په 3 دسمبر 2023 کال کې بیاکتنه ورباندی شوي

که تاسو یو معلول کس یاست او تاسو ته په بلغاریا کې نړیوال یا لنډمهاله خوندیتوب درکړل شوی، تاسو د بلغاریا د اتباعو په څیر یوشان حقونه لرئ. تاسو حق لرئ چې په بلغاریا کې ټولنیز، مالي او شخصي مرستې وغواړئ. که څه هم، د خپلو حقونو د کارولو لپاره، تاسو باید چې خپل معلولیت د بلغاریا د وړ چارواکو په پریکړې سره ثابت کړئ - د سیمه ایز متخصص طبي کمیسیون (په بلغاریا کې، دې کمیسیونونو ته چي د TELK په نوم یادیږي) یا د ملي متخصص طبي کمیسیون لخوا (په بلغاریا کې –  NELK په نوم یادیږي). تاسو کولی شئ پدې مقاله کې د پروسې په اړه نور معلومات ولولئ:

د معلولیت د اثبات کولو طرزالعمل

پدې مقاله کې  موږ ځینې موجود تمویل/ملاتړ کوونکي لیست کړو او د دې لپاره څنګه غوښتنه وکړو.

تاسو کولی شئ خپل غوښتنلیکونه د لاندې لیست شوي مرستې ترلاسه کولو لپاره د سیمه ایزو ټولنیزو مرستو ریاست ته د خپل اوسني آدرس ثبتولو سره سم وسپارئ.

د درخواست کولو لپاره، تاسو باید لږترلږه لاندې اسنادونه وسپارئ:

  • ډکه شوې د غوښتنلیک فورمه

  • ډکه شوې د ځان ارزونې فورمه

  • ستاسو د هویت اسناد

  • طبي اسناد یا د TELK/NELK متخصص پریکړه چې ستاسو معلولیت او مرستې ته اړتیا لري.

  • د نوټریزم یا داجازی فورم، که بل څوک ستاسو په استازیتوب سند وسپاري.

که اضافي یا مختلف اسنادو ته اړتیا وي، دا به د هر مختلف ملاتړکوونکي لپاره لاندې ذکر شي چې تاسو یې غوښتنه کولی شئ.

کله چې تاسو خپل غوښتنلیک وسپارئ، د ټولنیزې مرستې ریاست رییس به د انفرادي اړتیاو ارزونه ترسره کړي. که چیرې مرستې ته اړتیا رامینځته شي نو تاسو به طبي مرجعه ته راجع شي.

میاشتنی مالي ملاتړ

تاسو کولی شئ د دې مالي مرستې لپاره غوښتنه وکړئ که تاسو دائمي معلولیت لرئ او تاسو عمر د 18 کالو څخه ډیر وی.

د پیسو اندازه چې تاسو یې ترلاسه کولی شئ ستاسو د معلولیت د درجې پورې اړه لري، او ستاسي معلولیت د فیصدی اندازي پوری اړه لري او د اړوند کال لپاره د فقر د کرښې لاندي اشخاصو لپاره (د 2024 کال لپاره 526 لیوا). په 2024 کال کې مالي مرستې په لاندې ډول دي:

  1. له 50 څخه تر 70,99 سلنه پورې د معلولیت - 36,82 لیوا

  2. له 71 څخه تر 90 سلنه پورې د معلولیت کچه لپاره - 78,90 لیوا

  3. له 90 سلنه څخه ډیر د معلولیت کچه لپاره - 131,50 لیوا

  4. د معلولیت کچه له 90 سلنه څخه ډیر د هغو خلکو لپاره چې مشخص شوي شخصي مرستې ته اړتیا لري څوک چې عمومي ناروغۍ ولري یا د کار په وخت کې د کومي حادثې له وجهی ټپی شوی وي یا حرفوي ناروغۍ له امله معلول شوي وي د معلولیت 157,80 لیوا تقاعد ترلاسه کوي شي.

  5. د معلولیت کچه له 90٪ څخه ډیر د هغو خلکو لپاره چې مشخص شوي شخصي مرستې ته اړتیا لري څوک چې د ټولنیز معلولیت تقاعد یا نظامي معلولیت تقاعد ترلاسه کوي، یا د ملکي معلولیت تقاعد، یا د ژوندي پاتې شوي د معلولیت تقاعد - 299,82 لیوا تر لاسه کوي شي.

په 4 او 5 ټکو کې مالي ملاتړ ممکن توپیر ولري که تاسو هم تقاعد ترلاسه کوئ.

