Not Bulgaria but could be useful_IMG_5347-1.jpg

تازه شوي معلوماتو نیټه: 21.03.2023

که تاسو د دریم هیواد تابعیت لرئ، په عمومي توګه، په بلغاریا کې د کار کولو لپاره، تاسو د کار او استوګنې ځانګړي جواز ته اړتیا لرئ. پدې مقاله کې به موږ دوه ممکنه اختیارونه یا امکانات وڅیړو، یعنې:

  • د کار او د اوسیدو واحد جواز (SWRP)؛
  • د اروپايي اتحادیې نیلي یا شین کارت

لطفآ په یاد ولرئ چې د کار ځانګړي جواز ته اړتیا نشته:

  • که چیري تاسو د دایمي یا اوږدمهاله استوګنې اجازه لرئ؛
  • که چیري تاسو دمخه د اروپا اتحادیی EU د استوګنې جواز او یا معتبر نیلي کارت لرئ چې د EU بل غړي هیواد لخوا صادر شوی وي.
  • که چیري تاسو بشردوستانه یا د کډوال دریځ لرئ، او که تاسو د نړیوال خوندیتوب په کړنلاره کې پناه غوښتونکي یاست، یا که تاسو لنډمهاله خوندیتوب لرئ؛
  • که چیري تاسو د بلغاریا تبعه د یوي کورنۍ غړی یاست یا د اروپایی اتحادیې تبعه؛
  • یو زده کوونکی. په هرصورت، زده کونکي کولی شي یوازې د ښوونځي کال په جریان کې په اونۍ کې تر 20 ساعتونو پورې کار وکړي، او همدارنګه د اړوند پوهنتون د رسمي رخصتیو په جریان کې. پدې حالت کې ستاسو کارمالک یا استخدام کوونکي باید ستاسو د کار له پیل څخه په 7 ورځو کې دننه تاسو د کارموندنې ادارې کې راجستر کړي.

دا لیست بشپړ ندی او ځینې نور استثناوې شتون لري.

د واحد یا انفرادی کار او استوګنې جواز (SWRP)

دا د یو دوامداره د اوسیدو او کار جواز دی، چې تاسو کولی شئ ترلاسه کړئ که تاسو ځینې شرایط پوره کړئ او د D ویزې ډول ولرئ یا تاسو دمخه په بلغاریا کې د استوګنې بل جواز لرئ، مګر په بل ځای کې (د مثال په توګه د زده کوونکي په توګه).

که تاسو دمخه په بل هیواد کې د اوسیدو دوامداره جواز لرئ، تاسو اړتیا نلرئ بلغاریا پریږدئ کله چې تاسو د لومړي ځل لپاره د اجازې غوښتنه وکړئ. په هرصورت، که تاسو دا ډول اجازه نلرئ، نو د غوښتنلیک پروسې په جریان کې تاسو باید بلغاریا ته د ننوتلو لپاره د ویزې D ډول هم ترلاسه کړئ.

سرحدونه او ویزه

وروسته له دی او یا کله چي ستاسو د لومړني جواز پای ته ورسیدو تاسو اړتیا نلرئ چې د بلغاریا څخه بهر اوسئ تاسو د یو واحد کاري جواز لپاره غوښتنه وکړئ.

تاسو چیرته کولی شئ درخواست ورکړي؟

غوښتنلیک باید د ټولو اسنادو سره یوځای د مهاجرت ریاست یا د کورنیو چارو وزارت سیمه ایزو ریاستونو کې د مهاجرت ریاست / سکټور / ګروپ ته وسپارل شي.

څوک درخواست کولی شي؟

ستاسو د کار ګمارونکي (که تاسو د بلغاریا څخه بهر یاست) یا تاسو په شخصي توګه کله چې تاسو د دوامداره استوګنې اجازه لرئ. که تاسو په شخصی توګه غوښتنه کوئ، ستاسو غوښتنلیک باید ستاسو د ګمارونکي لخوا هم لاسلیک شي.

کله چې تاسو د استوګنې دوامداره جواز لرئ، د یو واحد جواز لپاره د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نیټه ستاسو د اوسنۍ استوګنې جواز پای ته رسیدو دمخه تر 2 میاشتو پورې ده.

