CANVA PRO FREE IMAGE

وروستی تازه شوی نیټه: 08/11/2022

د جرمي ریکارډ سند څه شی دی؟

د جرمي ریکارډ سند هغه یو رسمي سند دی چې ښیي چې ایا تاسو په کوم جرم کی محکوم شوي یاست ، او که تاسو محکوم یاست - نو کوم ډول جرمونه دي چې تاسو کړي دي.

که تاسو په خپل ژوند کې هیڅکله هم داسی کوم جرم نه وی کړی، ستاسو په سند کې به دا یادونه وشي چې تاسو پاک جرمي ریکارډ لرئ.

تاسو کله د جرمي ریکارډ سند ته اړتیا لرئ؟

ډیری وختونه، یو جرمي ریکارډ اړین او مهم دی کله چې:

  • تاسو د بلغاریا تابعیت لپاره غوښتنه کوئ.

د بلغاریا تابعیت

  • تاسو د یوې ځانګړې دندې لپاره غوښتنه کوئ، ستاسو راتلونکی د کار ګمارونکی به له تاسو څخه د دی سند غوښتنه وکړي.

کار کول په بلغاریا کې

  • کله چې تاسو غواړئ د یو مسلک لپاره نوم لیکنه وکړئ، لکه وکالت، ډاکټرتوب، معماری او داسی نور.

تاسو څنګه کولی شئ د جرمي ریکارډ سند ترلاسه کړئ؟

که تاسو پیدایښت په بلغاریا کې شوی وی، نو دا سند به د اړوند سیمه ایزې محکمې لخوا د جرمونو ریکارډ بیورو یا خونی لخوا د هغه نیټه سره سم صادر شي چې تاسو راجستر  شوي یاست.

که تاسو مهاجرت یا بشردوستانه دریځ یا وضعیت لرئ یا تاسو د بلغاریا څخه بهر زیږیدلی یاست، تاسو کولی شئ د خپل سند غوښتنه د مرکزي جرمي ریکارډ بیورو یا خونی (Централно бюро „Съдимост“) د عدلیې په وزارت کې وکړئ.

(عدلیۍ وزارت) د صوفیا په اکسکوف 5 سړک کې موقعیت لري. د (دوشنبه تر جمعې ورځو) له 9:00 څخه تر 17:00 پورې خلاص وي.

د سند صادرولو لپاره تاسو باید لاندې اسناد وړاندې کړئ:

  • د غوښتنلیک فورمه (په ځای کې ډکول). په دې کې تاسو باید هغه هدف هم ولیکئ چې تاسو یې سند ته اړتیا لرئ؛
  • تذکره/پاسپورټ یا ستاسو د استوګنې جواز کارت، چې تاسو ته د بلغاریا چارواکو(دولت) لخوا صادر شوی وی.

تاسو باید خپل اصلي ID یا پیژندلی کارت د اړټیا یا غوښتنی په وخت ښکاره کړئ. دوی به د هغې یوازې یوه کاپي واخلي.

  • د زیږون سند (که دا په بلغاریوی ژبی کې نه وي، تاسو باید دا وژباړئ/ ترجمه کړی).
  • په هغه صورت کې چې تاسو د زیږون سند نلرئ، د کډوالو دولتي اداره (SAR) کولی شي یو بدیل سند صادر کړي. د دې سند ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید SAR ته لیکلي غوښتنه وسپارئ.
  • په هغه صورت کې چې تاسو په خپل نوم کې بدلون راوستی وي د اعالمیه پراساس(د یو شخص د هویت لپاره) چې په مختلفو نومونو پیژندله ولري باید هفه سند ارایه کړي.
  • یو سند چې دا ثابتوي چې تاسو د 5 لیوی فیس تادیه کړی ده.

د پیسو د تادیه لپاره انتخابونه:

  • په میز کې (د مرکی به وخت )د ډیبټ کارت په وسیله.
  • د بانک حوالی له لارې د پیسو انتقال، په دې حالت کې د فیس سند باید د تادیې هدف (د جرمي ریکارډ سند) او ستاسو نوم ولري. وروسته له دې چې تاسو بانک ته پیسې ورکړئ تاسو به د دې سند دوه کاپي ترلاسه کړئ - یو ستاسو لپاره او بل چې تاسو باید د خپل غوښتنلیک سره ضمیمه کړئ.

تاسو کولی شئ خپل غوښتنلیک په شخصي توګه وسپارئ. که دا ممکنه نه وي، تاسو کولی شئ یو بل چا ته اجازه یا صلاحیت ورکړئ چې د خبرتیا یا یاداشت(نوټر شوي) لیکل شوي واک و یا صلاحیت سره یا یو واک لرونکی وکیل په وسیله ستاسو لپاره دا کار وکړي.

په ډیر احتمال ستاسو د جرمي ریکارډ سند په سمدستي یا 3 کاري ورځو کې صادر شي.

دی سند کی به لاندی معلوماتونه شامل وی:

  • ستاسو نوم.
  • ستاسو د شخصي پیژندنې شمیره (EGN/ЕГН یا شخصي بهرني شمیره LNCH/ЛНЧ).
  • ستاسو د زیږون نیټه (نیټه/میاشت/کال) او ستاسو د زیږون ځای.
  • ملیت.
  • اوسنی پته/آدرس (هغه یو چې ستاسو د پیژندنې په سند کې ښودل شوی).
  • ستاسو د مور او پلار نوم.
  • آیا تاسو په کوم جرم محکوم یاست یا خیر.
  • د کوم هدف لپاره چې سند صادر شوی وي. کله چې موخې دندې وي، هغه موقف چې تاسو یې غوښتنه کوئ په سند کې به یادونه وشي.
  • د سند اعتبار.

ستاسو د جرمي ریکارډ سند د صادریدو نیټې څخه وروسته  د 6 میاشتو لپاره اعتبار لري.

که تاسو وړ بریښنایی لاسلیک ولرئ، تاسو کولی شئ د بریښنایی جرمي ریکارډ لپاره بریښنایی غوښتنلیک وسپارئ.