Bulgaria_Harmanli Recept Center_DSC_0370.jpg

تازه شوی نیټه 31/07/2023

په بلغاریا کې پناه غوښتونکي او کډوال حق لري چې خپل ماشومان وړیا ښوونځي ته واستوي. په حقیقت کې، بلغاریا کي والدین او سرپرستان مکلف دی چې خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.

د ښوونځي زده کړه تر 16 کلنۍ پورې اجباري ده.

دا مقاله د دې په اړه معلومات چمتو کوي چې څنګه خپل ماشوم د بلغاریا په ښوونځي کې شامل کړئ کله چې دوی خپل پخوانی ټولګي، مرحله یا د زده کړې کچه په بهر کې بشپړه کړې وي.

په بلغاریا کې د ښوونځي د زده کړې ډولونه

د زده کړې لومړنۍ مرحله له لومړي ټولګي څخه تر اووم ټولګي پورې ده. چي په لاندی ډول ویشل شوی دی:

  •     ابتدايي مرحله - له لومړي ټولګی څخه تر څلورم ټولګي پورې
  •      د عالي لیسې مرحله - له پنڅم ټولګي څخه تر اووم ټولګي پورې
  •      د زده کړې منځنۍ کچه له اتم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ده. دا په لاندی ډول ویشل شوی دی:
  •     د عالي لیسې لومړۍ مرحله - له اتم ټولګي څخه تر لسم ټولګي پورې
  •      د عالي لیسې دوهمه مرحله - له یولسم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې

د نوم لیکنې وروستۍ نیټه

لاسرسی د ښوونې او روزنې سیسټم ته باید د هغې نیټې د 3 میاشتو څخه زیات نه ځنډول کیږي چې تاسو د نړیوال خوندیتوب (پناه) لپاره د خپل ماشوم غوښتنلیک وړاندې کړی.

که تاسو د اوړي د رخصتۍ په پیل کې د خوندیتوب لپاره د خپل ماشوم غوښتنلیک وسپارئ، دوی کولی شي د نوي ښوونځي کال په پیل کې ښوونځي پیل کړي.

هغه ماشومان چې پناه غوښتونکي دي، یا چې په بلغاریا کې نړیوال یا لنډ مهاله خوندیتوب ورکړل شوی، کولی شي په ټول تعلیمي کال کې په ښوونځي کې شامل شي، مګر د دویم ښوونځي دورې پای ته رسیدو څخه 30 ورځې مخکې اقدام وکړی.

د ښوونځي د دوهمې نیمایی پای نیټې په لاندي ډول دي د 2024 کال کې:

  •  له لومړۍ ټولګي څخه تر دریم ټولګي پورې: د می 31، 2024
  •  له څلورم ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې: د جون 14، 2024
  •  له پنځم ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې په اصلاح سپورتي ښوونځیو کې: د جون 28، 2023
  •  له 7 ټولګي څخه تر 11 ټولګي پورې: د جون 28، 2023
  •   دولسم ټولګي: د می 16، 2024

د روان کال د پای نیټې او کلنۍ رخصتۍ د پوهنې وزارت په ویب پاڼه کې شتون لري.

څنګه نوم لیکنه وکړو؟

د 18 کلونو څخه کم خلک / یا ماشومان نشي کولی پخپله ښوونځي کې شامل شي. د دوی والدین یا قانوني استازي باید د دوی استازیتوب وکړي او د هفوي اسناد و سپاري، او همدارنګه باید د ماشوم مخکیني تعلیمی اسناد ، تکمیل شوي ټولګيو اسناد ، تعلیمی درجه او داسی نور اثباتي تعلیمی اسناد وړاندي کړي.

کړنلاره (پروسیجر) په دې پورې اړه لري چې آیا ماشوم د بشپړ شوي ټولګي لپاره سند لری، یا تحصیلی درجی د پخوانیو زده کړو نور ثبوت لپاره سند لري.

I.   هفه ماشومان چي مخکني زده کړو اثباتي اسناد ونلري

که ستاسو ماشوم د زده کړې د کچې د بشپړولو ثبوت ونلري، نو دوی به ښوونځي ته داخل شي او له هغه وروسته د پنځم او لسم ټولګي ماشومان د داخلې ازموینه به ورکړي (په لاندې برخه کې 'د وړتیاوو تایید' شرایط).
 

