CANVA PRO free image

وروستی تازه شوی نیټه: 29/03/2024

د جرمونو او جنایتونو په اړه

 کرکه ( نفرت) هغه جرم دی چې د یو چا په وړاندې د هفو د توکمیز اصلیت په وړاندی، قومیت، نژاد، مذهب، جنسیت یا سیاسي عقیدې له امله ترسره کیږي.

د نفرت جرم په بلغاریا کې یو جنایي جرم دی، او مرتکبین د هغو کسانو په پرتله سختې سزاګانې ترلاسه کوي چې یو عادي جرم ترسره کوي. په سزا کې له 1 څخه تر 4 کلونو پورې حبس، د 5,000 څخه تر 10,000 لیوا جریمه، او په محلي ورځپاڼو یا د ښاروالۍ په ویب پاڼه کې د جرم عامه اعلان شامل دي.

د نژاد، قومیت یا توکمیز اصل پر بنسټ د تبعیض، تاوتریخوالی یا نفرت خپرولو د رسنیو لاری هم جرم دی.

زه چیرته کولی شم د نفرت جرم راپور ورکړم؟

تاسو کولی شئ د لاندی لارې په وسیله پولیسو ته راپور ورکړئ:

  • 112 شمیره ته زنګ وهل په وسیله

  • د پولیسو نږدې مرکز ته د مراجعه کولو په وسیله

دلته تاسو په بلغاریه کې د صوفیا (Sofia)، حرمنلي (Harmanli) او پلافدیف (‏Plovdiv) د پولیسو سټیشنونو پته موندلی شئ.

او همدارنګه  تاسو کولی شئ د کرکې جرم په مستقیم ډول د څارنوال دفتر ته راپور ورکړئ:

  • د څارنوال نږدی دفتر ته مراجعه کولو په وسیله

  • د یو بریښنالیک (ایمیل) یا د شکایت د فورم د ډکولو په وسیله

که تاسو خپل راپور د بریښنالیک له لارې واستوئ، دا باید د وړ بریښنایی لاسلیک آله یا وسیله  باندی لاسلیک شي.

تاسو کولی شئ په بلغاریا کې تاسوته نږدې د څارنوال دفتر د اړیکو توضیحات دلته ومومئ.

زه څنګه کولی شم چی د نفرت جرم راپور ورکړم؟

تاسو کولی شئ د کرکې جرم په شفاهي یا لیکلي بڼه راپور کړئ چې تاسو یې لاسلیک کوئ. کله چې راپور ورکوئ، تاسو باید پولیسو ته خپل بشپړ نوم او د اړیکو معلومات، لکه ستاسو پته او د تلیفون شمیره ورکړئ. پولیس به نامعلوم (مجهول) راپورونه په پام کې ونه نیسي.

دا دیره مهمه ده چې د امکان تر حده په تفصیل سره د پیښی په هکله تشریح ورکړئ. دلته ځینې لارښوونې دي چې تاسو یې څنګه کولی شئ لکه:

  • د جرم ځای ، وخت او مکان او کله او چیرته پیښ شوی.

  • تاسی به په راپور کي دا هم یادونه وکړئ چې آیا کوم شاهدان وو، او که وه، دوی څوک دي.

  • مرتکب (مجرم) تشریح کړئ که تاسو هغه/هغې لیدلی شئ، یا تاسو پوهیږئ چې هغه څوک دی (د بیلګې په توګه هر ډول ځانګړتیاوې لکه ټاټو او قد).

  • مشخص کړئ چې آیا مرتکب ستاسو د اصل یا عقیدې پورې اړوند د سپکاوي کلمې کارولې، ترڅو ثابت کړي چې جرم د تعصب له امله انګیزه شوی.

وروسته له دې چې زه د نفرت جرم راپور ورکړم څه پیښیږي؟

که چیرې د دې لپاره کافي معلومات شتون ولري چې دا معلومه /ثابته کړي چې تاسو د نفرت جرم قرباني یاست، څارنوال به جرمي کړنلاره (طی مراحل یا طرزالعمل) پیل کړي. د دې طرزالعمل په جریان کې، پولیس او څارنوال به په لاندی کړنلاره عمل کوی لکه:

  • څآرنه او پلټنه ترسره کړی

  • نور شواهد راټول کړی

  • د شاهدانو، شکمن مرتکب او تاسو د قرباني په توګه پوښتنه وکړئ

په هرصورت، څارنوال ممکن د جرمي کړنلارې پیل کولو څخه انکار وکړي که چیرې دوی معلومه کړي چې ستاسو تجربه د نفرت جرم نه وه.. په دې حالت کې، تاسو باید په لیکلې توګه د انکار/ردی په اړه خبر شئ، په هغه ژبه چې تاسو پوهیږئ، که تاسو په بلغاریوی ژبی خبرې نشی کولی، او تاسو کولی شئ ژر تر ژره لوړ څارنوال ته عریضه وکړئ.

که چیرې لوړ څارنوال د جنایي اجراعاتو د پیل کولو څخه انکار تایید کړي، تاسو حق لرئ چې د انکار ترلاسه کولو وروسته د 7 ورځو دننه سیمه ایزې محکمې ته اپیل/عریضه وکړئ.

