Not Bulgaria but could be useful_IMG_5394-1.jpg

وروستی تازه شوی نیټه: 14/11/2022

د منفي پریکړې یا تصمیم ترلاسه کول

که چیرې د کډوالو دولتي اداره (SAR) ستاسو د خوندیتوب غوښتنلیک رد کړي، د کډوالو دولتی اداره به تاسو ته ستاسو د کور په پته یو لیک واستوي چې تاسو ادارې ته ورکړی یا دوی به تاسو سره تیلفونی اړیکه ونیسی او یا تاسو ته به بلنه یا دعوت  درکړي چې ستاسو د منفي پریکړې یوه کاپي به تاسی ترلاسه کړئ. دا دیره مهمه ده چې تاسو دا کاپي ترلاسه کړئ ځګه چی تاسی د هفي پربڼست  اپیل (استیناف) محکمه ته وړاندیز کوی.

دا پریکړه لیک به تاسو ته هغه دلیلونه تشریح او واضع کړي چې ولې ستاسو غوښتنلیک رد شوی. څرنګه چې پریکړه لیک په بلغاریوی ژبی کې ده، تاسو دا حق لرئ چې د ژباړونکي غوښتنه وکړئ کله چې تاسو پریکړه ترلاسه کړه.

 ژباړونکی به تاسو سره د ردولو د دلیلونو په پوهیدو کې مرسته وکړي. دلیل اکثرا دا وي چې SAR ستاسو د محافظت لپاره د اعتبار وړ دلیل نه وی موندلي او تر هفه وخته چې تاسو د خپل رد کولو دلیلونه باندی پوهیږی باید صبر وکړی او آرام پاتی شي.  

مخکې له دې چې تاسو د دفتر نه ولاړ شي تاسو او ستاسو ترجمان باید  د ردولو سند لاسلیک کړئ. او ډاډ ترلاسه کړئ چې په سند کې نیټه سمه ده، او همدارنګه  د اصلی سند کاپي اخیستل مه هیروئ. 

د استیناف طلبی (اپیل کولو) حق 

تاسو حق لرئ چې د محکمې د اداري په وړاندې د خپل ردکیدولو غوښتنه وکړئ. تاسو به د استیناف طلبی (اپیل کولو) لپاره 7 یا 14 ورځې وخت لرئ. ستاسو وروستۍ نیټه د استیناف (اپیل) لپاره به ستاسو د ردشوی سند روستنی یا اخیری پاڼه  کې لیکل شوی وی.

که تاسو دا نیټه له لاسه ورکړئ، نورهیڅ فرصت شتون نلري چې تاسو یې په اړه کولی شئ - ستاسو رد کول نهایی کیږي.

که تاسو په وخت خپل اپیل (استیناف) وړاندې کړئ، تاسو به د پناه غوښتونکي په توګه خپل ټول حقونه تر هغه پورې وساتئ تر څو چې محکمه ستاسو د استیناف وروستۍ پریکړې ته ورسیږي. پدې مهال کې  تاسو حق لري چی په بلغاریا کې پاتې شي، د استوګنې او د راجسټریشن کارت د نوي کولو حقوق هم پکی شامل دي.

د وکیل پیدا کول

د استیناف کولو یا اپیل کولو لپاره ستاسو لومړی ګام د قانوني مرستې غوښتنه ده.

حقوقي خدمتونه

ستاسو وکیل به ستاسو د ردولو دلیلونه نور هم تشریح کړي. تاسو یو ځای باید په استینافی مرحله کې دا دلیلونه په نښه او وړاندی کړئ. او ډاډ به ترلاسه کړئ چې تاسو پوهیږئ چې په اپیل ( دفاعیه) کې څه لیکل شوي مخکې له دې چې تاسو یې وسپارئ، او د هغې په چمتو کولو کې فعاله ونډه واخلئ.

