دغه معلومات د سپتمبر 8 د 2023 نیټه کی تازه شوي

پدې مقاله کې به تاسو ته د پنڅم او تر اتم ټولګي پوری د داخلې په اړه د ځانګړو پروسیجرونو چي په  بلغاریا ښوونځیو په هکله معلومات ومومئ. دا د هغو ماشومانو په اړه چي هغوي اندیښنه لري چې دمخه یې د بلغاریا په ښوونځي کې شامل شوي او د تعلیمي سیسټم یوه برخه ګرځیدلي.

که تاسو غواړئ  چې څنګه د لومړي ځل لپاره د بلغاریا ښوونځي کې نوم لیکنه وکړئ، لاندي معلومات ولولئ:

د ماشومانو نوم لیکنه د لومړي ځل لپاره د بلغاریا په ښوونځي کې

مهم! په یاد ولرئ چې په پنڅم یا اتم ټولګي کې د شاملیدو لپاره، ستاسو ماشوم باید چې د ملي بهرنۍ ارزونې ازموینې (NEE) واخلي او د غوښتنلیک ځانګړي کړنالرې طی مراحل کړي. دا لازمي ده، نه یوازې کله چې ماشوم غواړي ښوونځي بدل کړي، بلکې کله چې ستاسو ماشوم غواړي په ورته ښوونځي کې زده کړې ته دوام ورکړي چې دوی تر څلورم یا اووم ټولګي پورې زده کړې کوي.

د ملي بهرنۍ ارزونې ازموینې (NEEE) څه شي ده؟

د ښوونځي کال په وروستیو دریو اونیو کې د څلورم ټولګي او اوم ټولګي زده کونکي باید په لیکلي توګه  ملي بهرنۍ ارزونې ازموینې (NEEE) ورکړي البته یوازموینه په بلغاریا ژبه او ادبیاتو کې او بل په ریاضي کې او د دغي ازمویني دقیقې نیټې هر کال د پوهنې وزارت لخوا اعلانیږي.

په ډیرو مواردو کې، د ماشومان دا ازموینې په هغه ښوونځي کې اخلي چې دوی پکې ګډون کوي.

ازموینه په بلغاریوی ژبه او د ادبیات ازموینه  پکې شامل دي:

  • املاء او انشا / یا

  • د یو لنډ متن جوړول

  • د یو هراړخیزه یا جامع متن لوستل او څو ځوابه سوالونو لنډ ځوابونه

د ریاضی ازموینه کې شامل دي:

  • څو ځوابه سوالونه

  • لنډ پوښتنې ځوابونه

  • هره ازموینه 100 نمرې لري.

تاسو کولی شئ د ازموینې پایلې په ښوونځي کې وګورئ، کوم چې زده کونکي پکې ګډون کوي، یا د e-system له لاري هم کولي شي.

تاسو کولی شئ د ملي بهرنۍ ارزونې ازموینې مثالونه د تیرو کلونو لپاره د کلید او ځوابونو سره د 4 ټولګیو او د 7 ټولګیو لپاره د پوهنې وزارت په ویب پاڼه کې ومومئ.

د 7 ټولګي زده کونکي کولی شي غوښتنه وکړي چې په بهرنۍ ژبه کې د دوی په ښوونځي کې د خاص مضمون په توګه د اضافي مطالعې بهرنۍ ارزونې ازموینه هم واخلي.

د پوهنې وزیر کولی شي په ښوونځي کي اضافي مضامین NEEE ته شامل کړي.

ولې د ملي بهرنۍ ارزونې ازموینې مهمې دي؟

د یو ښوونځي د مرحله څخه بل ته د انتقال په هکله (یعنی د ابتداییه ښوونځي څخه متوسطه ته تلل)

دا ازموینې لازمی ده چې د لومړني ښوونځي کچې څخه د عالي لیسې کچې (له څلورم څخه تر پنځم ټولګي پورې) او همدارنګه له لومړني څخه د ثانوي ښوونځي کچې (له اووم څخه تر اتم ټولګي) ته د لیږد لپاره واخستل شي.

په 4 څلورم ټولګي کې د هرې ارزونې ازموینې پایلې په دغو درجو لکه (اعلي 6، ډیر ښه 5، ښه 4، اوسط 3، یا ضعیف 2) د ابتدايي زده کړې په ابتدايي پړاو په سند کې ثبت یږي.که چیرې د ازموینې درجه ضعیفه 2 وي، په هرصورت، دا په سند کې نه شاملیږي او د زده کونکي د پنځم ټولګي د داخلیدو مخه نه نیسي.