زه کوم اسنادو ته اړتیا لرم؟

تاسو لاندې اسنادو ته اړتیا لرئ:

  1. ډک شوی غوښتنلیک
  2. د یو با اعتباره پاسپورت یوه کاپي د هغو پاڼو سره چې عکس او ستاسو شخصي معلومات پکې شامل وي؛
  3. د جرمي ریکارډ سند چې د هغه دولت لخوا صادر شوی چې تاسو یې ملي یاست یا ستاسو د اوسیدو د استوګنې هیواد لخوا، په ابتدايي غوښتنلیک کې؛
  4. د خوندي کور شواهد (د بیلګې په توګه د کرایې شوي کور قرارداد)؛
  5. د ګمارونکي یا د کار مالک لخوا توجیه او تصدیق شوي سند چې دوی ورته اړتیا لري:
  • هغه حقایق او شرایط په ګوته کړئ چې تاسو ګمارلو ته اړتیا لري
  • د پوست یا موقف  لپاره په محلي او ملي ډله ایزو رسنیو او انټرنیټ کې د اعلاناتو او دندو وړاندیزونو کاپي وړاندې کړئ؛
  • د بلغاریا تبعه، یا د اروپایي اتحادیې د بل غړي هیواد تبعه، یا د اروپا د اقتصادي ساحې د موافقتنامې یو دولتي ګوند، یا د سویس کنفدراسیون یا د بل دریم هیواد تابعیت چې کولی شي د ځانګړي اجازې پرته کار وکړي او د اړتیا سره سم د کار کولو څخه انکار وکړي. د دندې وړاندیز کې مشخص شوي اړتیاوې پوری کړي.
  1. د زده کړې، تخصص، حقوقي ظرفیت، مسلکي وړتیا او تجربې اسناد چي په قانوني ټوګه د بلغاریا د بهرنیو چارو په وزارت کې د نوټري یا قونسلګرۍ خدماتو لخوا د تصدیق شوي ژباړې سره یوځای شوي وي. او دا اسناد باید د هغه موقف اړتیاوې پوره کړي چې دوی غواړي تاسو استخدام کړي. د مثال په توګه، که تاسو د شیف یا مشر په توګه وګمارل شئ، نو تاسو باید تجربه / تعلیم ولرئ.
  2. د بهرنيانو لپاره د استخدام قرارداد او د ګمارونکي یا د کارمالک لخوا حواله یا آدرس او اعلامیه
  3. په تیرو 12 میاشتو کې د کارموندنې قرارداد لاندې د کارمندانو اوسط شمیر د ګمارونکي لخوا د حوالې اعلامیه یا اطلاعیه، چي په تفکیک د میاشتو ښودل شوي وي
  • د بلغاریا اتباع، د اروپایی اتحادیې د غړیو هیوادونو اتباع، د EEA تړون کې د دولت ګوند، او د سویس کنفدراسیون، په شمول هغه اتباع چې په بلغاریا کې د اوږدې مودې یا دایمي استوګنې اجازه د دوی د کورنۍ غړي سره ولري؛
  • هغه بهرنیان چې په بلغاریا کې د پناه غوښتنې حق یا نړیوال خوندیتوب د هغوی د کورنۍ غړي سره ورکړل شوی وي؛
  • هغه بهرنیان چې په بلغاریا کې د نړیوال تړون سره سم کار کوي.

د 7 او 8 توکو لاندې اسناد اړین دي ځکه چې د دریم هیواد اتباعو ټولټال شمیر چې د استوګنې اجازې سره د ګمارونکي لپاره کار کوي څوک چې غواړي تاسو په تیرو 12 میاشتو کې وګماري ممکن د کارمندانو اوسط شمیر 20٪ څخه ډیر نه وي. د کار په قرارداد کې استخدام شوی او د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو په اړه دا حد 35٪ دی.

  1. د کار ګمارونکي لخوا اعالمیه چې د کار او معاش شرایط تکمیل شوي وي او دا د بلغاریا د اتباعو شرایطو څخه ډیر نامناسب نه وي.
  2. د پای ته رسیدو او لاسلیک شوي ټاکلي مودې استخدام قرارداد یوه کاپي چې د ګمارونکي لخوا تصدیق شوی او ستاسو د استوګنې جواز صادرولو نیټې څخه اغیزمن (یعنی واقعی نیټه) او د دندې توضیحاتو یا لایحه وظایف کاپي مل شوي وي.
  3. هغه سند چې په بلغاریا کې د تنظیم شوي مسلکونو په لیست کې شامل شوي د مسلک عملي کولو شرایط پوره شوي وي
  4. لازمي طبي بیمه، چي په بلغاریا د استوګنې د ټولې مودې لپاره اعتبار ولري پرته لدې چې تاسو په هیواد کې د روغتیا بیمه تادیه کړئ.
  5. نور اسناد د هغه دندې لپاره اړین دي چې تاسو یې غوښتنه کوئ.

