستاسو د پناه غوښتنې پروسې په جریان کې د SAR لخوا تاسو ته درکړل شوی و، که چیرې چارواکي یې غوښتنه وکړي.

پته باید په سمه توګه په ټولو اسنادو کې په ګوته شي چې تاسو یې وړاندې کوئ او باید ورته وي لکه پته چې د مالکیت په سند کې ښودل شوي. که کومه تېروتنه وي او که دوی په خپل ډیټابیس کې پته ونه موندل شي ښاروالۍ ممکن ستاسو له راجستر کولو څخه انکار وکړي.

کیدای شي تاسو څخه د فیسونو د ورکولو غوښتنه هم وشي، کوم چې ممکن د هغه ښاروالۍ پورې اړه ولري چې تاسو پکې درخواست کوئ. په بلغاریا کې د مختلفو ښاروالیو د فیسونو په اړه معلومات تاسو په لاندې لینکونو کې موندلی شئ:

هغه ښاروالۍ  په لاندی لیست کي غوره کړئ چیرې چې تاسو پی کي اوسیږئ او په هغې کلیک وکړئ. دا د الفبا تورو په ترتیب کې لیست شوي دي:

لاندې لاړ شي تر هغه چې تاسو د فیس موندلو لپاره دا برخه (Заплащане) ومومئ:

وروسته له دې چې تاسو ټول اسناد وسپارئ، تاسو باید لاندې اسناد په نږدې 7 ورځو کې ترلاسه کړئ، د هغه ښاروالۍ نه چي تاسی ورپورې اړه لري:

  • هغه سند چې تاسو د ثبت او احوال نفوسو په دفتر کې ثبت شوي یاست چې ستاسو EGN به پکې شامل وي

  • د دائمي آدرس سند

  • د اوسني پته سند

پاملرنه: د EGN پرته تاسو نشئ کولی د هویت اسناد ترلاسه کړئ!

ایا مالک د ملکیت/کور کولی شي چیرې چې زه پکی ژوند کوم ما له هغه ادرس څخه چی زه پکی ثبت یم لرې کولی شي؟

مالک د ملکیت چې تاسو اوسیږئ یا ژوند کړی دی او چیرې چې تاسو خپل ادرس ثبت کړی دی حق لري له ښاروالۍ څخه وغواړي چې تاسو له هغه پته لرې کړي.

په دې قضیو کې، د ښاروالۍ ښاروال به یو امر صادر کړي چې تاسو د خدماتو په پته کې ثبت کړئ. دا به معمولا په ښاروالۍ کې د خدمت پته/ادرس وي چیرې چې تاسو وروستی پته درلوده. دی راجستریشن په هکله تاسو ته باید خبر درکړی. خبرتیا په څو لارو ترسره کیدی شي، چې ځینې یې دا دي: 

  • په وروستي پته چې تاسو اوسیږئ او د ښاروالۍ چارواکو ته پیژندل شوي د لیکلي خبرتیا په ورکولو سره؛

  • ستاسو په اوسني پته کې، یا، که تاسو پته نلرئ یا په هغه پته کې ونه موندل شئ، ستاسو په دایمي پته کې؛

  • که ستاسو په اوسني / دایمي پته کې د خبرتیا ترلاسه کولو لپاره هیڅوک شتون نلري، دا باید ستاسو د کاری په ځای کې ترلاسه شی.

مهم! که تاسو د خدمت په پته کې ثبت شوي یاست چې ستاسو د دایمي پتې په توګه کار کوي، نو تاسو مجبور/مکلف یاست چې د دې ثبت د خبرتیا وروسته د 1 میاشتې دننه خپل د هویت اسناد بدل کړئ ( "د هویت اسنادو نوي کول" لاندې وګورئ).

د ملکیت مالک نشي کولی تاسو د ثبت څخه اوباسی که تاسو هغوی پوری اړه لری:

  • میړه/میرمنه

  • مور او پلار یا د میړه/میرمنی مور او پلار؛

  • ماشومان / لمسیان او د دوی میرمنه/میړه؛

  • نیا او نيکه;

  • وروڼه/خویندې او د هغوی میرمنه/میړه؛

  • وراره؛

  • لومړی یا دوهم د تره زوی.

کورنی روابط/اړیکې به د ښاروالۍ د چارواکو لخوا تایید شي. 

څلورم ګام: د هویت د اسنادو صادرول

وروسته له دې چې تاسو د نفوسو په ثبت کې راجستر شوي یاست او د EGN او پته ثبتولو سره تاسو قانوني مکلفیت لرئ چې د بلغاریا د هویت اسنادو لپاره د 30 ورځو دننه د بلغاریا د هویت اسنادو د صادرولو لپاره غوښتنلیک وسپارئ. غوښتنلیک به تاسو ته په راجسټری کې درکړل شي او تاسو اړتیا نلرئ دا دمخه ډک کړئ. 