ځاني معاون یا مرستیال

د شخصي معاون وړ کیدو لپاره  تاسو باید لاندې اړتیاوې پوره کړئ:

  • تاسو باید د TELK/NELK پریکړه ولرئ چې دا په ګوته کوي چې تاسو دایمي معلولیت لرئ یا د تل لپاره ستاسي د کار ظرفیت کم شوی چې له امله یې تاسو د شخصي معاون مرستې ته اړتیا لرئ. اویا...

  • تاسو یو ماشوم لرئ چې د 90 او 90٪ څخه ډیر ډول او د معلولیت درجې یا د تل لپاره د کم کاري ظرفیت درجې لري.

که د شخصي مرستې اړتیا د ټولنیزې مرستې ریاست لخوا تایید شي نو تاسو ته به د ځانګړي شمیر ساعتونو لپاره د شخصي مرستې چمتو کولو لپاره طبي مرستی ته راجع کیدل درکړل شي، دا  ستاسو د اړتیاو پراساس له 15 څخه تر 168 ساعتونو پورې تعلق لری.

وروسته له دې چې تاسو دا راجع کول ترلاسه کړئ، تاسو باید یو غوښتنلیک وسپارئ او د خپل اوسني پته سره سم ښاروالۍ ته راجع کړئ. تاسو کولی شئ په دې لینک کې د شخصي مرستې لپاره د نمونې غوښتنلیک ومومئ.

تاسو کولی شئ ښاروالۍ ته ستاسو په غوښتنلیک کې ستاسو شخصي مرستیال وټاکئ.

د شخصي موټر پیرود لپاره ملاتړ

د دې ملاتړ ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید چې لاندې ټولې اړتیاوې پوره کړئ:

  • په تیرو 12 میاشتو کې ستاسو د کورنۍ د هر غړي اوسط میاشتنی عاید د 2024 کال لپاره د 526 لیوا سره برابر یا لږ.

  • ستاسو معلولیت ډول او درجې لرئ یا د تل لپاره د 90٪ څخه پورته کاري ظرفیت کم شوی وی چې د TELK /NELK لخوا تایید شوی.

  • تاسو ګمارل شوي یا زده کوونکی یاست

د دې مقالې په پیل کې ذکر شوي معیارونه او اسنادونه سربیره، تاسو اړتیا لرئ چې لاندی اسناد وسپارئ:

  • د موټر د راجستریشن سند یوه کاپي

  • یو سند چې تصدیق کړي چی تاسو یو موټر اخیستی (د بیلګې په توګه یو تړون)؛

  • هغه اسناد چې ستاسو د کورنۍ ناخالص عاید تصدیق کوي.

د اړتیا په صورت، د ټولنیزو مرستو ریاست ممکن نورو اسنادو ته اړتیا ولري.

د 2024 لپاره د مالي مرستې مقدار چې تاسو یې د موټر پیرلو لپاره ترلاسه کولی شئ 2104 لیوا دی

که تاسو دمخه یو ځل د دې ملاتړ څخه ګټه پورته کړې وي، تاسو کولی شئ یوازې د لږ تر لږه 5 کلونو په تیریدو او نوي موټر ته اړتیا رامینځته کیدو وروسته بیا غوښتنه وکړئ.

ستاسو د موټر لپاره وړیا کلنۍ ویګنیټ(vignette)

تاسو کولی شئ پدې مقاله کې په بلغاریا کې د موټر ویګنیټ اړتیا په اړه نور درته ولولئ:

بریښنایی سند (ویګنیټس) په بلغاریا کې

تاسو کولی شئ د وړیا کلنۍ ویګنیټ لپاره غوښتنه وکړئ، که:

  • تاسو 50 او 50 سلنه څخه ډیر د کار ظرفیت کم کړی؛ او یا

  • تاسو د دایمي معلولیت لرونکي ماشومان تر هغه وخته پورې لوی کوئ چې دوی 18 کلن شي او ثانوي زده کړې بشپړې کړي، مګر د 20 کلنۍ څخه وروسته نه.

تاسو کولی شئ له دې فرصت څخه یوازې د یو موټر لپاره ګټه واخلئ، چې تاسو یې مالک یاست یا دا ستاسو او ستاسو د میرمنې کورنۍ ملکیت دی.

ویګنیټ د خپریدو نیټې څخه د یو کال لپاره اعتبار لري.

د دې ملاتړ د غوښتني لپاره تاسو باید د مختلف غوښتنلیک فورمه ډکه کړئ چې تاسو یې له دې لینک له لاری ډاونلوډ یا ترلاسه کولی شئ. تاسو اړتیا لرئ د هغه کس د هویت سند هم ضمیمه کړئ چې په غوښتنلیک کې تثبیت شوی معلولیت لري.

