iom

 

مرسته د رضاکارانه راستنیدو او بیا یوځای کیدو سره

د رضاکارانه راستنیدو او بیا یوځای کیدو پروګرام (AVRR) له لارې، IOM تاسو سره مرسته کوي چې خپل اصلي هیواد ته بیرته ستانه شئ.

برنامه به یوازې د بیرته راستنیدو سره مرسته وکړي که چیرې دا خوندي وي. د IOM سره د خپلې قضیې په اړه وګورئ.

تاسو کولی شئ د مرستې رضاکارانه راستنیدو او بیا یوځای کیدو لپاره غوښتنه وکړئ که تاسو:

  • تاسو په بلغاریا کې د اړینو قانوني اسنادو پرته استوګن یاست
  • په بلغاریا کې ستاسو قانوني پاتې کیدل پای ته رسیدلي
  • تاسو نور نه غواړئ په بلغاریا کې پاتې شئ، حتی که تاسو یو کډوال یاست چې نړیوال خوندیتوب ترلاسه شوی وي
  • ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنه په جریان کی وی او یا رد شوې وی
  • تاسو په داوطلبانه توګه د پناه غوښتنې غوښتنلیک بیرته اخیستی دی

د AVRR پروګرام د لاندې سره مرسته کوي:

  • د سفر اسناد ترلاسه کول
  • د الوتنې ټکټونه اخیستل او د سفر لپاره ځینې پیسې ورکول
  • د الوتنې د مسافر په توګه په خوندي ډول سفر کول
  • د سفر په جریان کې ستاسو ملاتړ کول او تر کله چې تاسو خپل اصلي هیواد ته ورسیږئ

تاسو به ځانګړې مرسته ترلاسه کړئ که تاسو د قاچاق قرباني یاست، یو نابالغ کوچنی یا یو واحد مور او پلار، یا که تاسو طبي مرستې ته اړتیا لرئ.

 

 

مرسته د انساني قاچاق د ژغورلو لپاره

د انسان قاچاق هغه وخت دی چې یو څوک د زور، تهدید، فریب یا ورته طریقې څخه کار اخلي ترڅو یو شخص د کار کولو، جنسي استحصال، ګدایی کولو یا جرم کولو لپاره مجبور کړي.

د انساني قاچاق قربانیان کیدای شی ښځي وی یا ماشومان وی او یا هم د هر عمر نارینه وي.

تاسو ممکن د انساني قاچاق په حالت کې یاست که:

  • تاسو مجبور یاست چې هغه څه وکړئ چې تاسو یې نه غواړئ
  • تاسو سره کیدای شی ناوړه چلند شوی وی، وهل شوی یاست او/یا شکنجه در سره شوی وی.
  • کیدای شی تاسو سره ستاسو د ارادې خلاف لمس شوي
  • کیدای تاسو اسیران نیول شوی یاست او جلا یاست، یا د څارنې لاندې ساتل کیږئ
  • ستاسو اسناد پرته له چارواکو بل چا له تاسو څخه واخیستلی وی
  • کیدای شی تاسو پلورل شوي او اخیستل شوي یاست
  • تاسو کیدای شی غلامان یاست

که تاسو د دې حالتونو څخه کوم یو پیژنئ، د مرستې لپاره IOM ته زنګ ووهئ یا لیدنه وکړئ:

  • پیژندنه او مرسته د انساني قاچاق د قربانیانو لپاره
  • رواني ملاتړ
  • حقوقی مشوره ورکول
  • طبي مرسته
  • ټولنیز ملاتړ
  • ستاسو اصلي هیواد ته د کورنۍ د بیا یوځای کیدو یا داوطلبانه راستنیدو په اړه مشوره ورکول
  • د بیا یوځای کیدو مرسته

نورو خدماتو ته راجع کول پشمول د بحران او سرپناه استوګنځي.

 

حقوقي، ټولنیز او رواني ملاتړ

  • قانوني مشوره ورکول
  • ټولنیز ملاتړ
  • رواني مشوره ورکول
  • د خدماتو لپاره راجع کول
  • خدماتو ته ترانسپورت (ټولنیز خدمتونه، روغتونونه، د ډاکټرانو / متخصصینو لیدنه، او داسی نور) او د دې لیدنو په جریان کې ژباړه (ترجمه) (دا خدمت د اړتیاو د ارزونې پراساس چمتو کیږي)

 

IOM د A1 او/یا A2 کچو لپاره د اوکراین د جګړې څخه تښتیدلي خلکو ته د بلغاریا ژبې ټولګي ترسره کوي.

ټولګي د هغو مهاجرینو لپاره مناسب دي چې په بلغاریا کې په قانوني توګه اوسیږي او همدارنګه د پناه غوښتونکو او خلکو لپاره چې په هیواد کې یې نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړی دی.

دا روزنه(ټرینینګ) د 120 اکاډیمیک ساعتونو څخه جوړه شوی ده او هر ګډون کوونکی د کورس په پای کې په بریالیتوب سره د آزموینې له پاسولو وروسته د اړوندې کچې لپاره د بلغاریا ژبې د مهارت سند(سرتیفیکیت) ترلاسه کوي.

 ټولګي او درسونه تول وړیا په توګه دي!

 

 

 

په اوکراین کې د بحران په ځواب کې، IOM بلغاریا لاندې ډول ملاتړ چمتو کوي:

  • روغتیایی خدماتو ته لاس رسی (د مثال په توګه، د مداخلو او درملو لپاره تادیه او ملګری)
  • بیړني استوګنځي (تر 5 ورځو پورې)
  • یو ځل مالي ملاتړ د زیان مننې د معیارونو پر بنسټ
  • ټولنیزې مشورې او ټولنیزو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې ملاتړ؛
  • د ښوونې او روزنې خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې اداري ملاتړ - وړکتون، د ماشومانو پاملرنې خدمتونه او ښوونځي
  • د معلوماتو ناستې۰جلسی)، انفرادي او ډله ایزې مشورې؛
  • د کار موندنې په برخه کې ملاتړ - د کار لټون او په بلغاریا کې د کار بازار ته د لاسرسي اسانتیا؛
  • د هغو کورنیو لپاره چې د 7 او 14 کلونو ترمنځ ماشومان لري د خوړو والچرونه. (د هغو خلکو لپاره چې په اوکراین کې تر ټولو ناوړه اغېزمن شوي سیمو څخه راځي او مخکې له دې چې د IOM بلغاریا څخه مالي مرستې نه وي ترلاسه کړي)
  • د بلغاریوی ژبې کورسونه
  • د ژبې د ټولګیو برخه وګورئ

 

 

 

ADDITIONAL INFORMATION

 

اسو کولی شئ د ملاقات وخت ونیسئ که تاسو غواړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې یو ژباړونکی (ترجمان) شتون لري.

د تلیفون له لارې هم ژباړه(ترجمه) شتون لري، په هغه صورت کې چې ستاسو د ژبې ژباړونکي په فزیکی توګه شتون ونلري