اسناد باید د غوښتنلیک فورمې سره ضمیمه شي.

که یو سند ورک وي یا نوي سپارلو ته اړتیا ولري، د مهاجرت ریاست به تاسو ته په بریښنایی ډول خبر درکړي. تاسو د هغه سند د وړاندې کولو لپاره 7 ورځې لرئ، که نه، دوی به ستاسو طرزالعمل چاري ودروي.

ستاسو د اسنادو د سپارلو وروسته به څه پیښیږي؟

که ستاسو غوښتنلیک ابتدايي تصویب شوي وي، تاسو یا ستاسو د کار مالک یا ګمارونکي به د مهاجرت ریاست څخه خبرتیا ترلاسه کړي.

که تاسو د بلغاریا څخه بهر یاست، تاسو باید د دې پیغام لیږلو څخه 20 ورځو کې دننه په هغه هیواد کې چې تاسو موقعیت لرئ د بلغاریا نږدې ډیپلوماتیک یا قونسلګرۍ ماموریت کې د D ډول ویزې لپاره غوښتنه وکړئ.

د D ویزې سره بلغاریا ته د ننوتلو سره سم په 14 ورځو کې، تاسو باید د مهاجرت ریاست ته پخپله ځان ښکاره او حاضر شئ:

  • د ویزې سره ستاسو د پاسپورت د پاڼې یوه کاپي؛
  • هغه لازمي طبي بیمه چي د بلغاریا لپاره د استوګنې د ټولې مودې لپاره اعتبار ولري.

وروسته له دې چې تاسو دا اسناد وړاندې کړئ، د مهاجرت ریاست به په 3 ورځو کې پریکړه وکړي یا به تاسو ته د واحد استوګنې او کار جواز رد کړي.

که تاسو د نیټې څخه دمخه اسناد وړاندې کولو کې پاتې راغلي، ستاسو پروسه به پای ته ورسیږي (یعنی پروسه په وتړل شي).

ټوله پروسه به څومره وخت ونیسي؟

د 2 میاشتو څخه زیات موده به نه وي او که چیري ستاسو قضیه ډیره پیچلې وي، دا موده کیدای شي د نورو 2 میاشتو مودي لپاره وغځول شي - یعنی ټولټال 4 میاشتې.

د استوګنې او کار جواز د څومره مودې لپاره اعتبار لري؟

تر 3 کلونو پورې اعتبار لري،  په هرصورت که چیري ستاسو د کار قرارداد موده د 3 کلونو څخه کمه وي، اجازه لیک د قرارداد د مودې سره برابر صادریږي.

د اروپايي اتحادیې نیلي یا شین کارت

د غوښتنلیک طرزالعمل د واحد جواز لپاره ورته او یو شان ده، نو لاندې به موږ یوازې د توپیرونو په اړه بحث وکړو.

یوځل بیا، لکه څنګه چې د واحد کاري جواز سره، تاسو باید چې هیواد ته د ننوتلو لپاره د D ویزې لپاره غوښتنه وکړئ. تاسو اړتیا نلرئ د ویزې لپاره غوښتنه وکړئ او تاسو اړتیا نلرئ د بلغاریا څخه بهر اوسئ کله چې:

  • تاسو دمخه په بلغاریا کې د استوګنې دوامداره جواز لرئ او غواړئ د EU نیلي کارت ډول جواز سره یې بدل کړئ.
  • تاسو په بلغاریا یا د اروپايي اتحادیې په بل غړي هیواد کې نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړی.

که تاسو د استوګنې دوامداره جواز لرئ یا نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړی وي، تاسو باید د اوسنۍ استوګنې جواز پای ته رسیدو دمخه د 60 ورځو دننه د EU نیلي کارت د استوګنې جواز لپاره غوښتنه وکړئ.

کله چې ستاسو د استوګنې جواز پای ته ورسیږي پداسې حال کې چې ستاسو د EU نیلي کارت غوښتنلیک لاهم پاتې دی، تاسو ته به یو سند درکړل شي چې دا تصدیق کوي.