د کور د بیارغونې لپاره مالي ملاتړ

دا ملاتړ د هغه بدلونونو د ترسره کولو لپاره چمتو شوی چې تاسو یې په کور کې لري او ستاسی د خوځښت ستونزو موجب ګرځي او تاسی د رسیدو لپاره ورته اړتیا لرئ. آیا د بیارغونې اړتیا د ټولنیزو مرستو د ریاست لخوا تایید شوې ده.

د دې ملاتړ د غوښتني لپاره تاسو باید لاندې اړتیاوې پوره کړئ:

  • په تیرو 12 میاشتو کې ستاسو د کورنۍ د هر غړي اوسط میاشتنی عاید باید د 526 لیوا سره برابر یا کم وي (دا د 2024 کال لپاره اعظمي حد دی).

  • تاسو د معلولیت ډول او درجې لرئ یا د تل لپاره د 90 سلنه څخه پورته کاري ظرفیت کم شوی چې د TELK/NELK لخوا ټاکل شوی یا تاسو یو ماشوم/ماشومان لرئ چې ویلچیر کاروي.

په 2024 کال کې د مالي ملاتړ مقدار چې تاسو یې ترلاسه کولی شئ 1052 لیوا دی.

که تاسو مخکې له دې ملاتړ څخه یو ځل ګټه پورته کړې وي، تاسو کولی شئ یوازې د لږ تر لږه 10 کلونو په تیریدو او د نوي بیارغونې اړتیا رامینځته کیدو وروسته بیا غوښتنه وکړئ.

کله چې تاسو د دې مرستې لپاره غوښتنه کوئ، تاسوته به لاندې اضافي اسنادو ته اړتیا ولرئ:

  • د لګښتونو ډول او د مالي رسید له مخې د ترمیم لګښت لپاره رسید؛

  • هغه اسناد چې په تیرو 12 میاشتو کې د کورنۍ ناخالص عاید تصدیق کوي.

د تودوخې د ساتني یا بیارغونې درملنې پوښلو لپاره ملاتړ.

تاسو کولی شئ د داسې ملاتړ لپاره غوښتنه وکړئ که:

  • تاسو د 90 سلنه څخه ډیر کم کاري ظرفیت لرئ. او یا

  • تاسو د دائمي معلولیت لرونکي ماشومان لرئ.

  • تاسو د یو متخصص ډاکټر څخه طبي نسخه لرئ چې تاسو اړتیا لرئ د تودوخې د ساتني یا بیارغونې درملنې ترسره کړئ. دا سند باید ستاسو د غوښتنلیک سره ضمیمه شي.

تاسو کولی شئ په کال کې یوازې یو ځل د دې ملاتړ څخه ګټه پورته کړئ.

په 2024 کال کې، تاسو کولی شئ د داسې ساتني او درملنې لپاره تر 420 لیوا ترلاسه کړئ، مګر د هغه څه څخه ډیر نه چې تاسو واقعیا مصرف کړي. ورته  امتیاز ستاسی د شخصي معاون لپاره پلي کیږي څوک چې اړتیا لري ستاسو سره معاونیت وکړي.

تاسو ته به یوازې د خپلو لګښتونو لپاره تادیه درکړل شي وروسته له دې چې تاسو اسناد وړاندې کړئ او هغه اسناد دا ثابتوي چې تاسو تادیه کړې او د تودوخې ساتني او/یا بیارغونې درملنه لپاره چمتو شوي.

که تاسو ته د ملي ټولنیزې بیمې انسټیټیوټ، د روغتیا وزارت، یا د بیارغونې په ځانګړي روغتونونو کې چې د روغتیا وزیر لخوا اجازه ورکړل شوي درملنه چمتو کیږي، مالي مرستې په مستقیم ډول تاسیساتو ته ورکول کیږي. په دې حالت کې، د طبي نسخې او د لګښتونو ثبوت ( رسیدونه، او بیلونه) سربیره، تاسو اړتیا لرئ چې د ټولنیزو مرستو ریاست ته وړاندې کړئ:

  • یو سند چې د اړونده تاسیساتو / د بیارغونې ځانګړي روغتون لخوا صادر شوی چیرې چې خدمتونه چمتو شوي، او دا تصدیق کوي چې تاسو واقعیا درملنه ترلاسه کړې ده.