تاسو باید خپل پته په اپیل پاڼه کې ولیکئ. محکمه به د همدی پته له لاری  ستاسو سره د خبرو اترو لپاره وکاروي، نو باید تاسی د ډاډ ترلاسه کړئ چې خپله پته مو سمه ورکړي.

د اپیل (استیناف کولو) سپارلو طریقه

تاسو او ستاسو وکیل باید خپل اپیل د SAR له لارې وسپارئ.

تاسو باید د استیناف طلبی پاڼو 3 اصلي نقلونه راوړئ: یوه نقل د محکمې لپاره، بله نقل د SAR لپاره، او دریمه کاپي ستاسو لپاره ده.

ستاسو په کاپي کې، SAR باید د هغې نیټې سره یو ټاپه ولګوي چې تاسو یې اپیل وړاندې کړی. او دا ډاډ ترلاسه کړئ چې نیټه سمه ده او هفه کاپي ځان سره وساتئ، ځکه چې دا ستاسو یوازینی ثبوت دی چې دا ښای چي تاسو په خپل وخت اپیل کړی ده.  

SAR باید د اپیل (استیناف) پاڼه د ترلاسه کولو وروسته د 3 ورځو دننه سیمه ایز اداري محکمې ته واستوي. که چیرې ځنډ شتون ولري، تاسو باید محکمه ته د استیناف ټاپه شوي کاپي وړاندې کړئ او له هغې څخه وغواړئ چې ستاسو د فایل یا دوسیه لیږلو لپاره SAR ته اړتیا ولري.

 د محکمې یو ځانګړی چارواکی به تاسو ته ستاسو د محکمې د اوریدنې یا جلسه یی نیټې په هکله خبرتیا درکړي.

 د سیمه ایزې اداري محکمې پریکړه

تاسو د محکمې د اوریدنې په جریان کې د ژبې ژباړونکي یا ترجمان حق لرئ. د ژبې ژباړه به ستاسو لپاره وړیا دی.

ستاسی د دفاعیه اوریدلو وروسته اکثرآ شاوخوا یوه میاشت وخت ونیسي چې محکمه پریکړه وکړي. د محکمې پریکړه به یا د SAR پریکړه لغوه یا تایید کړي.

 یا تاسو یا SAR کولی شئ د سترې محکمې په وړاندې د قضاوت غوښتنه وکړئ.

مهم! که چیرې SAR د ګړندۍ کړنالرې لاندې ستاسو د خوندیتوب لپاره غوښتنلیک وڅیړي، د اداري محکمې پریکړه وروستۍ ده او د سترې محکمې په وړاندې د استیناف غوښتنه نشي کولی. ګړندۍ کړنلاره یا عاجل طرزالعمل هغه ده چې په هغه کې ستاسو د محافظت غوښتنلیک په 14 کاري ورځو کې رد کیږي ځکه چې دا په ښکاره ډول بې اساسه دی (د مثال په توګه که بلغاریا ستاسو اصلي هیواد خوندي ګڼي، یا تاسو د مرکې په جریان کې متضاد حقایق وړاندې کړي وي).

د سترې محکمې اداري پریکړه

که تاسو یا SAR د سیمه ایزې اداري محکمې پریکړې سترې اداري محکمې ته اپیل وکړئ، تاسو به د محکمې د اوریدلو لپاره بل خبرتیا ترلاسه کړئ. ستره اداري محکمه معمولا د محکمې له اوریدلو څخه د یوې میاشتې په اوږدو کې خپله پریکړه صادروي. دا وخت محدودیت د محکمې لپاره پابند ندی او کیدای شي ډیر وخت ونیسي.

د سترې اداري محکمې پریکړه وروستۍ ده.

که د محکمې پریکړه د SARs په ګټه وي، تاسو به نور د پناه غوښتونکي حق ونه لرئ. د مثال په توګه، ستاسو د راجستریشن کارت به نور نوي نه شي. 