نیلي کارت یوازې د لوړ وړ بهرنیو اتباعو لپاره صادریږي. لوړ وړ بهرنيان هغه دي چې:

  1. لوړې زده کړې یې بشپړې کړې وي چې لږ تر لږه درې کاله یې دوام کړی وي.
  2. د کار او ټولنیزې پالیسۍ د وزیر په حکم تصویب شوي لیست کې شامل موقف ولري او پوهه، مهارتونه او وړتیا ولري چې د مسلکي تجربې رسمي سند لخوا تصدیق شوي په هغه کچه چې په لیست کې ټاکل شوې مودې کې ترلاسه شوي د لوړو زده کړو سره پرتله کیږي. او کوم چې د دندې په قرارداد کې مشخص شوي موقف یا سکټور پورې اړوند دي.
  3. د هغو قضیو سربیره چې په 2 شمیره کې ورته اشاره شوې، هغه کسان چې پوهه، مهارتونه او وړتیاوې د رسمي سند لخوا تصدیق شوي لږ تر لږه د 5 کلونو مسلکي تجربه د لوړو زده کړو په کچه د پرتله کولو وړ وي او کوم چې په کې مشخص شوي پوستونو پورې د کار قرارداد تړاو لري؛

بله اړتیا دا ده چې ستاسو د استخدام قرارداد کې ویل شوي ناخالص معاش ستاسو د کار قرارداد لاسلیک کولو دمخه د 12 میاشتو لپاره په بلغاریا کې د اوسط معاش څخه لږترلږه 1.5 ځله لوړ دی.

د استخدام قرارداد موده باید د 6 میاشتو څخه کم نه وي.

د EU نیلي کارت اعتبار تر 5 کلونو پوری یا د 24 میاشتو څخه کم نه وي او همدرانګه  تاسو حق لرئ چې د خپل استوګنې جواز د پای ته رسیدو وروسته نوي کولي شي. که چیرې ستاسو د کار قرارداد موده له 24 میاشتو څخه کمه وي، جواز به د قرارداد د مودې د معیاد سره برابر صادر شي، او تمدید به د دریو میاشتو لپاره وشي نه به نسبت د 24 میاشتو پوری.

د اسنادو د سپارلو لپاره توپیر او ځینې وختونه

دلته اړتیا نشته چې د واحد کاري جواز لاندې په پورتنۍ 7 او 8 نقطه کې ذکر شوي اسناد وسپاري. همدارنګه اړتیا نشته چې د کار ورکوونکي یا ګمارونکي توجیهات وسپاري، یا د خپاره شوي دندو اعلاناتو کاپي.

که چیري کوم سند ورک وي یا نوي کولو ته اړتیا وي، د مهاجرت ریاست ته به تاسو په بریښنایی توګه خبر ورکړي. په دې کړنلاره کې تاسو د اسنادو د سپارلو لپاره 10 ورځې لرئ، که نه نو پروسه به پای ته ورسوي.

که تاسو لا تر اوسه د D ویزې سره بلغاریا ته داخل شوي یاست، تاسو باید د ننوتلو په 7 ورځو کې دننه د مهاجرت ریاست ته په شخصی توګه حاضر شئ او د خپل پاسپورت یوه کاپي چې د ویزې پاڼې ولري وړاندې کړئ.

د EU نیلي کارت ترلاسه کولو طرزالعمل د اوږدې مودې استوګنې او د کار جواز ترلاسه کول له 3 میاشتو څخه ډیر وخت نشي نیولی.

هغه حقونه چې د EU نیلي کارت تاسو ته درکوي

په لومړیو 12 میاشتو کې، تاسو کولی شئ یوازې هغه دنده ترسره کړئ چې تاسو ته د EU نیلي کارت یوازې د بلغاریا په خاوره لپاره صادر شوی وي.

د خپل د کار مالک یا ګمارونکی د بدلولو حق

  1. که تاسو پریکړه وکړئ چې خپل ګمارونکي بدل کړئ د خپل لوړ مهارت لرونکي دندې په لومړیو 12 میاشتو کې.

ستاسو نوی ګمارونکی، یو با اختیار شخص یا تاسو د کارګر په توګه مکلفیت لرئ چې د مهاجرت ریاست یا د کورنیو چارو وزارت د سیمه ایزو ریاستونو د مهاجرت څانګو ته د ګمارونکي بدلولو لپاره غوښتنلیک وسپارئ. دوی به تاسو ته  د غوښتنلیک فورمه د نمونې په ټوګه چمتو کړي.