د 7 ټولګي د ازموینې پایلې په نمرو بدلیږي د (1 څخه تر 100) او د ابتدايي زده کړو په سند کې ثبت کیږي. په هغه صورت کې چې ستاسو ماشوم ټیټ نمرې ترلاسه کړي، دا پدې معنی ندي چې دوی به په هیڅ ښوونځي کې په 8 ټولګي کې شامل نه شي. په هرصورت، تاسو باید ډاډ ترلاسه کړئ کله چې د ښوونځي لپاره غوښتنه کوئ تاسو د هر ښوونځي اړتیاو ته په پام سره د امکان تر حده ډیری ښوونځي په خپل غوره توب لیست کې شامل کړئ (د 7 ټولګي وروسته د غوښتنلیک طرزالعمل لاندې وګورئ).

بل تخصوصي ښوونځي شروع کول

ستاسی د ماشوم د ازموینی پایلي پر بنسټ او د 4 ټولګي یا 7 ټولګي بشپړولو وروسته بل مرحلي ښوونځي ته شامل کیدل تعیین وي.  د دي لپاره د غوښتنلیک طرزالعمل په اړه معلومات لاندې بیان شوي.

د 4 ټولګي وروسته د غوښتنلیک پروسه

ستاسو ماشوم د دوه انتخابو فرصت لري:

  • که چیري په هماغه ښوونځي کې پاتې کیدل ممکنه وي ، او ښوونځي له څلورم ټولګي وروسته ماشومان داخلوي.

  • د ښوونځیو شروع کول او په نوي ښوونځي کې نوم لیکنه.

د غوښتنلیک طرزالعمل په دواړو حالتو کې شتون لري.

د غوښتنلیک طرزالعمل د هغه ښوونځي په ډول پورې اړه لري چې ستاسو ماشوم غواړي په هغه کې شامل شي. هغه زده کوونکی چې د 4 ټولګي یې بشپړ کړي وي کولی شي درخواست وکړي:

1) د ځانګړي او د ښه شهرت (شالید) عالي لیسه چې په ریاضیاتو یا طبیعي علومو کې ښه پروفایل ولري

2) یو ځانګړی یا تخصوصي ښوونځی - د سپورت ښوونځی، د هنر ښوونځی، یا کلتور ښوونځی.

3) یا یو ابتدایی ښوونځی، ثانوي ښوونځی یا یو مدغم ښوونځی – که چیرې په ټولګي کې یو ځای خالي وي نو زده کوونکی وغواړي ګډون وکړي کولي شي.

د ریاضیاتو یا طبیعي علومو د نصاب سره ځانګړي او د ښه شهرت عالي ښوونځیو ته داخله

په داسي حالتو کي داخله ستاسو د ماشوم د سویه پوري اړه لري:

  • د ملي بهرنۍ ارزونې ازموینو پایلې

  • د لومړنيو زده کړو د لومړني پړاو په سند کې درجه

  • پایلې یا نتیجه لږ تر لږه وي:

  • د ریاضي او/یا د طبیعي ساینس په برخه کي په یوه سیالي یا ډګر کې د ښاروالي په کچه ګدون کړي وي

  • د ریاضیاتو او/یا طبیعي علومو په برخه کې دو مرحلي تکمیل کړي وي

د داسې ښوونځي د درخواست کولو لپاره، تاسو باید د هغه ښوونځي مدیر ته یو غوښتنلیک وسپارئ چې تاسو یې غوښتنلیک ورکوئ - تاسو کولی شئ دلته په بلغاریوی ژبه کې د غوښتنلیک نمونه ومومئ.

زده کونکي کولی شي د یو څخه ډیرو ښاري ښوونځیو لپاره غوښتنه وکړي. داخلې د راتلونکي ښوونیز کال لپاره د جولای تر 15 پورې ترسره کیږي.

ځانګړی/تخصصی یا مسلکي ښوونځی

دا ښوونځي خپل د داخلې ازموینې لري. تاسو کولی شئ د اړتیاوو، د داخلې ازموینې، نیټې او تفصیلات د غوښتنلیک طرزالعمل په اړه د توضیحاتو په اړه معلومات د ځانګړي ښوونځي په ویب پاڼه کې چې تاسو یې غوره کړي ومومي او یا د ښوونځي ادارې ته مراجعه وکړي.  

