په بلغاریوی ژبې خبرې کول، په ټولنه کې د بریالي ادغام او لا زیاتې خپلواکۍ لپاره مهمه وسیله ده.
"موږ په خوښۍ سره «د کډوالو لپاره بلغاریوی ژبه» تاسو ته معرفي کوو؛ دا د بلغاریوی ژبې د زده کړې لپاره یو وړیا انلاین پلاټفورم دی چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د کډوالو لپاره - (UNHCR) له خوا جوړ شوی او په لاندې لینک کې د لاسرسي وړ دی:https://bulgarian-for-refugees-unhcr.vercel.app/
دا پلاټفورم د ""کډوالو لپاره بلغاریوی ژبه"" پر هغو درسي کتابونو ولاړ دی چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ - (UNHCR) او د هغې د شریکانو لخوا په ګډه چمتو شوي دي. دا د ژبې د مهارت بېلابېلو کچو ته په پام سره متقابلې زده کړې وړاندې کوي، چې هر چا ته اجازه ورکوي په خپله خوښه او مناسب سرعت، په هر وخت او هر ځای کې زده کړه وکړي.
درسي کتابونه، اضافي ښوونیز مواد او پلاټفورم ته د لاسرسي لینک د بلغاریاUNHCR په وېبپاڼه کې د «ښوونیزو موادو» په برخه کې هم موجود دي: https://www.unhcr.org/bg/resources/learning-materials
📚 د بلغاري ژبې زدهکړه به له تاسو سره مرسته وکړي چې:
• دنده پیدا کړئ؛
• له دولتي ادارو او د خدماتو له وړاندې کوونکو سره په اسانه اړیکه ونیسئ؛
• په ښوونځي کې د خپلو ماشومانو ملاتړ وکړئ؛
• خپل ورځنی ژوند په لا ډېر باور او ډاډ سره پر مخ یوسئ.
🌍 «50 تر 2035»
د دې پلاټفورم جوړول د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ""50 په 35"" په نوم د نړیوال نوښت برخه ده؛ د دې نوښت موخه دا ده چې تر 2035 کال پورې، 50 سلنه ځوان کډوال او بې ځایه شوي کسان باکیفیته زده کړو او د زده کړې فرصتونو ته لاسرسی ولري.
"
د دې پلاټفورم د کارولو لپاره، تاسو باید د بریښنالیک پتې او پټنوم په کارولو سره نوم لیکنه وکړئ. نوم لیکنه وړیا ده.