  • د هغه حکم یوه کاپي چې تاسو ته د درملنې حق درکوي. دا حکم د ټولنیزې مرستې ریاست د رییس لخوا وروسته له هغه صادریږي چې دوی د انفرادي اړتیاو ارزونه کوي.

د کرایې پوښلو ملاتړ د دائمي معلولیت لرونکو خلکو لپاره کله چې د ښاروالۍ په کور کې اوسیږي

تاسو کولی شئ د دې ملاتړ لپاره غوښتنه وکړئ که تاسو:

  • یو واحد کس یاست او یا

  • یو واحد مور او پلار د دایمي معلول ماشوم سره.

  • تاسو د ښاروالۍ کور په کرایه اخلئ.

  • ستاسو نوم د کرایې په تړون کې شامل دی.

کله چې تاسو د دې ډول ملاتړ لپاره غوښتنه کوئ نو تاسو باید د خپل غوښتنلیک سره د کرایې تړون یا قرارداد یوه کاپي ضمیمه کړئ.

مالي مرستې د ټولنیزې مرستې ریاست لخوا د قانون لخوا ټاکل شوي د کرایې نرخ سره سم ورکول کیږي. تاسو اړتیا لرئ د ښاروالۍ څخه چیرې چې تاسو کور ترلاسه کوی د لګښت توجیه یا واضحات سند چمتو کړئ.

د سفر لګښتونو لپاره نغدي مصارف

تاسو کولی شئ دا ډول ملاتړ وکاروئ کله چې تاسو اړتیا لرئ د ځانګړي تجهیزاتو، اسبابو یا طبي وسایلو ترلاسه کولو لپاره سفر وکړئ چې تاسو ته وړاندیز شوي (د هغه حالت په شمول کله چې ترمیم ته اړتیا وي) ځکه چې دوی ستاسو پتې ته نشي لیږل کیدی او ستاسو شتون ته اړتیا وي. (د مثال په توګه اندازه کول).

د اړتیا وړ ځانګړو وسایلو، تجهیزاتو یا طبي وسایلو د رسیدلو څخه د یوې میاشتې دننه، تاسو باید چې د ټولنیزو مرستو ریاست ته یو ځانګړی غوښتنلیک وسپارئ (دلته ډاونلوډ کړئ) او ضمیمه کړئ:

  • په هیواد کې د سفر لپاره د بیرته راستنیدو ټکټ - په دوهم درجه ایکسپریس یا مسافر وړونکي اورګاډي کې، یا په بس کې؛ 

  • یو سند چې دا ثابتوي چې تاسو واقعیا د خپل اندازه کولو لپاره تلي یاست، د تجهیزاتو هڅه وکړئ یا دا چې تاسو خپل وسایل، تجهیزات یا طبي وسایل ترلاسه کړي دي.

دا سند باید د هغه چا لخوا صادر شي چې د اشخاصو په ثبت کې داخل شوي د تجهیزاتو، اسبابو یا طبي وسایلو چمتو کولو او ترمیم لپاره فعالیتونه ترسره کوي چې د درملو محصولاتو اجرایوي ادارې لخوا ساتل کیږي.

که چیري زه تصویب/ومنل شم، زه به څنګه خپل مالي ملاتړ ترلاسه کړم؟

دوه لارې شتون لري:

  • د جواز لرونکي پوستي آپریټر له لارې د نغدو پیسو له لارې د هغه پته یا آدرس سره سم چې تاسو اوسیږئ

  • خپل شخصي بانکي حساب ته د بانک لیږد له لارې چې تاسو د نړیوال بانک حساب شمیره (IBAN) چمتو کړې. پدې حالت کې تاسو اړتیا لرئ چې د بلغاریا بانک کې یو بانکي حساب چمتو کړئ چې د بلغاریا ملي بانک لخوا جواز لري.

که زما د ملاتړ غوښتنلیک رد شي څه به وشي؟

تاسو کولی شئ تل د هغه پریکړې اپیل وکړئ چې د ملاتړ لپاره ستاسو غوښتنلیک رد شوی وه. تاسو باید چې دا د 14 ورځو دننه د هغې ورځې څخه ترسره کړئ چې تاسو ته ستاسو د اوسیدو ځای سره سم اداري محکمې ته پریکړه شوې وه. د اداري محکمې پریکړه په صوفیا کې د سترې اداري محکمې په وړاندې استیناف کیدی شي. موږ تاسو ته مشوره درکوو چې ژر تر ژره د تجربه لرونکي وکیل مرسته وغواړئ.

د یو ښه مدافع وکیل موندل په بلغاریا کې 

د مرستې غوښتنه وکړئ