نوم لیکنه په لومړني، ثانوي، یا مدغم ښوونځيو کې

په دې ښوونځیو کې داخله په دې پورې اړه لري چې ایا دوی د ځانګړي درجې او پروفایل لپاره خالي ځایونه لري. خالي بستونه د ښوونځي په ویب پاڼه او همدارنګه د پوهنې د سیمه ایزو څانګو په ویب پاڼو کې اعلان شوي.

د یو ښوونځي څخه بل ښوونځي ته انتقال یا سه پارچه د ټول ښوونځي کال په اوږدو کې ممکن دی.

د غوښتنلیک طرزالعمل د اووم ۷ ټولګي وروسته

ستاسو ماشوم دوه اختیارونه لري:

  • په هماغه ښوونځي کې پاتې کیدل، که چیري دا ممکنه وي او ښوونځي له اووم ټولګي وروسته ماشومان داخله واخلي.

  • د ښوونځیو بدلول او په نوي ښوونځي کې شاملول یا نوم لیکنه

ستاسو د ماشوم لپاره د اووم ټولګي وروسته نوي ښوونځي ته د شاملیدو لپاره درې ممکنه لارې شتون لري:

  1. د ملي بهرنۍ ارزونې ازموینې پایلې په اساس سره غیر مسلکي ښوونځي ته غوښتنه وکړئ

  2. د داخلې ازموینې په اخیستلو سره یو ځانګړي ښوونځي ته غوښتنه وکړئ ؛

  3. عالی لیسې ، ثانوي یا مدغم ښوونځي ته انتقال، که په اړونده ټولګي کې خالي ځایونه شتون ولري.

د ملي بهرنۍ ارزونې ازموینې پایلو په کارولو سره غیر مسلکي ښوونځي ته غوښتنه کول

دا د زده کونکو لپاره ترټولو عام انتخاب دی. هغه کسان چې عمرد 17 کلونو څخه ډیر ده، کولی شي د لاندې غیر مسلکي ښوونځیو لپاره غوښتنه وکړي:

  • عالي ښوونځي چې د ځانګړي پروفایل سره (د بیلګې په توګه د ژبې عالي ښوونځي، د ریاضیاتو عالي ښوونځي، د بشردوستانه علومو عالي ښوونځي او داسې نور)؛

  • حرفوي عالي ښوونځي (د بیلګې په توګه سوداګریز عالي ښوونځي، مسلکي ښوونځي د کمپیوټر پروګرامونه، د جامو، د خوړو ټیکنالوژي، د بریښنا انجنیري ، میخانیکي انجینري، او نور)

  • ثانوي ښوونځي؛

  • مدغم شوي ښوونځي.

په 8 ټولګي کې د ښوونځي داخله د زده کونکو د غوره توبونو، د دوی د ملي بهرنۍ ارزونې ازموینې پایلو او د لومړنیو زده کړو په سند کې د ثبت شوي درجې پراساس ترسره کیږي.

د اړوند ښوونځي لپاره د غوښتونکو درجه بندي په تیټه ترتیب کې ده - له هغو کسانو څخه چې لوړې پایلې لري تر ټیټو پورې. هغه ماشومان چې لوړې پایلې لري ډیر احتمال لري چې د دوی د خوښې ښوونځي کې شامل شي.

مهم! ماشومان کولی شي د لامحدود شمیر ښوونځیو لپاره غوښتنه وکړي، په شمول د یو څخه زیات ښاروالۍ ښوونځي. څرنګه چې په اړوندو ښوونځیو کې وړیا ځایونه د هغو غوښتونکو څخه ډک شوي چې لوړې پایلې یا نمري لري، دا ښه مشوره ده چې ماشومان د ډیری ښوونځیو لپاره د لومړیتوبونو په ترتیب سره د لیست کولو له لارې غوښتنه وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی پرته له ښوونځي پای ته نه رسیږي.