تاسو باید د غوښتنلیک سره ضمیمه کړئ:

  • د نوي کارګمارونکي لخوا اعلامیه چې د کار او معاش شرایط درناوی کیږي او د معاش اندازه د بلغاریا اتباعو څخه کم او نا مناسبه نوي.
  • د لاسلیک شوي او ټاکلي مودې استخدام قرارداد تصدیق شوی کاپي او د دندې توضیحاتو یا لایحه وظایف کاپي،
  • یو سند چې دا په ګوته کوي چې په بلغاریا کې د تنظیم شوي مسلکونو په لیست کې شامل شوي مسلک اجرا کولو شرایط پوره شوي ، په هغه صورت کې چې تاسو یو تنظیم شوی مسلک اجرا کوئ.

د غوښتنلیک د سپارلو سره سم په 30 ورځو کې، د مهاجرت ریاست به پریکړه وکړي چې یا به د نوي EU ډول شین کارت او دوامداره استوګنې او کاري جواز درکړي اویا به رد کړي.

  1.  د 12 میاشتو لوړ مهارت لرونکي دندې وروسته که چیري تاسو پریکړه وکړئ چې خپل کارګمارونکي بدل کړئ.

ستاسو نوی ګمارونکی باید د مهاجرت ریاست ته خبرتیا وسپاري. د غوښتنلیک د نمونې ترلاسه کولو لپاره، د مهاجرت ریاست کارمندانو سره اړیکه ونیسئ، ځکه چې دا ډول کومه نمونه اوس مهال آنلاین شتون نلري.

ستاسی حق د نوي دندې په لټه کې

که تاسو په لومړیو 24 میاشتو کې وزګار شئ، تاسو حق لرئ، مګر یوازې یو ځل د خپل کارت د اعتبار موده کې، د 3 میاشتو په اوږدو کې د نوې دندې په لټه کې شئ او پیل کړئ. د دې کولو لپاره، تاسو باید ستاسو د کار پای ته رسیدو وروسته د 7 کاري ورځو دننه د کارموندنې ادارې سره ځان راجستر کړئ.

د دندې د لومړیو 24 میاشتو وروسته، تاسو 6 میاشتې وخت لرئ چې د دندې په لټه کې شئ او پیل کړئ. یو ځل بیا، تاسو باید د کار له پای ته رسیدو څخه د 7 کاري ورځو دننه د کارموندنې ادارې سره ځان راجستر کړئ.

د روغتیا بیمې حق

که تاسو د EU نیلي کارت د استوګنې جواز لرئ تاسو د بلغاریا د اجباري روغتیا بیمې سیسټم پوښښ لاندي یاست.

پدې مقاله کې معلومات بشپړ ندي. د جزیاتو لپاره، مهرباني وکړئ قانوني مشوره وغواړئ.

د مرستې غوښتنه وکړئ

قانوني خدمتونه

 

 

دا مقاله د معلوماتو پراساس د وکیله مګدلینا میتیوا لخوا د وروستي وبینار به جریان کی د ACF/667 Refugeelight.BG پروژې په اړه چمتو شوي ده، چې د بهرنیانو په اړه د بلغاریا په قانون کې وروستي تعدیلاتو ته وقف شوی، چې په 15.06.2021 کې ترسره شوی.

انځور
Screenshot from 2022-10-25 15-18-32.png

https://www.activecitizensfund.bg/

Тази статия е създадена по проект „Правна помощ на материално затруднени бежанци и имигранти по време на пандемия чрез използване и подобрение на платформата Refugeelight.BG“ , изпълняван от Фондация за достъп до права - ФАР с финансовата подкрепа на Фонд Активни граждани България по Финансовия механизъм на Европейското икономическо пространство.

Проектът „Правна помощ на материално затруднени бежанци и имигранти по време на пандемия чрез използване и подобрение на платформата Refugeelight.BG“ се изпълнява с финансова подкрепа в размер на 10 000 евро, предоставена от Исландия, Лихтенщайн и Норвегия по линия на Финансовия механизъм на ЕИП. Основната цел на проект Правна помощ на материално затруднени бежанци и имигранти по време на пандемия чрез използване и подобрение на платформата Refugeelight.BG е да предложи съвременни дигитални решения за достъп до надеждна информация и адвокат по време на пандемия.

Цялата отговорност за съдържанието на статията се носи от Фондация за достъп до права - ФАР и при никакви обстоятелства не може да се приема, че тази страница отразява официалното становище на Финансовия механизъм на Европейското икономическо пространство и Оператора на Фонд Активни граждани България.

نور وګوره