I.1 نوم لیکنه

د مور او پلار یا قانوني استازی په توګه د خپل سیمه اییز ریاست د ښوونې او روزنې دفتر څخه لیدنه وکړئ او د نوم لیکنې غوښتنلیک د څانګې مشر ته وسپارئ.

د 7 کاري ورځو دننه، د پوهنې د سیمه اییزې څانګې مشر به ماشوم ته د ماشوم د اوسیدو ځای او د مور او پلار د غوښتنې سره سم ښوونځي ته لارښوونه وکړي. 

د 7 کاري ورځو دننه، د دې ښوونځي مشر به د ماشوم سره مرکه کولو لپاره کمیټه وټاکي. دوی به پریکړه وکړي چې ماشوم باید په کوم ټولګي کې شامل شي. کمیټه به د هغه مضامینو په اړه پوښتنې وکړي چې ماشوم یې په خپل اصلي هیواد کې زده کړې او په کوم ټولګي کې وو.

د پوهنې سیمه اییز ریاست به د دې مرکې لپاره یو ژباړونکی چمتو کړي.

دوی به تاسو ته د 7 کاري ورځو دننه د مرکې پایلې درکړي. له هغې وروسته، تر 3 کاري ورځو پورې، د ښوونځي سرښوونکی /سرمعلم به یو مناسبه فیصله ستاسو د ماشوم په ښوونځي کي د منلو په هکله صادر کړي .

I.2 د وړتیاوو اعتبار او تایید

د لومړي ټولګي څخه تر څلورم ټولګي پورې زده کوونکی د عمر له مخې پرته له دې چې وړتیاوې تایید شي نوم لیکنۍ کیږي، د بیلګې په توګه، پرته له دې چې د سویه ازموینه ترینه واخستل شي.

د پنځم ټولګي څخه تر لسم ټولګي پورې زده کوونکی باید د ښوونځي کال تر پایه چې دوی پکې شامل شوي وو د بشپړ شوي ټولګي یا زده کړې مرحلې لپاره دمخه ترلاسه شوي وړتیاوې تایید کړي(یعنی تعلیمی اسناد). هفوي چي اړونده اکاډمیک کال کې یې نوم لیکنه کړې وي حق لري چې د هغه ټولګي نه په بریالیتوب سره په لوړو ټولګیو کې شامل شي او د اړونده مرحلې تر بشپړیدو پورې د زده کړې له مخکینۍ ټولګي یا مرحلې څخه د اعتبار یا تایید لپاره تر 3 مخکني مضامینو بشپړل کړي وي، یا د زده کړې نه وروسته ثانوي یا لومړۍ ثانوي مرحله پکې شامل شوي وي.

د  11 تر 12 ټولګي(بالغ) ټولګیو زده کوونکی به د ښوونځي د دورې، یا د زده کړې کچې له بشپړیدو وروسته ومنل شي.

II.   ماشومان د پخوانیو زده کړو سند یا بل ثبوت سره

که ستاسو ماشوم د پخوانۍ زده کړې ثبوت او یا سند ولري، د بشپړ شوي درجې، سویه ، یا زده کړې ثبوت لومړی باید په بلغاریا کې د ښوونځي د زده کړې سره مطابقت لپاره ارزیابی شي. او بیا ماشوم به ښوونځي ته داخلیږي. وروسته له 7 ټولګي څخه تر 12 ټولګي پورې ماشومان د داخلې سویه ازموینه به ورکوي.

1.           پیژندنه او داخله

 بلغاریا کي په ښوونځي کي د پیژندلو او قبولول لپاره لاندي اسناد وړاندي کول اړین یا ضروری دي :

·         د غوښتنلیک فورمه :  تاسو کولی شئ د غوښتنلیک فورمه دالته ډاونلوډ کړئ یا چاپ شوی نسخه په سیمه ایز ډیپارټمنټ کې ترلاسه کړئ کله چې تاسو د مشورې لپاره هلته ځئ. د غوښتنلیک فورمه په بلغاریی ژبه کی ډکه شوې ده.