د غوښتنلیک په طرزالعمل کې د برخې اخیستو لپاره، ماشومان د لیست شوي غوره توبونو سره د غوښتنلیک فورمه وړاندې کوي چې له دقیقي بررسی څخه وروسته غوره ماشومان ښوونځي ته راجعه کیږي. غوښتنلیک سپارل کیدی شي که :

  • په یوه ښوونځي د غوښتنلیک اسناد ومني. د هرې سیمې لپاره د دې ښوونځیو لیست معمولا د اړونده سیمه ایزو زده کړو ریاست په پاڼه کې د "زده کوونکو داخله" یا ورته معلومات پکي نشرکیږي.

  • که تاسو آنلاین https://infopriem.mon.bg/login غواړئ درخواست وکړئ، تاسو باید د هغه ښوونځي څخه یو یادداشت ترلاسه کړئ چې ستاسو ماشوم اوس مهال زده کړې کوي. په دې یادښت کې، تاسو به پورټل ته د لاسرسي لپاره د ننوتلو شمیره او پټنوم یا پاسورد ومومئ.

تاسو مور او پلار یا د ماشوم سرپرست په توګه باید چې غوښتنلیک د اړوند ښوونځي کال لپاره د پوهنې وزارت لخوا ټاکل شوي نیټې کې وړاندي کړئ. دلته موجوده جنتري وګورئ او اووم ټولګي غوره کړئ. د هر کال نیټې توپیر لري.

که ستاسو ماشوم د حرفوي لوړو زده کړو لپاره غوښتنه کوي، تاسو باید د خپل کورني ډاکټر لخوا صادر شوي طبي تایید هم ضمیمه کړئ.

د غوښتنلیک طرزالعمل ته د داخلیدو څلور مرحلې لري:

I مرحله یا پړاو

ټول غوښتونکي په لومړي پړاو کې برخه اخلي.

پدې ټوله مرحله کې، ډیری زده کونکي په غوره شوي ښوونځي کې داخلیږي او کولی شي د اړوند ښوونځي کال لپاره د پوهنې وزارت لخوا ټاکل شوي نیټې کې شامل شي.

که ستاسو ماشوم د دوی د لمړي ټاکل شوي ښوونځي کې داخل شي، تاسو باید ژر تر ژره هغه / هغې نوم لیکنه وکړئ. که تاسو وروستۍ نیټه له لاسه ورکړئ، ستاسو ماشوم به د ښوونځي کال د لاسه ورکړي.

په هرصورت، که چیرې هغه ښوونځی چې ستاسو ماشوم په کې منل شوي او د دوی ترټولو غوره انتخاب نه وي، پدی حالت کي تاسو کولی شئ:

  1. خپل ماشوم په هغه ښوونځي کې شامل کړئ، یا

  2. په دوهم پړاو کې د ګډون له لارې د غوره ښوونځي لپاره غوښتنه وکړئ. په دې حالت کې، ستاسو ماشوم په هغه ښوونځي کې خپل ځای له لاسه ورکوي چیرې چې دوی په لومړي مرحله کې داخل شوي وو.

په دواړو حالتونو کې تاسو او ستاسو ماشوم باید هغه ښوونځي ته لاړ شئ چې دوی ورته داخل شوي او یا هم:

  1. د نوم لیکنې لپاره اسناد ډک کړئ (یوغوښتنلیک فورمه د مکتب اداره ته ډاکه کړي، او د لومړنیو زده کړو اصلي سند یا تصدیق، د والدینو اړیکې، او نور)؛

  2. په دوهم پړاو کې د ګډون لپاره غوښتنلیک وسپارئ.

که تاسو د مشخصه نیټه یا تاریخ  په معیاد کې کوم اقدام ونه کړئ، ستاسو ماشوم به د ښوونځي کال د لاسه ورکړي.

II مرحله یا پړاو

دا مرحله د هغو زده کونکو لپاره ده چې:

  • هغو چي ښوونځي کې نه و داخل شوي چې دوی د لومړي انتخاب په توګه غوښتل او بیا هڅه کول غواړي (پورته معلومات وګورئ)؛ او

  • په لومړي پړاو کې د دوی د غوره توبونو په لیست کې هیڅ کوم ښوونځي ته نه و داخل شوي. په دې حالت کې، دوی په اتوماتيک ډول په دویم پړاو کې برخه اخلي.

