Magi_photo-travelling.jpg

دغه معلومات په وروستی ځل په  15.03.2023  نیټه کې تازه شوي

په داوطلبانه توګه راستنیدل او بیا یوځای کیدل (AVRR) یو پروګرام دی چې د هغو خلکو سره مرسته کوي چې غواړي خپل اصلي هیواد یا بل هیواد ته بیرته ستانه شي چیرې چې دوی د استوګنې قانوني حق لري. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) دا پروګرام پرمخ وړي.

څوک غوښتنه یا درخواست  کولی شي؟

تاسو کولی شئ د مرستې رضاکارانه راستنیدو لپاره غوښتنه وکړئ که:

  • تاسو په بلغاریا کې د استوګنې له اجازې پرته ژوند کوئ، پرته له اسنادو او یا هم ستاسو اسنادو نیټه ختم شوي ده.

  • تاسو نور نه غواړئ په بلغاریا کې پاتې شئ - حتی که تاسو ته نړیوال خوندیتوب هم درکړل شوی وي.

  • ستاسو د پناه غوښتنه تر پوښتنې لاندې ده او کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.(نامعلومه سرنوشت)

  • ستاسو د پناه غوښتنه رد شوې ده.

  • تاسو په داوطلبانه توګه خپل د پناه غوښتنلیک بیرته اخیستی دی

  • تاسو تر اوسه د اخراج یا ایستلو امر نه دی ترلاسه کړی

  • تاسو د سفر کولو لپاره مناسب/ یا صحتمند یاست

مهم /پاملرنه! یوځل چې تاسو خپل د پناه غوښتنه بیرته واخیسته، تاسو نشئ کولی بیا پناه غوښتنه وکړي پرته لدې چې ستاسو د شخصي وضعیت یا ستاسو د اصلي هیواد وضعیت په اړه نوي شرایط شتون ولري.

که تاسو خپل د پناه غوښتنې غوښتنلیک رد کړئ او تاسو پریکړه وکړئ چې د AVRR پروګرام له لارې کور(خپل هیواد) ته نه ځئ، پولیس کولی شي تاسو توقیف کړي او تاسو وشړي.

دا هم د یادونې وړ ده چې تاسو کولی شئ یوازې یو ځل د AVRR خدمت وکاروئ.

د 14 کلونو څخه کم عمر لرونکي خلک د کورنۍ د بالغ غړي پرته سفر کوي

 که چیري تاسو د 14 کلونو څخه کم عمر لرئ او تاسو غواړئ بیرته خپل هیواد ته لاړ شئ، IOM باید لومړی ستاسو د مور او پلار یا نږدې خپلوانو څخه ستاسو په هیواد کې د بیرته راستنیدو اجازه وغواړي.

تاسو باید IOM ته د خپل مور او پلار یا نږدې خپلوانو نوم او د اړیکو توضیحات ورکړئ.

که ستاسو کورنۍ موافقه وکړي، IOM به ستاسو سفر تنظیم کړي او ستاسو سره یوځای شي. له بده مرغه، که ستاسو کورنۍ تاسو ته د بیرته راستنیدو اجازه نه ورکوي، IOM نشي کولی تاسو په پروګرام کې شامل کړي.

څنګه کولي شی د AVRR برنامه پلي کړی او وکاروی؟

لومړی ګام: IOM ته رسیدل

د مرستې سره د رضاکارانه راستنیدو لپاره درخواست کولو لپاره، ستاسو په ځای کې د IOM افسرانو سره اړیکه ونیسئ. د IOM کارمندان په منظمه توګه د کډوالو لپاره د دولتي ادارې د ثبت او استوګنې مرکزونو څخه لیدنه کوي.

تاسو کولی شئ د IOM ټیم سره هم اړیکه ونیسئ:

  • تلیفون شمیره :  774  94 93  (2) 359+

  • بریښنالیک: [email protected]

  • په صوفیا کې د IOM  دفتر په 77 زار اسین کوڅه کې موقعیت لري

که تاسو اوس مهال د کډوالو لپاره د دولتي ادارې په یوه مرکز کې یاست، تاسو کولی شئ د ټولنیزو کارمندانو څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.

د پروګرام به یوازې ستاسو اصلي هیواد یا بل هیواد ته بیرته ستنیدو کې مرسته وکړي چیرې چې تاسو په قانوني توګه اوسیږئ او د IOM لخوا خوندي هیواد ټاکل شوي وي. اما تاسو نشئ کولی د AVRR له لارې خپل کوربه هیواد ته واستول شئ که چیرې هلته جګړه وي. د IOM د ناامنه هیوادونو لیست هره میاشت بدلیږي. په هرصورت، سوریه په لیست کې پاتې ده.