  •    د تعلیمی سویه اثباتی اسناد لکه د ټولګي سند، زده کړې سند، یا ډیپلوم.
  •   هفه قانونی اسناد چي تاسی د زده کړی یا تعلیم د ادامه يی او دوام لپاره چمتو کوي که چیرې پورته معلومات د ښوونځي زده کړې سند کې نه وي ذکر شوي. تاسو کولی شئ دا سند له ښوونځي یا بلې ادارې یا انستیتوټ څخه ترلاسه کړئ چې ستاسو په اصلي هیواد کې د ورته سند صادرولو مسئولیت ولري.
  •    پخوانی ښوونځي کي ماشوم ته تدریس شوی مضامینو د تثبیت لپاره یوه مرجع یا آدرس:  که چیرې ماشوم غواړي خپلې زده کړې له اتم ټولګي څخه تر لسم ټولګي یا له لسم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې دوام ورکړي. تاسو باید پورته سند د ښوونځي یا بلې ادارې یا انستیتوټ څخه هم ترلاسه کړئ چې ستاسو په اصلي هیواد کې یې د صادرولو مسؤلیت ولري.
  •    اصلي رسید د بانګ چې دا ثابتوي چې تاسو اړین فیس تادیه کړی، او باید د تادیه شوو پیسو اسناد د پوهنې سیمه ایز ریاست ته وسپارل شي نه مستقیم ښوونځي ته. د بانک سند یو منظمه سند ده چی د بانګ څخه یی د فیس د تحویلولو نه وروسته ترلاسه کوي. فیس 25 لیوی  دی، او یوازې د 16 کلونو څخه پورته ماشومانونه فیس اخیستل کیږي.
  •    د ښوونځي مدیر ممکن اضافي اسنادو ته اړتیا ولري.

دا اسناد باید په بلغاریا کې د رسمي ژباړونکي لخوا وژباړل شي. پناه غوښتونکي او کډوال د اسنادو قانوني کولو یا د اپوستل (apostille) له لارې د تصدیق کولو اړتیا څخه معاف دي.

د اسنادو سپارل

که ماشوم له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې شامل شي، د غوښتنلیک فورمه او اړین اسناد د ښوونځي مدیر ته دی وسپارئ.

کله چې ماشوم په پنځم ټولګي کې د دولت د داخلې پلان لخوا ټاکل شوي ځایونو کې شامل شي، د غوښتنلیک فورمه او اسناد چې د څلورم ټولګي بشپړولي ثابتوي باید د پوهنې سیمه ایز ریاست ته وسپارل شي.

که چیرې ماشوم له 7 ټولګي څخه تر 12 ټولګي پورې شامل شي، اسنادی د پوهنې سیمه ایز ریاست ته وسپاري.

2.   د مساوي ازموینې پاس کول

هغه ماشومان چې د یو بهرني هیواد د ښوونځي لخوا صادر شوي اسنادو پراساس د  لمړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې یا  دوره یی بشپړه کړې وي هفوی نه باید  داخلې ازموینه وانخستل شي.

ماشومان په ښوونځي کې د اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د شاملولو ازموینه ورکوي. البته هغه ازموینې چې د پوهنې د سیمه ایز ریاست څخه په سند کې ښودل شوي او اړینی وي . د مخکني تعلیمی دوری او د وخت محدودیت په نظر کي نیولو سره د داخلی ازموینو د اخیستلو د ښوونځی کال له پای ته رسیدو وروسته نه وی او که چیری د ښوونځی کال د پای ته رسیدو لپاره له دریو میاشتو څخه کم وی  د راتلونکي ښوونځي کال پای ته رسیدو وروسته نه ازموینه اخستل کیږي. د اووم  ټولګي څخه تردولسم ټولګي پورې د زده کونکو لپاره امکان شتون لري چې د وروستي پیژندل شوي ټولګي په بیا اخیستلو سره داخله ونکړی.

انفرادي مرسته

دا معلومات د معلوماتو غونډه پراساس د څارنوال والیریا الریوا لخوا چمتو شوي دی په آگست د 2022 کال کی. ریکارډ دی معلوماتو غونډه په بلغاریوی او اوکراینی ‌ژبه دلته شتون لري.

د انفرادي مرستې لپاره، تاسو کولی شئ د دي ماډل له لارې غوښتنه او وړاندیزونه وسپارئ.