د تحقیقاتو څخه څه تمه کول

پلټنه (تفتیش) معمولا 2 میاشتې دوام کوي، مګر د 6 میاشتو څخه زیات دوام کولی شي که قضیه ډیره پیچلې وي.

څارنوال به قضیه محکمې ته وړاندې کړي که چیرې هغه ډاډه وي چې کافي شواهد شتون لري ترڅو معلومه کړي چې آیا د نفرت جرم ترسره شوی، او که دوی پوهیږي چې مرتکب څوک دی.

شواهد کیدی شي:

  • هغه شیان چې مرتکب د جرم د ترسره کولو لپاره کارولي یا د جرم نښې لري (د بیلګې په توګه، چاقو چې مرتکب کارولی)

  • عکسونه، ویډیو ریکارډونه، آډیو صوتی ریکارډونه

  • د ګوتو نښې

  • د شاهدانو او تورن شخص توضیحات

دا مهمه ده چې تشریح شي چې مرتکب ستاسو د اصليت، سمت، مذهب یا سیاسي عقیدې له امله ستاسو په وړاندې تاوتریخوالی کارولی.

د محکمې کړنلاره او ستاسو حقوق

دوه میاشتې وروسته له دې چې څارنوال په محکمه کې تورونه ثبت کړي، قاضي به لومړۍ اوریدنه یا د سمع جلسه وټاکي. د دې اوریدنې په جریان کې، قاضي به پریکړه وکړي چې آیا د محکمې طرزالعمل ته دوام ورکړي یا بند کړي. که د محکمې کړنلاره دوام ومومي، محکمه به پریکړه وکړي چې آیا تورن کس مجرم یا بې ګناه دی.

تاسو کولی شئ د وکیل څخه قانوني مرسته وغواړئ. تاسو کولی شئ نور معلومات دلته ومومئ:

مرستې غوښتنه وکړئ

قانوني خدمتونه

تاسو کولی شئ د څارنوالۍ پریکړې په 7 ورځو کې او د محکمې پریکړې په 15 ورځو کې استیناف غوښتنه (اپیل) وکړئ.

دا مهمه ده چې د یو وکیل سره مشوره وکړئ چې په جزایي قانون کې تخصص لري. د ښه وکیل موندلو څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو لپاره دلته لاړشئ:

د یو ښه وکیل پیدا کول

د جرمي کړنالرې په جریان کې، تاسو حق لرئ:

  • ستاسو د حقوقو او د جزایی طرزالعمل په اړه خبرتیا

  • ستاسو د امنیت او ستاسو د عزیزانو د امنیت لپاره محافظت ترلاسه کول

  • غوښتنې، مشاهدې او اعتراضونه کول

  • د هغو اعمالو استیناف کول چې د جزایی طرزالعمل د لغوه کیدو یا تعلیق لامل کیږي

  • د وکیل او ژباړونکي درلودل

  • که تاسو په بلغاریویي ژبه خبرې نه کوئ، د جرمي کړنلارې د ختمولو یا تعلیق لیکلې ژباړه ترلاسه کول

محکمه کولی شي تورن مرتکب منع کړي چې تاسو ته نږدې شي، تاسو سره هر ډول اړیکه ونیسي، او د ځانګړو سیمو څخه لیدنه وکړي چیرې چې تاسو اوسیږئ یا لیدنه وکړئ. د دې لپاره چې دا پیښ شي، تاسو د قرباني یا څارنوال په توګه ستاسو په رضایت سره کولی شئ محکمه وغواړئ چې د خوندیتوب اقدامات وکړي. محکمه به سمدستي دا غوښتنه وڅېړي.

تاسو کولی شئ دې حقونو ته لاسرسی یوازې هغه وخت ترلاسه کړئ چې تاسو په ښکاره ډول په جنایی طرزالعمل کې د برخه اخیستو غوښتنه وکړئ او د خبرتیا ترلاسه کولو لپاره پته په ګوته کړئ.

تاسو څنګه کولی شئ د مالي تاوان غوښتنه وکړئ

تاسو حق لرئ چې د هغه زیانونو لپاره د مالي خسارې ادعا وکړئ چې تاسو یې زیانمن کړی، مګر یوازې هغه وخت چې تاسو محکمې ته د مدني دعوه کونکي یا شخصي تورن په توګه د ګډون کولو غوښتنه وکړئ.

مدني دعوه کوونکی هغه شخص دی چې د جرم په پایله کې رواني یا فیزیکی زیان سره مخ شوی وي او د مالي خسارې ادعا کولو لپاره د محکمې په پروسه کې برخه اخلي. یو شخصي تورن هغه قرباني دی چې د مرتکب د جرم ثابتولو لپاره محکمې ته د مرتکب پروړاندې شواهد وړاندې کوي.

تاسو د دې غوښتنې لیکلو لپاره د لومړۍ محکمې اوریدنې لپاره د خبرتیا ترلاسه کولو وروسته 7 ورځې لرئ. د دې هدف لپاره، د یو وکیل سره مشوره وکړئ چې د جزایي قانون متخصص وي.