دوهم ګام: مشوره ورکول

د IOM ټیم به ستاسو شخصي توضیحات او معلومات راټول کړي، تاسو سره به خبرې وکړي ترڅو ستاسو وضعیت درک کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې دا ستاسو خپل هیواد ته د راستنیدو وروستۍ پریکړه ده.

که تاسو د خپل بیرته ستنیدو په اړه کومه پوښتنه لرئ، دا هغه وخت دی چې تاسو یې پوښتنه کولی شئ.

دریم ګام: د خپل سفر سند ترلاسه کول

که تاسو پاسپورټ نلرئ، IOM کولی شي د اړوند سفارت سره اړیکه ونیسي او ستاسو کورنۍ ته د سفر اسنادو په صادرولو کې مرسته وکړي.

ستاسو قضیه د پورې اړه لري چي تاسو د کوم هیواد څخه یاست. او دا کیدای شي یو څه وخت ونیسي، ځکه چي هر هیواد په بلغاریا کې سفارت نلري. ځینې ​​وختونه، IOM باید په نورو هیوادونو کې د سفارتونو سره اړیکه ونیسي، او دا کولی شي کړنلاره د څو میاشتو لپاره اوږد کړي.

په هرصورت، وروسته له دې چې ستاسو د سفر اسناد چمتو شي، تاسو باید د 1 اونۍ څخه تر 10 ورځو پورې انتظار وکړئ ترڅو خپل هیواد ته بیرته ستانه شئ. دا موده په شته نړیوالو الوتنو پورې اړه لري.

څلورم ګام: ستاسو د الوتکې ټکټونه اخیستل

IOM به ستاسو د الوتکې ټکټونه واخلي. دوی به هڅه وکړي چې ستاسو د ژبې او مذهب په پام کې نیولو سره ستاسو هیواد ته ستاسو د بیرته راستنیدو لپاره ترټولو خوندي لاره ومومي.

تاسو شاید اړتیا ولرئ څو څو ځله کور ته د رسیدو لپاره الوتکې بدل کړئ.

که اړتیا وي، IOM به ستاسو د وتلو دمخه طبي مرستې او/یا معاینات هم چمتو کړي.

پنځم ګام: سفر کول

د IOM کارمندان به تاسو د صوفیا نړیوال هوایی ډګر ته بوځي او تاسو سره به په چیک  او د پاسپورټ کنټرول کې مرسته وکړي.

د پاسپورټ کنټرول وروسته، تاسو به د بل مسافر په څیر یوازې سفر وکړئ، که چېیری تاسو د 14 کالو څخه کم عمر لرئ او پرته له دې چې د کورنۍ بالغ غړي سفر کوئ. په دې حالت کې، د IOM یو کارمند به تاسو له بلغاریا څخه ستاسو کورنۍ یا خپلوانو ته په کور پوری مل او مرسته وکړي.

که تاسو روغتیایی مسلې یا نور محدودیتونه لرئ، د IOM کارمندان هم کولی شي ستاسو په ټول سفر کې ستاسو سره ملګرتیا وکړي.

همدارنګه، تاسو به د IOM لوګو سره یوه کڅوړه ترلاسه کړئ چې تاسو باید له ځان سره وساتئ. دا د هوایی ډګر کارمندانو ته ښیې چې تاسو د AVRR برنامې نه ګټه اخیستونکي یاست.

ستاسو د سفر څخه یوه ورځ مخکې، IOM به تاسو ته لارښوونې درکړي. که چیري تاسو د یوې زیان منونکي ډلې کي وشمیرل شي.تاسو به تر 100 یورو پورې مالي مرستې هم ترلاسه کړئ، چې کیدای شي تر 150 یورو پورې لوړ شي.

بیا یوځای کیدل

ځینې ​​خلک چې خپلو هیوادونو ته راستنیږي کولی شي مالي او نور ملاتړ ترلاسه کړي ترڅو په هفه مرسته خپلو هیوادونو کې خپلی کورنی سره یوځای شي.

په ځینو مواردو کې، IOM کولی شي تاسو سره د زده کړي  یا روزنې کورسونو ، رواني او طبي مالتړ، ستاسو د کور ترمیم، یا نوي سوداګریز فعالیتونه تمویل کړي.

خپل هیواد ته د بیرته راستنیدو وروسته د بیا یوځای کیدو لپاره مالي مرسته د زیان منونکو خلکو لپاره تر 1000 یورو یا 2000 یورو پورې کیدی شي ځکه د 18 کلونو څخه کم عمر ماشومان یوازې سفر کوي ، او واحد والدین ، ​​د کرونا یا اوږدې ناروغۍ لرونکي خلک او کورنۍ به دا مرسته تر لاسه کړي.

د IOM لخوا چمتو شوي خدمتونه وړیا دي.

د AVRR په اړه معلوماتي ویډیوګانې په عربي، کوردی، دري، پښتو او انګلیسي ژبو شتون لري.

نور وګوره

а