په بلغاریا کې تاسو سره به د غیرقانوني پاتې شوي مهاجر په توګه چلند وشي. دا پدې مانا ده چې چارواکي ممکن ستاسو د اجباري راستنیدو امر صادر کړي، او ممکن دا به یو ریښتینی خطر وي چې تاسو به واپس کیدلو په هدف توقیف شئ. 

که داسی پیښ شي، تاسو کولی شئ د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په مرسته د رضاکارانه راستنیدو او بیا یوځای کیدو پروګرام له لارې په خپله خوښه بیرته خپل اصلي هیواد ته د راستنیدو غوښتنه وکړئ.

د رضاکارانه راستنیدو او بیا یوځای کیدو سره مرسته

که چیرې د محکمې پریکړه ستاسو په ګټه وي، SAR به ستاسو د قضیې په اړه نوې پریکړه صادره کړي. معمولا، SAR تاسو ته د یوې نوې پریکړې کولو دمخه د بلې مرکې لپاره بلنه درکوي.

د نوي غوښتنلیک ډکولو طریقه

د وروستۍ پریکړې وروسته ستاسو د لومړي پناه غوښتنې په اړه، تاسو حق لرئ چې د خوندیتوب لپاره یو نوی غوښتنلیک وسپارئ، مګر یوازې که تاسو وکولی شئ د خپل شخصي وضعیت په اړه نوي شرایطونه (دلیلونه) شامل کړئ، یا ستاسو د اصلي هیواد وضعیت، چې ستاسو په لومړي غوښتنلیک کې نه و وړاندې شوي. دا غوښتنلیک د یو تکړه او ماهر وکیل سره چمتو کړئ.

 SAR باید په 14 کاري ورځو کې خپله پریکړه وکړي، یوازې ستاسو د لیکلي غوښتنلیک پر اساس.

که تاسو د پریکړې لپاره د 14 کاري ورځو څخه ډیر انتظار شئ، نو پدې معنی چې د کډوالو دولتی اداره ستاسو د غوښتنلیک بیاکتنې موافقه کړې. تاسو باید د 3 کاري ورځو دننه د نوي راجسټریشن کارت ترلاسه کولو تمه او غوښتنه وکړئ.

پداسې حال کې چې تاسو نوې پریکړې ته انتظار لری، تاسو به د پناه غوښتونکو حقونه ولرئ، په هرصورت - تاسو به د استوګنې، خواړو او ټولنیزې مرستې حق نلرئ - پرته لدې چې تاسو د زیان منونکې ډلې غړی یاست.

زیان منونکې ډلې 

ستاسو وروستی (نهایی) چانس

تاسو حق لرئ چې د SAR د پریکړې په اړه اپیل وکړئ چې ستاسو د نوي غوښتنلیک بیاکتنه نه کوي. تاسو او ستاسو وکیل د اپیل کولو لپاره 7 ورځې لري.

په دې قضیه کې د محکمې پریکړه وروستۍ (نهایی) ده او تاسو د استیناف غوښتنه نه شئ کولی.

د SAR د پریکړې په استیناف کولو سره، محکمه به دا پریکړه هم وکړي چې آیا تاسو د هیواد په خاوره کې د پاتې کیدو حق لرئ تر څو چې ستاسو د پناه غوښتنې په اړه وروستۍ پریکړه نه وي شوې. که محکمه دا کار ونه کړي، تاسو کولی شئ په خپله یا د خپل وکیل له لارې غوښتنه وکړئ.

دا مهمه ده ځکه چې ممکن تاسو ته د جبری بیرته ستنیدو امر صادر شوی وي وروسته له هغه چې ستاسو لومړی غوښتنلیک رد شو. که محکمه پریکړه وکړي چې تاسو په هیواد کې پاتې کیدلی شئ، نو تاسو به د بیرته ستنیدو له خطر سره مخ نه شئ مخکې له دې چې ستاسو د پناه غوښتنې په اړه پریکړه وشي.

مرستې غوښتنه کول