پاملرنه! دا د ټولو هغو کسانو لپاره چې عمر یې د 14 کلونو او تر دې ډیر وي یو قانوني مکلفیت هم دی چې د یو معتبر هویت سند ترلاسه کولو لپاره نړیوال خوندیتوب ورکړل شوی. غوښتنلیکونه باید په شخصی توګه، د مور او پلار یا قانوني سرپرست په شتون کې وسپارل شي، څوک چې غوښتنلیک لاسلیک کوي.

د 14 کلونو څخه کم عمر ماشومانو ته هیڅ شناخت کارت نه ورکول کیږي.

د هویت اسناد د کورنیو چارو وزارت لخوا صادریږي. تاسو اړتیا لرئ د خپل دائمي پتې سره سم د سیمه ایزو پولیسو څانګو ته لاړشئ. تاسو کولی شئ د سیمه ایزو پولیسو څانګې ویب پاڼې او د اړیکو توضیحات په بلغاریوی ژبه دلته ومومئ.

په بلغاریا کې د هویت اسناد په لاندې ډولونه صادر شوي دي:

  • د کډوال کارت (د 5 کلونو لپاره اعتبار لري)؛

  • د بهرني اتباع کارت چې د ولسمشر لخوا پناه ورکړل شوې وي (د 5 کلونو لپاره اعتبار لري)؛

  • د یو بهرني اتباع کارت چې بشردوستانه خوندیتوب ورکړل شوی وي (د 3 کلونو لپاره اعتبار لري)؛

ټاکل شوې موده د سند د اعتبار موده په ګوته کوي او باید د هغه مودې سره مغشوش نشي چې د هغې لپاره محافظت ورکړل شوی.

د درخواست کولو لپاره، تاسو باید په شخصي توګه لاندې اسناد وسپارئ:

  1. د غوښتنلیک فورمه چې تاسو ته به د پولیسو په څانګه کې درکړل شي.

  2. د رسمي سند یوه کاپي چې کډوال یا بشردوستانه دریځ ورکوي (یوازې هغه وخت چې تاسو د لومړي ځل لپاره د هویت سند لپاره غوښتنه وکړئ).

  3. د نفوسو په ثبت کې د ثبت سند.

  4. ستاسو د دائمي پتې سند.

  5. د تادیه شوي دولتي فیس ثبوت:

  • د مهاجر کارت لپاره - 30 لیوا

  • د یو بهرني اتباع کارت لپاره چې بشردوستانه خوندیتوب ورکړل شوی - 30 لیوا

  • د یو بهرني اتباع د کارت لپاره چې د ولسمشر لخوا پناه ورکړل شوې وي - 40 لیوا

فیس په هغه میز کې تادیه کیدای شي او همدارنګه فیس د ډیبیټ کارت (Debit card) یا نغدو پیسو په توګه هم سپارلی شي.

برسیره پردې، خپل شین راجستریشن کارت له خپل ځانه سره راوړئ چې ستاسو د پناه غوښتنې پروسې په جریان کې د SAR لخوا تاسو ته درکړل شوی، که چیرې چارواکي یې له تاسو نه غوښتنه وکړي.

ستاسو شتون لازمي دی ځکه چې چارواکي هم باید ستاسو عکس واخلي چې ستاسو په بلغاریوی ID پیژند پاڼه کې ځای په ځای شي.

ستاسو سند به په 30 ورځو کې صادر شي. که تاسوي ګړندي یا عاجل غواړئ یعنی  په 10 ورځو کې، تاسو باید دوه چنده فیس ورکړئ.

تاسو کولی شئ دا اسناد په شخصي توګه ترلاسه کړئ یا تاسو کولی شئ بل چا ته د نوټری شوي اجازه ورکړي چې ستاسو لپاره یې ترلاسه کړي.

مهم! کله چې ستاسو اسناد پای ته ورسیږي یا ورک شوي، غلا شوي یا خراب شوي، تاسو مکلف یاست چې د 30 ورځو دننه نوي سند لاس ته راوړي. (لاندې د هویت سند نوي کولو برخه وګورئ)

د دائمي پتې بدلون

که تاسو خپل دائمي ادرس بدل کړئ، تاسو اړتیا لرئ دا د خپل نوي دائمي پتې د ښاروالۍ د ملکي ثبت او اداري خدماتو څانګې کې اعلان کړئ (د ښاروالۍ د ملکي راجستر سکټور پته موندلو څرنګوالي په اړه د لارښوونو لپاره 3 ګام وګورئ چیرې چې تاسو ورته اړتیا لرئ).

مهم! کله چې تاسو خپل دائمي پته بدلوی تاسو باید یو با اعتباره ID ولرئ.

په مدني راجستر کې تاسو اړتیا لرئ لاندې اسناد وسپارئ:

1) یو غوښتنلیک د دایمي پتې لپاره، چې په بلغاریوی ژبه کې شتون لري دلته دی برخه کې "د سندونو نمونې"؛

2) د هغه ځای د ملکیت سند یوه کاپي چیرې چې تاسو اوسیږئ، که دا ستاسو خپل ملکیت وي؛

که تاسو کرایه ورکوئ نو تاسو اړتیا لرئ چې دا اسناد وسپارئ:

3) ستاسو د کرایې قرارداد یوه کاپي؛ او

4) د ځای د مالک لخوا د رضایت اعلامیه چې تاسو ته اجازه درکوي په ټاکل شوي پته کې راجستر کړئ، دلته په بلغاریوی ژبه کې شتون لري. که چیرې مالک په شخصي توګه په مدني راجستر کې ستاسو سره نه وي نو دا اعلامیه باید د مالک لخوا په نوټري کې ثبت شي.