د داخلې په دویمه مرحله کې زده کونکي کولی شي هغه ښوونځي ته داخل شي چې دوی په لومړي مرحله کې د لومړي غوره توب په توګه لیست شوي یا یو ډیر غوره ښوونځي ته راجعه شوي وي، که چیرې ځینې ځایونه د لومړي پړاو څخه وروسته چمتو یا خالي شوي وي، ځکه چې، د بیلګې په توګه، بل ماشوم پریکړه وکړه چې د کوم دلیل لپاره په دې ځانګړي ښوونځي کې شامل نه شي.

پدې مرحله کې، زده کونکي باید په هغه ښوونځي کې نوم لیکنه وکړي چې دوی داخل شوي وه او یا دوی به خپل ځای له لاسه ورکړي.

III مرحله یا پړاو

دریمه مرحله د هغو ماشومانو لپاره ده چې لا تر اوسه د بلغاریا په کوم ښوونځي کې نه دي شامل شوي، په شمول هغه کسان چې پدې مرحله کې د لومړي ځل لپاره غوښتنه کوي. دوی باید د غوښتنلیک فورمه وسپاري او د دوی د ښوونځي غوره توبونه لیست کړي. یوځل بیا ، دوی یا په هغه ښوونځي کې شاملیږي چې دوی هلته ته داخل شوي یا دوی خپل ځای له لاسه ورکوي.

IV مرحله یا پړاو

هغه ګامونه چې باید د څلورم داخلې مرحلې کې د ګډون لپاره واخیستل شي یو شان دي چې د دریم لپاره غوښتنه کوي. دا د داخلې وروستۍ مرحله ده.

له اووم ټولګي وروسته تخصصي ښوونځیو ته داخلول

هر ښوونځی یو داخلي کړنلاره لري چې د داخلې ازموینې پاس کولو ته اړتیا لري. ماشومان د داخلی ازموینو د پایلو، د بهرنۍ ارزونې د ملي ازموینو د پایلو او د لومړنیو زده کړو په سند کې ثبت شوي درجې پر بنسټ ښوونځي ته درخواست کوي.

د داخلې ازموینې، نیټې او ضرب لااجل او نورو اړتیاو په اړه معلومات د اړوند ځانګړي ښوونځي لخوا چمتو شوي.

له اووم ټولګي څخه وروسته له یوه ښوونځي څخه بل ښوونځي ته لیږدول یا سه پارچه

دا یوازې هغه وخت ترسره کیدی شي چې نوی ښوونځی د 8 ټولګیو لپاره خالي ځایونه ولري. زده کونکي د ټول ښوونځي په اوږدو کې بل ښوونځي ته لیږدول کیدی شي، مګر د هر ښوونځي دورې پای ته رسیدو دمخه د 30 ښوونځي ورځو څخه وروسته.

د خالي ځایونو په اړه معلومات د ښوونځي په ویب پاڼه او همدارنګه د پوهنې د سیمه ایزو څانګو په ویب پاڼو کې موندل کیدی شي.

ایا هغه زده کونکي چې په بهر کې زده کړې کوي کولی شي د ملي بهرنۍ ارزونې ازموینې ترینه واخلي؟

هغه زده کونکي چې غواړي د 4 یا 7 ټولګي څخه وروسته ښوونځیو ته درخواست وکړي او د بلغاریا د 4 ټولګي یا 7 ټولګي سره معادل ټولګي په بهر کې بشپړ کړي وي هم کولی شي NEEE  ازموینه ترینه واخلي او د بلغاریا ښوونځي کې شامل شي.

هغه درجې چې دوی یې په بهر کې بشپړ کړي دي باید په رسمي ډول په بلغاریا کې وپیژندل شي - د پیژندلو طرزالعمل په اړه معلومات په II.1 برخه کې موندل کیدی شي. زموږ د مقالې "د لومړي ځل لپاره د بلغاریا په ښوونځي کې د ماشومانو نوم لیکنه". دوی باید د ښاروالۍ د پوهنې سیمه ایز ریاست ته د غوښتنلیک فورمه وسپاري، چیرته چې دوی د غوښتنلیک کال د جنوري تر 10 پورې درخواست کوي.

په دې لینک کې، تاسو کولی شئ د څلورم ټولګي زده کونکو لپاره د صوفیا سیمې لپاره د غوښتنلیک فورمه ومومئ.

په دې لینک کې، تاسو کولی شئ د اووم ټولګي زده کونکو لپاره د صوفیا سیمې لپاره د غوښتنلیک فورمه ومومئ.