مهم! د 2، 3 او 4 پوائنټونو اسناد د سپارلو ته اړتیا نلري که چیرې راجستریشن به د خدماتو په پته کې وي کوم چې د 10 دسمبر 2024 وروسته به امکان ولري.

5) د تادیه شوي فیس ثبوت - هره ښاروالۍ پریکړه کوي چې د فیس اندازه به څه وي.

تاسو کولی شئ دا اسناد په شخصی توګه وسپارئ، یا د یوه باصلاحیته استازي له لارې د نوټری شوي او څرګند واک څارنوالۍ وړاندې کړئ.

مهم! د هغو کسانو په شمیر محدودیتونه په پام کې ونیسئ چې په یوه پته کې راجستر کیدی شي (لومړی ګام وګورئ).

بیا به ښاروالۍ تاسو ته د نږدې 7 ورځو دننه د دائمي پتې سند درکړي - تاسو کولی شئ دلته نمونه ومومی.

کله چې تاسو په بریالیتوب سره خپل دایمي پته بدله کړئ، نو تاسو به د 30 ورځو دننه د بلغاریایي شناخت کارت نوي کولو ته اړتیا ولرئ که نه نو تاسو به له 20 څخه تر 150 لیوا پورې جریمه شئ. 

د هویت د اسنادو نوي کول

تاسو د 30 ورځو دننه د پیژندنې نوي سند ته اړتیا لرئ کله چې:

  • ستاسو د پخواني ID اعتبار پای ته رسیږي

حقیقت دا چې ستاسو ID کارت پای ته رسیدلی دا پدې معنی ندي چې تاسو اړتیا لرئ د نړیوال خوندیتوب لپاره بیا غوښتنه وکړئ. تاسو اوس هم خپل کډوال/بشري حالت لرئ. تاسو یوازې د خپل پلاستيكي شناخت کارت نوي کولو ته اړتیا لرئ.

  • که ستاسو پخوانی ID ورک شوی، غلا شوی یا خراب شوی وي

  • که تاسو خپل دائمي پته بدل کړئ، پشمول که تاسو د ثبت کیدو وروسته د خدماتو پته کې ثبت شوي یاست.

د خپل شناخت کارت نوي کولو لپاره تاسو اړتیا لرئ په شخصي توګه د خپل دائمي پته د کورنیو چارو وزارت سیمه ایز ریاست د بلغاریا د پیژندنې سندونو سکتور ته لاړشئ، چیرې چې تاسو اړتیا لرئ:

1) د هویت سند جاري کولو لپاره غوښتنلیک وسپارئ (دا تاسو ته په راجسټری کې درکول کیږي)

2) خپل ختم شوی د هویت سند بیرته راستانه کړئ - که دا ورک شوی یا غلا شوی نه وي

3) د دائمي پتې سند/سرتیفیکیت وسپارئ - که تاسو د خپل شناخت کارت نوي کولو دمخه خپل دایمي پته بدله کړې وي

4) د دولت فیس ورکړئ:

  • 30 لیوا فیس د کډوال کارت / د بشردوستانه خوندیتوب ګټه اخیستونکي کارت لپاره؛

  • 40 لیوا فیس د هغه شخص کارت لپاره  چی  د ولسمشرۍ لخوا پناه ورکړل شوه.

تاسو کولی شئ فیس په هغه میز کې تادیه کړئ چیرې چې تاسو خپل سند په نغدو یا ډیبټ کارت کې وسپارئ.

نوی سند به په 30 ورځو کې صادر شي. تاسو کولی شئ د 10 ورځو دننه د نوي کولو غوښتنه وکړئ، مګر پدې حالت کې تاسو اړتیا لرئ دوه چنده فیس ورکړئ.

تاسو کولی شئ خپل د بلغاریا د هویت نوی سند په شخصی ډول یا د یو با اختیار استازی لخوا ترلاسه کړئ.

بندیزونه

که تاسو په خپل وخت د هویت سندونه صادر نه کړئ یا د ورک کیدو، غلا یا زیان په صورت کې نوي خپاره نه کړئ، د کډوالو لپاره دولتي اداره ممکن ستاسو د وتلو یا پای ته رسولو لپاره یو طرزالعمل پیل کړي، پرته لدې چې تاسو شواهد وړاندې کړئ چې هدف شتون لري. د دې دلیلونو له امله تاسو نشئ کولی خپل سند نوي کړئ.

د سفر د اسنادو د صادرولو په اړه د معلوماتو لپاره:

د بلغاریا سفر سند(ټراول داکومینټ)